کور / نثر / د وردګي ودونو د اصطلاحاتو قاموس

د وردګي ودونو د اصطلاحاتو قاموس

په دې لیکنه کې یو لړ هغه اصطلاحات له لنډې شرح سره یو ځای راغلي دي دي چې د وردګو د ودونو په چارو کې استعمالېږي چې کېدای شي زیاتره دغه اصطلاحات نورې پښتني پرګنې هم و کاروي خو هرو مرو به په دې اصطلاحاتو کې یو لړ داسې نوي نوزي الفاظ ستاسو مخې ته درځي چې شاید استعمال به یې یوازې په وردګو پورې اړه لري او مخکې له دې به مو مخې نه وي درغلي. دغه اصطلاحات په الفبايي شکل برابر شوي او د لومړي ځل لپاره د لروبر و ښکلې برېښناپاڼې له خوا خپرېږي.

اتڼ چيان: د هغو ګډیدونکو یا نڅاګرو څخه عبارت دی چې د یوې ډلې په شکل د لاسونو، ملاوو، پښو، سرونو، اوږو او څڼو د خاصو حرکاتو سره یو ځای د خوښیو پر مهال ډول ته ګډیږي. ځینې اتڼ چیان د لاسونو د ګډولو سره رنګارنګ دسمالونه هم ګډوي.
اتڼ: اتڼ ته نڅا یا ګډا هم ویل کیږي چې د ودونو پر مهال ډول وهلو ته د یوې ډلې ځوانانو یا د پاخه عمر د خاوندانو له لوري اجرا کیږي. اتڼ د لاسونو، پښو، ملاوو، سرونو او ویښتانو د ځانګړو حرکاتو سره یو ځای پيل کیږي دغه حرکات د ډول وهلو سره یو ځای لومړی ورو او د اتڼ د سروکو یا سندرو سره مل وي خو د ډول په تیزیدو سره لحظه په لحظه تیزیږي. اتڼ مختلف ډولونه لري او په سیمو کې په لږ یا زیات توپیر سره رواج لري او تاریخچه یې د ځینو څیړونکو په آند زرګونو کلونو ته اوړي او لرغونو آریایانو ته رسیږي چې هدف یې د خوښۍ، خوشحالۍ، نارینتوب او مینې څرګندول وي.
اچونه: له هغو لوښو، بوخڅې یا جامو او داسې نورو ډالیو څخه عبارت ده چې د ناوې د کور په سامان او یا پوښ کې یې د خپلو خپلوانو له خوا ایښودل کیږي.
آس: له هغه مخصوص آس یا د سورلۍ له وسیلې څخه عبارت دی چې د کلي ډم یې د ناویانو د وړلو په موخه ساتي، خلک یې کرایه کوي او له یوه کلي څخه بل کلي ته ناوې پداسې حالت کې پرې وړي چې یا خو یې ډولۍ ورته جوړه کړې وي او یا د آس په شا د ناوې د مخه د هغې کوم محرم خپلوان سپور وي.
آښی: د ناوې ورور د زوم لپاره آښی او زوم د ناوې د ورور او خویندو لپاره آښی ګڼل کیږي چې د ورور حیثیت غوره کوي.
آڼکی: د ناوې مخصوصې ژړا ته آڼکی ویل کیږي، پخوا به په ودونو کې آڼکي رسمي بڼه درلوده او که به ناوې ته د ناویدو پر مهال ژړا نه ورتله نو کومې بلې ښځې به یې په استازیتوب او د دې رواج د پاللو په موخه آڼکی کاوه.
آیینه مصحف: د ستنې یا ناستې او یا هم د واده پر مهال د ناوې او زوم له جوړه کولو وروسته په ناوې او زوم د شال اچولو، د قرآن عظیم الشان آیتونو او هېندارې کتلو مرحلې ته آیینه مصحف ویل کیږي.
بابیړی: له خپلو خیښانو یا د زوم له کورنۍ څخه د نجلۍ د پلار، ورور او یا د کورنۍ د سرپرست له لوري له ټاکلي مقدار څخه د زیات ولور او یا نورو لګښتونو اخیستلو ته بابیړی وايي چې د دواړو کورنیو د خپګان سره یو ځای د ناوې د وړلو د مخه صورت مومي.
بدل: د بدلانه واده ته شغار هم ویل کیږي چې د اسلام د ستر پیغمبر د مبارک حدیث له مخې چې ( لا شغار فی الاسلام) یانې په اسلام کې د بدل واده نشته، شغار یا د بدلانه واده ناروا دی چې له بده مرغه زموږ په ټولنه کې په زیاته پیمانه رواج شوی دی.
بدي: هغې ناوړه پدیدې ته ویل کیږي چې د دوو کورنیو تر منځ د واده یا داسې نورو مسایلو پر سر د راولاړو شوو ستونزو په لړ کې نورې ټولې لارې له کاره و لویږي او له یو بل سره د دښمنۍ لاره غوره کړي چې ډیرې بدې پایلې لري.
بن: که یو څوک دوه او یا له دوو څخه زیات ودونه و لري نو د میړه بله میرمن د ناوې بن بلل کیږي چې جمعې ته بنې وايي او زیاتره وخت پخپل منځکې ښې اړیکې نه سره لري.
بوخڅه: د ناوې هغو دسمالونو او لاسي صنایعو ته بوخڅه ویل کیږي چې د ناویدود د ورځې لپاره یې ناوې چمتو کوي، په بیه یې اخلي او یا نورې ښځې د هغه په هکله د اچونې په نامه ورسره مرسته کوي. کله چې ناوې د خپل خاوند کره یوړل شي نو د بوخڅې ټوټې د مخ دیدني د پیسو په مقابل کې خپلوانو او د اړوند کلي ښځینه، د ورا ځانګړو ګډونوالو او اتڼ چیانو ته ویشل کیږي. بوخڅه همدارنګه د رنګارنګ ټوټو څخه هغه جوړ ریمال ته ویل کیږي چې اندازه یې دوه متر مربع یا زیاته او کمه وي او د ناوې د دسمالونو، جای نمازونو او د بوخڅې د نورو ټوټو د ځای په ځای کولو یا ګڼده کولو لپاره په ځانګړي مهارت ګنډل شوې وي او د ناویدود په ورځ د ناوې بوخڅه پکې تاووي او د دې ډول ریمال یا بوخڅې څنډې بیا په کلپي ستن سره ټینګوي.
