کور / تازه خبرونه / بېړنی خبر: ستر مبارز نیلسون منډېلا ومړ

بېړنی خبر: ستر مبارز نیلسون منډېلا ومړ

د سویلي افریقا پخوانی ولسمشر نیلسون منډېلا نن (پنج شنبه) د ۹۵-کلنۍ په عمر په خپل کور کي د ورپيښي ناروغي له امله وکوچېد.

د جنوبي افريقا ولسمشر جاکوب زوما نن ماښام د منډيلا د مړني خبر په رسمي ډول اعلان کړ. نیلسون منډیلا د زیاتي مودې راهیسي د سږو د ناروغی ستونزه لرله چي د روان کال تر سپټمبره درې میاشتي په روغتون کي بستر وو.

ولسمشر زوما په خپلو خبرو کي وويل: “هيواد مو تر ټولو ستر تن له لاسه ورکړ.” مبارز منډیلا په خپل ژوند کي تور پوستکو ته د هغوی د حق ورکولو په لار کي زیات شمېر نه هېرېدونکي هلي ځلي کړي دي، چي له امله یې د دردونکو حالاتو سره مخ سوئ او له برکته يې اوس مهال نوم په زرین لیک د تاریخ په پاڼو کي ثبت دئ.

دنیلسن منډیلا د ژوند او مبارزې په اړه لاندي کلیک وکړئ:

دنیلسن منډیلا ژوند او مبارزه