د امریکا دفاع وزیر پاکستان ته را ځي

لراوبر ټکی کام ( خيبرپښتونخوا ) | دسمبر 9th, 2013


اسلام اباد :د امریکادفاع وزیر چيک هیګل د پینټاګان لومړی مشر دی چې له کابو څلورو کلونو وروسته د پاکستان له مقاماتوسره د خبرو لپاره نن پاکستان ته راځي.د رویټرز خبري اژانس دراپور له مخې د امریا د ددفاع وزارت ویندویی کارل ووګ وویل چې چاک هیګل به د پاکستان له لومړي وزیر نواز شریف او نورو مقاماتو سره د خبرو اترو لپاره اسلام اباد ته ورسیږي.د پینټاګان ویندویی زیاته کړه : هیګل به د پاکستان له لومړي وزیر او نورو مقاماتو سره د افغانستان لپاره د با ثباته راتلونکي په اړه د دواړو هیوادونو د ګټو په هکله خبرې اترې وکړي. پاکستان ته د هیګل د سفر خبر په داسې حال کې خپور شو چې هغه په کندهار او هلمند ولایتونو کې له امریکایی عسکرو سره کتنه کړې وه .د پاکستان او امریکا اړیکې په پاکستان د امریکا د ډرون الوتکو او سرحدي مسالو په وجه همیشه له ټیټو هسکو سره مخامخ وې او دم ګړۍ هم دا سفر په داسې حال کې کیږي چې د عمران خان په مشرۍ تحریک انصاف دا یوه اوونۍ کیږي چې افغانستان ته دناټو د تلونکو ټرکونو پر مخ لاره بنده کړې ده .

Copyright Larawbar 2007-2024