پاستي: هغې مخصوصې او نازکې ډوډۍ ته ویل کیږي چې له اوړو څخه د کور په تناره پخیږي، د عادي لګښت سره سره د طوی پر مهال په یخني ښوروا کې د میده کولو لپاره ترې استفاده کیږي.
پښه خلاصی: پښه خلاصي ته پایوازي یا بوله هم ویل کیږي او له هغې میلمستیا څخه عبارت ده چې د زوم کورنۍ یې د ناوې د کورنۍ نارینه او ښځینه خپلوانو ته په دې موخه کوي چې د دواړو کورنیو تر منځ د ښه او بد یا مړي او ژوندي د معاملو په صورت کې رسمي تګ راتګ پيل شي. په دې ډول میلمستیا کې سربیره پر دې چې د ناوې خپلوانو ته د خپل وس تر ټولو ښه ډوډۍ تیاریږي، خپلو کورنو ته د بیرته تګ پر مهال هغوی ته ډالۍ هم ورکول کیږي چې پخوا به د نارینه وو لپاره چپنه، لونګۍ یا پټو وو خو اوس د نارینه وو لپاره غالباً سپينې جامې او د ښځینه وو لپاره هم کمیسونه وي.
په ناوې پسې د پلار ورتګ: له هغه رواج څخه عبارت دی چې د ناوې پلار یا والدین د ناوې د ولور د یوې نغدې برخې، غوره ډالیو او پخې ډوډۍ سره یو ځای له ناویدود وروسته په دریمه یا اوومه ورځ د نوموړې نوي کور ته ورځي.
پوښ: له هغو ځانګړو جامو، ګاڼو، بکسونو، پایزار، د سینګار سامان، میوې او نورو اړوندو څیزونو څخه عبارت دی چې د شیریني خورۍ، اخترونو، نوي کال او واده پر مهال د زوم له کوره د ځانګړو مناسبتونو په ترځ کې یې د زوم کورنۍ د کوزده کړې نجلۍ کورنۍ ته وروړي او د ناوې ملکیت ګرځي. همدارنګه کیدای شي چې په پوښونو کې د ناوې د ښځینه او نارینه خپلوانو لپاره څه جامې او ډالۍ هم شاملې وي.
پېغله: پېغله په عامه توګه هغې نجلۍ ته ویل کیږي چې د بلوغ تر مرحله تیره او عمر یې د ۱۸ کلونو څخه پورته وي خو د واده پر مسایلو کې پېغله په ځانګړې توګه هغې ښځې ته ویل کیږي چې کوزده شوې وي، د پلار په کور ناسته وي او لا واده شوې نه وې خو کله یې چې د ناویدود وخت را ورسیږي نو د پیغلې لقب ورڅخه لرې کیږي او د ناوې لقب خپلوي.
پینډه: د طوی د ډوډۍ د خوړلو هرې ډلې یا ګروپ ته پینډه ویل کیږي.
تخت جمي: د ځانګړو مراسمو او میلمستیا په ترځ کې د ناوې د ځای یا پالنګ ټولولو ته چې غالبا د ناویدود په دریمه یا اوومه ورځ وي تخت جمي ویل کیږي. په همدې ورځ ناوې د لومړي ځل لپاره د خپل خاوند د کور په چارو کې د شمولیت په موخه په کار کولو پيل کوي.
ټکری: د ټکري لغوي معنی د ښځې پوړني، حجاب یا سالو دی خو د واده په چارو کې ټکری اچول له هغو نغدي ډالیو څخه عبارت دی چې زوم یې د ناستې یا واده پر مهال د خپلو خسرخیلو ښځینه غړو لکه خواښیې، ښمینو، د نجلۍ ترورۍ ګانو، توړۍ ګانو، انا، د کاکا ښځو، د ماما ښځو او داسې نورو ته ورکوي چې جبري نه دی او اندازه یې هم د زوم په اقتصادي وضعیت پورې تړلی دی.
ټکری: د ناوې هغه مخصوص سپین پوړني ته ویل کیږي چې د شال د لاندې او د مکنې د پاسه یې په سر کوي او د مخې په طرف یې طیبه کلیمه لیکل کیږي.
ټنګور: له هغې ښځې څخه عبارت ده چې د ناوې کور ته له پوښ سره یو ځای د ناستې، ستنې او یا د واده پر مهال ځي، سندرې وایي، اتڼ کوي او د ناستې یا ناوې د مجلس پر مهال د زوم د کورنۍ ښځینه استازیتوب کوي چې جمعې ته ټنګورې او دغه عمل ته ټنګورتوب ویل کیږي.
جرګه: جرګه د یوې سیمې د مشرانو قومي غونډې ته ویل کیږي چې مرکه یې هم بولي او هغه مهال جوړیږي چې د واده پر مسایلو د دوو کورنیو تر منځ داسې ستونزې را برسیره شوې وي چې د نوموړو کورنیو مشران یې له حل څخه عاجز وي. جرګه د نږدې کلیو د قومي مشرانو، دیني علماوو، ملکانو او د رسوخ وړ کسانو په ترکیب جوړیږي.
جوړښت: له هغه هوکړې، موافقې او مخکیني مصلحت څخه عبارت ده چې د زوم د کورنۍ مشران یا سرپرست یې د ناوې د کورنۍ د مشرانو او سرپرست سره د واده د مجلس څخه د مخه د واده پر ټولو چارو لکه واده نیټه، ورځ، د طوی څرنګوالی او نورو اړوندو څیزونو کوي.
