د پښتو ژبې يو بل شاعر (عبدالغفور پردېس) په حق ورسېده

حبيب تاثير - کوټه | دسمبر 9th, 2013


د پښتو ژبې يو بل وتلى او منلى شاعر چې د ژوند ټوله برخه يې د دغې ژبې او ادب خدمت ته ځانګړې كړې وه د (۲۰۱۳م كال) د ډسامبر د مياشتې په اتمه نېټه له دې نړۍ څخه د تل له پاره وكوچېده،

عبدالغفور پردېس اخوند زاده چې د كوټي په كلي ناصرانو كې يې ژوند كاوه، يو ښه شاعر بلل كېده، چې د سيمې شاعرانو، ليكوالانو، د قلم خاوندانو او مخورينو د هغه مرګ د پښتو ژبې او ادب له پاره يوه ستره ضايع بللې ده.

عبدالغفور پردېس اخوند زاده چې په خټه پښتون ناصر وو د خپلو زدكړو په اړه ليكلي دي: زما والد محترم د عربي ژبې په تمامو فنونو كې (يعني په درس نظامي كې داخل و مروج) يو ماهر بې مثال منلى شخصيت وو، په پښين كې د كښته كلي ياسين زيو د مسجد په امامت اخته مشغول د درس و تدريس وو.

هغه وړاندې كاږي زه يې د منزكي نامه د كلي په ګورنمنټ پرائمري سكول كې داخل كړم، په دې اميد چې اردو ژبې سره واقعيت د عربي ژبې له پاره فايده مند ګرځي، په دې وخت كې پرائمري حصه صرف څلور جماعته وه، د څلورو كلونو په موده كې مې په ښو نمبرونو دا حصه پاى ته ورسوله، له سكول څخه يې راو ايستلم په عربي تعليم يې اخته كړم.

د خپل كتاب په سريزه كې عبدالغفور پردېس اخوند زاده لكي: زما د زوكړې نېټه د دغه سكول په رجسټر كې داخل و خارج كې د جنوري د مياشتې اتم سن نولس سوه دوه دېرش، يعني (۱۹۳۲، ۱ ، ۸) ليك سوې ده.

څنګه چې خداى بخښلى پردېس يو ديني عالم هم وو نو د عربي او اردو ژبو ترڅنګ يې په پښتو ژبه هم ښې روانې خبرې كولې او د يادو ژبو ښه مطالعه يې هم درلوده.

دا چې د هغه پلار محترم محمد بهاوالدين مشهور په (محمد اخوندزاده) د پردېس د زدكړو بنياد له عصر زدكړو څخه ايښى دى نو له دې امله د پردېس له ديني تعليم سره سره عصري زدكړو ته هم زيات اهميت وركاوه، روح دې ښاد او ګور دي منور وي.

Copyright Larawbar 2007-2024