چغل بازي: له هغې مرحلې څخه عبارت ده چې له ناویدو څخه د مخه زوم د پلار په کور له خپلې میرمنې سره د لیدلو په موخه ورځي او کیدای شي چې د شپې د تیرولو اجازه هم و لري.
چیغه: له هغې لښکر کشۍ څخه عبارت ده چې واده او یا داسې نورو مناسبتونو د ستونزو پر مهال د حل نورې ټولې لارې چارې له کاره و لویږي نو د کلي ځوانان، ټوپکوال او تورزن د ځانګړي ډول په غږ راټولیږي او هڅه کوي چې مشکل د زور له لارې حل کړي.
څیره: له څو تانه داسې رخت څخه عبارت ده چې د ناوې کور ته د خوړې سره یو ځای وړل کیږي او یوه هوښیاره ښځه یې د اوړند کلي ټولو ښځینه اوسیدونکو ته د ځانګړې اندازې له مخې ویشي. خو د دې خبرې یادونه ضروري ده چې د وردګو په ډیرو کلیو او کورنیو کې اوس مهال د څیرې د وړلو او ویشلو رواج پای ته رسیدلی دی.
خالونه: هغو وړو، رنګینو او دایره شکلو خالونو ته ویل کیږي چې د ناویدود په شپه د ناوې پر مخ او رخسار باندې ایښود کیږي. اوس مهال د داسې هندي خالونو استعمال هم په ډیریدو دی چې شکل یې دایروي نه دی.
خسر: خسر هغه څوک دی چې خپله لور چا ته په نکاح ورکړي نو د خپل زوم لپاره د خسر په توګه ګرځي خو د ناوې لپاره د زوم پلار خسر بلل کیږي چې دواړو ته د پلار حیثیت غوره کوي.
خلتي: هغو کمیسونو، ټکریو یا نورو ښځینه جامو ته ویل کیږي چې د مخکیني تړون له مخې د زوم د کورنۍ له لوري د ناوې کورنۍ ته له پوښ او خوړې سره یو ځای وړل کیږي او د نجلۍ کورنۍ یې خپلو نږدې ښځینه خپلوانو ته د کلیوالي رواج ( پور پرغو) له مخې او د اچونې په مقابل کې ورکول کیږي.
خواښیې: د ناوې مور د زوم او د زوم مور د ناوې خواښیې ګڼل کیږي چې دواړو ته د مور حیثیت لري.
خورلڼه: خورلڼه د خور او لور د نومونو ترکیب دی ځکه چې لور ته په پښتو کې لوڼه هم ویل کیږي او له هغې خور یا لور څخه عبارت ده چې واده شوې وي او په مختلفو مناسبتونو ( غم یا ښادي) د پلار یا ورور او نورو نږدې خپلوانو کورته را غوښتل کیږي. خورلڼه په واده کې د ټنګورتوب، سندرو، اتڼ، ډوډۍ پخولو او یا د کور په چارو کې د مرستې مهمې دندې هم د خپل پلار، ورور او یا د کورنۍ د سرپرست په کور کې کوي چې موخه یې د پيښې له خاوند سره د مرستې څرګندول وي.
خوړه: هغه غوايي، پسه، غوښې، اوړو، وریجو، غوړیو، څیرې، میوې د سون لرګیو، چای، بورې او داسې نورو اړوندو څیزونو ته ویل کیږي د واده څخه یوه ورځ د مخه د هغه توافق د اندازې له مخې انتقالیږي چې د دعا په ورځ ټاکلې شوې وي څو د طوی او د ناوې د کورنۍ میلمنو ته تر طوی د مخه ډوډۍ پرې تهیه شي او لګښت یې ټول د زوم د کورنۍ پر غاړه وي.
خوشته: د طوی د پخو خوراکي موادو پاتې شونو ته خوشته ویل کیږی خو د خوشته لفظ په ځانګړې توګه د هغو خوراکي پاتې شونو څخه عبارت دی چې د یخني ښوروا په کاسو کې د وړې شوې ډوډۍ څخه پاتې وي او غالبا د بیا استعمال او خوراکه وزي، غورځول کیږي، بیوزلانو ته ورکول کیږي او یا هم څارویو ته اچول کیږي.
خونی: له هغې ډالۍ څخه عبارت دی چې د میوې، غونډاریو، بوسراغو، ایګ دګو، وچې او یا لمدې میوې په ترکیب تهیه کیږي او د دوستانو له خوا هغې کورنۍ ته په مخصوصو دسمالونو کې وړل کیږي چې خپل زوی او یا ورور ته یې خیښي کړي وي.
خیښ: د دوستۍ د دواړو کورنیو نارینه افرادو ته خيښ او ښځینه افرادو ته خيښه ویل کیږي خو کله کله ورته د دوست، عزیز او خپلوان کلیمه هم ورته استعمالیږي.
خیښي: له هغې خپلوی څخه عبارت ده چې د یوه نارینه او ښځینه انسان د ګډ ژوند د پیل کولو په موخه دوې کورنۍ د هغې په اساس سره خپلوان کیږي چې دوستي او خپلوي هم ورته وايي. د خيښۍ په هکله په وردګو کې مشهور متل دا دی چې (ښه خیښي باغ ده او بده خیښي د زړه داغ ده). خيښۍ ته دوستي، خپلوي او ښادي هم ویل کیږي.
د اتڼ سروکي: د هغو سندرو څخه عبارت دي چې نارینه او ښځینه یې په خپلو اتڼونو کې د اتڼ د تیزوالي څخه د مخه په ترنم سره وایي او د متعددو کسانو په وسیله اجرا کیږي.
د جیب میوه: د هغې ځانګړې او اصیلې میوې څخه عبارت ده چې له مغزیاتو، بادامي نقلو، نرمو ناخودو، شنو مویزو او د وچې میوې د نورو خوندور توکو څخه برابره شوې وي. د جیب د میوې اندازه د یو یا دوه منه په شاوخوا کې وي، د ناوې کورنۍ یې اخلي، له ناوې سره یو ځای یې وړي او له ناویدود وروسته په مختلفو مناسبتونو د خوراک لپاره را اخیستل کیږي او څه اندازه یې په ډیرو نږدې او معتبرو ښځینه خپلوانو ویشل کیږي.
د دروازې بد: له هغې مالي یا معنوي جریمې څخه عبارت دي چې د چغلبازیو پر مهال له زوم څخه یې خپلې ناوې حمل اخیستی وي او د نجلی پلار یا د کورنۍ سرپرست یې د زوم له کورنۍ څخه د غوښتلو حق لري او یا یې جرګه او مرکه د نجلۍ پلار ته د زوم په پلار ورکول حتمي و ګڼي چې غالبا له بې وخته واده او خپګان سره مل وي.
د دریمې زوم: د واده په دریمه ورځ د خپلو خسرخیلو کره له ځانګړو ډالیو سره د زوم تللو ته د دریمې زوم ویل کیږي.
د کلي ملا: د کلي ملا له هغه دیني عالم څخه عبارت دی چې د ملا، امام، مدرس، مولوي، آخوند، دیني عالم، مولانا په نومونو هم یادیږي. د کلي د ملا زیات وخت په جومات کې تیریږي، په کلي کې د لمانځه پر مهال د خلکو امامت کوي او د کلي خلک یې په وار خپلو کورونو ته د ډوډۍ خوړلو لپاره بیايي. د کلي ملا امام د لمانځه پر مهال پر امامت سربیره د نوو زیږیدلو ماشومانو په غوږونو کې آذان کوي، د هغو د ښه نوم ایښودلو په برخه کې له خلکو سره خپل نظر شریکوي، ماشومانو ته په جومات کې د دین لومړني درسونه وايي، په مختلفو مناسبتونو خلکو ته وعظ او نصیحت کوي او د اړوند کلي د مړي او ژوندي په چارو کې د کلي له خلکو سره د یوه معتبر او محترم همکار، لارښود او مشر په توګه د احترام څخه ډکه دنده تر سره کوي او د واده پر مهال د ناوې او زوم نکاح تړي. همدارنګه د کلي ملا د ټولنې د وګړو تر منځ د مشکلاتو د حل کولو په برخه کې شرعي نظر او فتوی صادروي او د کلي د مړو د جنازې د لمانځه امامت او په قبر باندې نصیحت هم د ملا امام له دندو څخه دي. ځینې مدرس عالمان په خپلو اړوندو جوماتونو کې درسي طالبان او د درس ویلو حجره هم لري چې خپل زده کوونکي یې د طالب، چړي او طالب العلم په نومونو یادیږي.
د کور غوښتل: د زوم کور ته د ناوې د رسیدو سره سم د زوم په ملکیت کې د ناوې د حق د معلومولو په موخه د کور په نامه د همدې کورنۍ له مشرانو څخه یوه ژمنه اخیستل کیږي او تر هغه ناوې د کوټې په لوري نه ځي څو یې چې دغه ډول یوه ژمنه لاسته نه وي راوړې. خو دا رواج تر ډیره حده تشریفاتي بڼه لري او خاوند هیڅکله خپلې میرمنې ته پر هغه ژمنه ځان ژمن نه ګڼي چې د کور د غوښتلو په وخت د ناوې سره د راغلي خیښ په غوښتنه کړې وي او د زوم د کور سرپرست ورسره ژمنه کړې وي.
د مخ دسمالونه: د ناوې د هغو رنګینو دسمالونو څخه عبارت دي چې د ښکارولو پر مهال ناوې په لاسونو کې نیولي وي او د لاسونو د پورته کولو او ښکته کولو سره سم یې له مخ څخه لرې او پر خپل مخ ږدي.
د ناوې پل: نوي کور ته د ناوې تلل د ناوې پل یا د ناوې بخت هم ګڼل کیږي که چیرې د نوې ښځې له ورتګ څخه د نوموړې په کورنۍ کې ښه یا بده بڼه غوره شي نو خلک یې د همدې نوې ناوې له ورتګ او بخت سره تړي او داسې انګیري چې ګواکي نوې ناوې یې پرې ښه او یا بده شوې یا دا چې د نوې ناوې پل پرې بختور او یا بدمرغه شو.
د ناوې ټنډه: د ناوې ټنډه هغې انګیرنې ته ویل کیږي چې د کلیوالو خلکو په منځکې موجوده ده او فکر کوي چې ګواکي که د پوښ وړلو په ورځ اورښت وي نو زوم په وړکتوب کې ډیر دیګونه څټلي او که د ناویدود په ورځ وریځ یا اورښت وي نو وايي وايي چې ناوې په وړکتوب کې ډیر تور دیګونه او کټوې څټلې دي.
د ناوې ستوری: د ناوې ستوری د ناستې، د واده پر شپه او د خاوند کور ته د ناوې د رسیدلو پر مهال صورت مومي او تر هغه ناوې ته د کښیناستلو امر نه کیږي څو چې په خونه کې ټول ناست کسان ناست نه او موخه یې دا ده چې د ناوې ستوری په ټولو باندې هسک وي.
د ناوې ښکارول: د ناوې د وړلو وروسته لیدونکو ښځو ته د هغې د مخ ور ښودل د ناوې له ښکارولو څخه عبارت ده چې دغه رواج د ناوې د وړلو وروسته د دریو ورځو لپاره صورت مومي.
د ناوې کور: د هغه فرش، ظرف یا د کور د سامان څخه عبارت دی چې د ناوې پلار، ورور او یا د کورنۍ سرپرست یې ناوې ته ولور د یوې کمې اندازې په مبلغ اخلي او د واده پر مهال یې له نوموړې سره یو ځای د خاوند کور ته انتقالوي.
د ناوې موټی: د ناوې موټۍ له هغه رواج څخه عبارت دی چې د ناوېدود په شپه ناوې خپل لاس موټی کوي او په سر یې نیسي نو د هغې خاوند راځي او موټی یې پرې پرانیزي او تر خلاصولو وروسته په هغه کې غوره ډالۍ ږدي چې غالبا د سرو زور ګوتې او یا چیله وي.
د نکاح پلار: له هغه شخص څخه عبارت دی چې ناوې یې د خپل نفس او مهر د وکیل په توګه انتخابوي چې غالبا د نوموړو کورنیو له مشرانو څخه یو څوک وي او زموږ په ټولنه کې د نکاح پلار ورته ویل کیږي.
د نکاح وروستی مجلس: له هغه تړون یا عقد څخه عبارت دی چې د ناویدود څخه وروسته د ناوې د پلار یا خسر په کور باندې تړل کیږي. د نکاح په مراسمو کې ناوې ته یو خیالي، غیر موجود او درواغجن مهر ټاکل کیږي چې کله کله خو دغه راز مجلسونه تر نیمو شپو پورې د حاضر مجلس وخت ضایع کوي ځکه چې د نجلۍ مهر د ولور په نامه د نوموړې د پلار، ورور او یا سرپرست له لوري اخیستل شوی وي نو د مهر بیا ورته ټاکل هیڅ ډول معنی او یا یې د خاوند له لورې هغې ته د ورکولو تضمین له ځان سره نه لري. له دعا او قبول ایجاب وروسته د نکاح په نامه دغه مجلس دریمه نکاح ګڼل کیږي چې زموږ په ټولنه رواج لري.
د واده شپه: د هغې شپې د خوښیو له محفل څخه عبارت ده چې خپل نوي کور ته د ناوې د جوړولو په موخه د ساز، اتڼ او سندرو په بدرګه جوړیږي او د پلار په کور د ناوې وروستۍ شپه ګڼل کیږي. په همدې شپه ناوې د پيغلتوب له بې پروا مرحلې څخه د ناویدود له مسوولیت څخه ډکې او درندې مرحلې ته داخلیږي او په ډول ډول سینګارونو باندې ښکلې کیږي. ځینې خلک د واده شپه د وصال هغې شپې ته وایي چې د لومړي ځل لپاره ناوې او زوم پخپل کور کې سره یو ځای کیږي خو د هغه شخص لپاره بیا دغه شپه دومره په زړه پورې نه وي چې د چغلبازیو مرحله یې تیره کړې وي او له خپلې میرمنې سره یې د پلار په کور لیدلي وي.
د ویښتانو اخیستل: د محرم نارینه په وسیله د ناوې د ویښتانو د کوڅیو او ځونډیو د یوې برخې خلاصولو ، د ښځې په سر باندې له خولې څخه د بورې شیندلو او د سیخکي یا لوجروم لرګي په وسیله د هغې د ویښتانو بیلولو ته د سر اخیستل ویل کیږي.
دریه: دریې ته، دایره، چمبه یا دریا هم ویل کیږي او له هغه دایروي تشکل څخه عبارت ده چې له پوست او دایروي لرګي څخه جوړه شوې وي، غږ یې ډول ته ورته او ښځې یې د واده د خوښیو پر مهال وهي او اتڼ، ګډا یا نڅا ورته کوي.
دسمال: دسمال یا ریمال په یو یا یو نیم متر رنګین رخت باندې په ګوتو جوړیږي او د ستنې په شان ځینې ځونډي او شملې ورپور بندیږي او د شیریني خورۍ پر مهال د نجلۍ له لوري د هلک لوري ته ورکول کیږي. ځینې کورنۍ بیا د دسمال په هر کونج باندې ښکلي ځونډي بندوي او یوه وړ ستن یې هم په منځکې ټینګوي. کیدای شي چې د دسمال د وړلو پر مهال زوم د خسرخیلو کره د چغل بازیو په موخه پریښودل شي.
دعا: له هغه مجلس څخه عبارت دی چې په لومړي ځل د ځوان هلک او ځوانې نجلۍ د کورنیو د سرپرستانو له خوا جوړیږي او په همدې مجلس کې د دوی دواړو د نکاح لومړي مراسم تړل کیږي او دواړې کورنۍ په خپل منځي دوستۍ، خپلوۍ، خیښۍ یا ښادۍ هوکړه او دعا کوي.
دڼۍ: د هغو مخصوصو زري کاغذونو څخه عبارت دي چې شاه یې مخصوص سریښ لري او د ناویدود په شپه یې د ناوې د ټنډې په ښي او چپ لوري د ښکلا په موخه ږدي.
ډم: د کلي نایي، خلیفه او یا هغه خدمتګار ته ډم ویل کیږي چې د سر کلولو سربیره د ښې او بدې پیښې پر مهال د خلکو د خبرولو، ډول وهلو، په آس باندې د ناوې د وړلو، غاښ ویستلو، د هلکانو د سنتولو او داسې نورو چارو دنده یې پر غاړه وي. کلي یې د ځانګړې غلې دانې او یا کلني قیمت په مقابل کې نیسي او خپلې اړوندې چارې پرې اجرا کوي.
ډول: ډول له داسې یوه جوړښت څخه عبارت دی چې د لویې وني د لرګي منځ یې ویستلی وي او دواړو خواوو سرونو ته یې پوست یا چرم پوښلی او په بندونو یې تړلی وي. ډول اوږد بند لري، ډول وهونکی یې په غاړه کې اچوي او د نریو لښتو په وسیله یې په خاص مهارت سره وهي او اتڼ چیان د خوښۍ پر مهال اتڼ ورته کوي او خپلې څڼې ورته غورځوي. ډول نه یواځې په دودونو بلکي د چیغې، حشر، خبردارۍ او ځینو نورو مناسبتونو پر مهال هم په کلیوالي سیمو وهل کیږي.
ډولۍ: له لرګیو څخه وړو جوړو شویو غرفو ته ډولۍ وايي چې د ناوې د وړلو په موخه جوړیږي او په رنګارنګ ټوټو پوښل شوې وي. د ډولیو د غرفو په یوه خوا کې ناوې او په بله خوا کې کوتغو یا د ناوې کومه خپلوانه ورسره ناسته وي او ځینې خلک ډولیو ته کجاوې هم وايي.
روغه جوړه: هغې پریکړې، توافق یا پخلاینې ته ویل کیږي چې دوې کورنۍ د مشکل د حل په موخه ورته رسیږي چې کیدای شي دغه کار د چا له مداخلې پرته او یا هم د دریم ګړي په منځګړیتوب اجرا شي.
رویبار: هغه شخص ته ویل کیږي چې د هلک او نجلۍ تر منځ د کوزدې، خیښۍ یا دوستۍ په موخه د نجلۍ کورنۍ ته ورځي چې جمع ته یې رویباران او دغه عمل ته رویباري ویل کیږي.
زوم: له هغه شخص څخه عبارت دی چې کوزده یې ورته کړې وي، د ستنې یا دسمال وروسته خپل کور ته د خپلې ناوې تر وړلو پورې د زوم لقب پرې پورې کیږي.
ښاري واده: له هغه واده څخه عبارت دي چې د ښار په کورونو کې جوړیږي، رواجونه، ولور او ستړیا یې د کلیو د ودونو په نسبت لږ وي.
سپینې پایڅې: د ښځې د پیغلتوب جامو او په ځانګړې توګه پرتوږ ته سپینې جامې وایي چې پخوا به یې ځانګړې نښې درلودې.
ستن: له هغه مثلث ډوله جوړښت څخه عبارت دی چې د یوې برابرې او څو وړو آیینو، ځونډیو، شملو او یوې کلکې کاغذي تختې په ترکیب جوړه شوې وي او د شیریني خورۍ پر مهال د نجلۍ د کورنۍ له خوا د هلک کورنۍ ته ورکول کیږي او په ځانګړو مراسمو وړل کیږي. باید وویل شي چې د ستنې د وړلو پر مهال زوم د خسر کورته نه پریښودل کیږي.
ستوری: د ناوې او زوم د دریدو وروسته د دوی کښیناستلو پر مهال د ستوري د پورته کیدو مراسم اجرا کیږي چې ګواکي هر یو لومړی کښیناست نو ددې بل ستوری پرې پورته دی. یا هم کله چې ناوې د خپل خاوند کره یوړل شي نو تر هغه ورته د کښیناستلو نه ویل کیږي څو چې په خونه کې ټول موجود کسان ناست نه وي څو ستوری یې پر ټولو پورته وي.
سرواره: ناوې چې کله واده شي نو د خورلڼې نوم غوره کړي او له واده څخه وروسته د پلار کور ته په لومړي ځل د خورلڼې راوستلو ته د سرواره راوستل ویل کیږي.
سرې پایڅې: د ښځې د ناویدود جامو او په ځانګړې توګه د هغې پرتوږ ته سرې پایڅې ویل کیږي چې سور یا الواني رنګ لري، په ځانګړي مهارت او د خاصو ځانګړتیاوو په ترکیب ګڼدل کیږي او ناوې یې د ناویدود پر مهال آغوندي.
ښمینه: د ناوې خور د زوم لپاره ښمینه یا خوښینه بلل کیږي چې د خور حیثیت غوره کوي.
سندره: سندره، بدله یا د اتڼ سروکی له هغو منظومو کلیماتو څخه عبارت دي چې په مختلفو ترکیبونو د نارینه او ښځینه شاعرانو له خوا جوړیږي، د دریاوو، ډولونو او د ساز د نورو آلاتو سره په انفرادي یا ګروپي شکل د ترنم سره یو ځای اجرا کیږي.
ښوروا: له هغې مخصوصې یخني ښورا څخه عبارت ده چې د طوی پر مهال د غوایه، خوسي یا پسه د غوښې څخه د پسه د پاخه شوي لم په ترکیب برابریږي او په کوچنیو دوه نفري کاسو کې د خوراک لپاره د پینډو مخې ته ایښودل کیږي.
شال: د ناوې مخصوص، رنګین او د اصیل رخت پوړني ته شال ویل کیږي چې د ناویدود په ورځ او د خوښیو په مناسبتونو یې ښځې په سر کوي.
شاه بالا: له هغه نوي ځوان یا د ځوانانو له مجموعي څخه عبارت دی چې له زوم سره د ناستې او واده پر مهال د خسرخیلو کلي ته ځي، له زوم څخه د وارخطایۍ د احساس د راکمولو هڅه کوي او زوم تر هغه پورې د اطمینان او ډاډ په موخه یوازې نه پریږدي څو چې د واده د ځانګړو مراسمو د اجرا لپاره د د ښځو منځته نه وي ورغلی.
شاهدان: له هغو دوو کسانو څخه عبارت دي چې د نکاح د مجلس پر مهال د نکاح د پلار د انتخاب په موخه ناوې ته د شهادت یا ګواهي لپاره لیږل کیږي او مفرد ته یې شاهد یا ګواه ویل کیږي.
شخشولې: د رنګین، ښکلي او اصیل رخت داسې نریو ټوټو ته ویل کیږي چې د ناوې په بوټونو کې بندې او د پلار له کوره د خپل خاوند کور ته د ناوې د بوټونو پر مخ پرتې وي او یوازې د ناویدود په ورځ ورڅخه استفاده کیږي.
شریني خوري: دغه لفظ په وردګو کې ډیر عام نه دی خو له کوزدې څخه وروسته د ځانګړو مراسمو په ترځ کې د ستنې یا ناستې پر مهال د نجلۍ له کوره ستنې یا دسمال وړلو ته ویل کیږي.
شمع: له هغه چراغ څخه عبارت دی چې له موم څخه جوړ شوی وي، په منځکې یې یوه پلته وودلې وي او د پلتې سر ته اور ورته کیږي او د ناوې د جوړیدو او داسې نورو مناسبتونو د ځانګړې رڼا په موخه کار ترې اخیستل کیږي.
صدره یا ښه شپه: د هجري قمري کال د برات د میاشتې پنځلسمې نیټې ته ښه شپه یا صدره ویل کیږي او په دې شپه د کلي ناوې او پيغلې ښځې سره غونډیږي او یوه پيغله د همدې شپې د ناوې په توګه انتخابوي او فالونه پرې اچوي. همدارنګه له لوی اختر او کوچني اختر څخه درې ورځې د مخې ته هم زموږ په ټولنه کې ښه شپه ویل کیږي.
طوی: له هغې غرمنۍ یا ماښامنۍ میلمستیا څخه عبارت ده چې د واده په ورځ یې د هلک او نجلۍ کورنۍ پخپلو کورونو کې تیاروي، په خپلو خپلوانو، دوستانو، خورلڼو، آشنایانو، میلمنو ورا او واده ته په راغلیو کسانو یې خوري. د طوی میلمستیا د وردګو په کلیوالي سیمو کې غالبا یخني ښورا له غوښې سره یو ځای خپلو میلمنو ته ورکول کیږي.
غم او ښادي: د انسانانو د ژوند ښو او بدو پيښو ته غم او ښادي یا مړ او ژوندی ویل کیږي. د غم او ښادي پر مهال خپلوان کوښښ کوي چې د دې ډول پیښو د پیښیدو په صورت کې د خپلوانو په کور کې خپل حضور یقیني کړي بلکي په دواړو صورتونو کې د پیښو پر مهال د نږدې خپلوانو حضور واجبي ګڼل کیږي او کله چې د خپلوانو تر منځ اړیکې ترینګلي کیږي نو د یو بل د غم او ښادۍ مجلسونو ته نه ورځي او خلک یې په هکله داسې تبصره کوي چې د پلانکي او پلانکي تر منځ مړی او ژوندی پرچاو شوی یا قطع شوی دی.
فیصله: له هغې پریکړې څخه عبارت ده چې د دوو کورنیو د حل د مشکل لپاره یې جرګه، مرکه یا محکمه او قضایي ارګان یې له شهادت، مدارکو او ژورو څیړنو وروسته دواړو اړخونو ته اوروي چې په کلیوالي اصطلاحاتو کې تیږه ایښودل یا حد معلومول هم ورته ویل کیږي.
قبول ایجاب: د نکاح له هغو مراسمو څخه عبارت دی چې د شیریني خورۍ، ناستې، یا دسمال د مجلس پر مهال د ناوې او زوم د ولیانو او سرپرستانو تر منځ صورت مومي چې زما په خیال د دعا له نکاح څخه وروسته د نکاح دویم مجلس ګڼل کیږي.
ګل: له هغې نښې څخه عبارت دی چې د یوه دسمال، ګل، ځونډي او داسې نورو اشکالو په شکل د دعا پر مهال رویبارانو ته ورکول کیږي چې نښه، مالګه یا ځونډۍ هم ورته ویل کیږي.
کتنه: کتنې ته کتل هم ویل کیږي او له هغې هڅې څخه عبارت ده چې د کورنۍ ښځینه غړي یې خپل زوی، ورور او یا لیوره ته د غوره صفاتو وړ ښځې د پیدا کولو، کوزده کولو او واده کولو په موخه تر سره کوي.
کلیوالي واده: له هغه واده څخه عبارت دی چې زموږ د ټولنې په کلیوالي سیمو کې جوړیږي چې د واده د رواجونو زیاته برخه په کلیوالي ودونو پورې تړاو لري.
کوتغو: هغې تجربه لرونکې ښځې ته ویل کیږي چې د پلار له کوره د زوم کور ته د ناویدود پر مهال له ناوې سره ځي او دنده یې د دې مهم سفر په لړ کې له ناوې سره ملتیا، د ناوې ښکارول، له ناوې څخه د نابلدۍ او وارخطایۍ احساس لرې کول، د ناوې د مخ دیدني غونډول، د خپل نوي کور له غړو، چاپيریال او خاوند سره د ناوې آشنا کول او په نوي کور کې د هغې بلدول وي. د کوتغو په توګه داسې ښځه یا ښځې تعین کیږي چې واده شوې وي، په اړوندو چارو کې تجربه و لري او د ناوې له ډیرو نږدې خپلوانو څخه وي او کوتغو ته خیښه هم ویل کیږي.
کوتغو: هغې ښځې ته وايي چې د پلار له کوره د زوم تر کوره ناوې د وړلو پر مهال بدرګه کوي چې کیدای شي د ناوې مور، مشره خور، ترور، کاکاناوې، مامۍ یا توړۍ او داسې نورې وي چې خیښه هم ورته ویل کیږي. د کوتغو مهمه دنده دا ده چې تر هغه پورې په خپل نوي کور کې د ناوې سره مرسته وکړي څو چې د خپل خاوند او د همدې کور له غړو سره لومړنۍ پیژندنه حاصله او د نوي کور په چارو کې بلدتیا حاصله کړي چې دا کار کیدای شي له ناویدود وروسته څو ورځې و نیسي او کوتغو د ناوې سره په خپل نوي کور کې پاتې شي.
کونډه: هغې ښځې ته ویل کیږي میړه یا خاوند یې مړ شوی وي، د عدت موده یې تیره او د متوفی میړه څخه یې حمل زیږولی د نفاس موده یا څلویښتي یې تیره شوې وي.
لوټ: د لوټ جمعې ته لوټونه ویل کیږي او له هغو کاغذي نغدو کاغذي پيسو یا کرنیسو څخه عبارت دي چې د ولور په شکل یې د هلک کورنۍ د نجلۍ د کورنۍ سرپرست ته ورکوي. د غوایه له کودتا وروسته د افغانیو د ارزښت د راټیټیدو او د پاکستان د لاسوهنې په پایله کې په ډیرو ولایتونو کې د افغانۍ سره یو ځای د کلدارې د لوټ استعمال هم ډیر شوی او په دې وروستیو لسو کلونو کې خو ډالر هم ډیر استعمالیږي او ډیر خلک د ایران کرنسي تومن هم له ځان سره ساتي.
لیور: د ناوې د میړه یا خاوند ورور ته لیور ویل کیږي چې ناوې د لالا او داسې نور نومونه پرې ږدي.
مبارکي: له هغې مرحلې څخه عبارت ده چې کله یو کور خیښي وکړي او نور دوستان یې کور ته راځي د مبارک مو شه، خدای دې بختوره کړي او یا خدای دې نیکمرغه کړي په الفاظو سره دغه ښادي ورته مبارکوي او په دې خوښۍ کې د ګډون او د دوستانو د خوشحاله کولو په موخه هوايي ډزې ورته کوي.
مبایل چغل بازي: د مبایل تیلفون له لارې له خپلې میرمنې سره خبرو کولو ته مبایل چغلبازۍ ویل کیږي چې په هیواد کې د مبایل تیلفون د رواج کیدو سره سم په دې وروستیو کې رواج شوې دي.
محکمه: له هغه حاکم ارګان څخه عبارت ده چې د واده په شمول د یوې ټولنې د ټولنیزو ستونزو د حل په موخه جوړه شوې وې، د فیصلې یا حکم د اصدار واک و لري، تر شا یې اجرايي ځواک موجود وي او د ټولنې وګړي د خپلو ټولنیزو ستونزو د حل په موخه مراجعه ورته کوي.
مخ دیدني: له هغه نغدي مبلغ څخه عبارت دی چې د ډالۍ په توګه یې ښځې د ناوې د لیدلو وروسته ناوې ته ورکوي. همدارنګه د ناوې د خاوند یو شمیر خپلوان نارینه هم پرته له دې چې د ناوې مخ و و ګوري ناوې ته مخ دیدني ورکوي او د دې خبرې مانا دا ده چې نامحرم نارینه د ناوې مخ نه شي لیدلی خو کیدای شي یو مبلغ ناوې ته د مخ دیدني تر نامه لاندې د ډالۍ په توګه ورکړي.
مکنه: له هغه سپین رنګي رخت څخه عبارت دی چې اندازه تقریبا د یو متر په اندازه وي او د ناویدود په ورځ د ناوې له شال څخه د لاندې د ناوي په ټنډه اچول کیږي.
ملک: ملک عربي کلیمه ده چې لغوي مانا یې پاچا ده او د کلي د هغه مشر څخه عبارت دی چې پخوا به په انتخابي یا انتصابي ډول ټاکل کیده او د خپل کلي د اوسیدونکو، نورو کلیو، قومي متنفذینو او حکومت تر منځ به یې د یوه رابط په توګه دنده سر ته رسوله او د خپل ولس د ستونزو په حل په چارو کې به یې مرکزي نقش لوباوه. د دې خبرې یادونه ضروري ده چې د کلي مخورو سپین ږیري، هوښيارو مشران، دیني پوهان او خانان به هم په ځینو حالاتو کې د ملک دنده سر ته رسوي. د ۱۳۵۷ کال د غوایه د کودتا څخه وروسته په تدریجي توګه د کلي د ملک، دیني عالم، قومي مشر او خان اغیزې ته په نه جبران کیدونکي ډول زیان رسیدلی دی او زموږ ټولنه په دې هکله د یوه نا معلوم برخلیک په لوري روانه ده.
میړه: د ناوې د ژوند شریک یا خاوند ته میړه هم ویل کیږي چې ناوې یې بیا وروسته دی، سړی یا د پلانکي پلار بولي او یا هم که ډیر سره بلد شي او په میړه بده نه لګیږي نو د نازه یې خپل نوم ورته اخلي.
میړوښه: له هغې ښځې څخه عبارت ده چې میړه یې ژوندی او د نوموړي د نکاح په عقد کې قرار و لري.
مین: په بل انسان باندې عاشق یا زړه بایللي شخص ته مین ویل کیږي چې مونث یې مینه ده. مین یا مینه له هغه شخص څخه عبارت دی چې یو انسان یې د ښکاره او معنوي ښکلاوو یا نیکو اخلاقو او سلوک له کبله د خپل ژوند د ملګري په توګه خوښ شوی وي او د هغه د مینې په لومو کې نښتی وي. باید وویل شي چې دغه راز مینه چې د یوه نارینه او ښځینه تر منځ د کوزدې او واده تر مخه په پټه توګه موجوده وي او غواړي چې د شرعي نکاح له لارې واده وکړي کله کله بریالۍ شي او دواړه خپلې موخې ته ورسیږي، خو کله خطرناک شکل غوره کړي او کله هم د ژوند تر پایه نیمګړې پاتې شي او نجلۍ بل چا ته واده شي.
میوه: د نقلو، پتاسو، ناخودو، توتو، مویزو او داسې نورو څیزونو ترکیب ته ویل کیږي د مخکیني توافق له مخې یې د ۸ څخه تر ۲۰ منو پورې وي او د خوړې او واده د پوښ سره یو ځای د ناوې کورته وړل کیږي او له څیرې سره یو ځای د کلې د یوې هوښیارې او مشرې ښځې په وسیله د اړوند کلي ټولو ښځینه وو ته ویشل کیږي. خو له دې سره سره یې زیاته اندازه بیا هم د نجلۍ پلار ته پاتې کیږي او کیدای شي هغوی د ډیر وخت لپاره ترې استفاده وکړي. دغه ډول میوې ته وچه میوه هم ویل کیږي.
ناسته: ناسته د شیریني خورۍ له هغې مرحلې څخه عبارت ده چې د نجلۍ د کورنۍ د هلک کورنۍ ته دسمال ورکوي، زوم ته د خپل خسر کره د تګ رسمي اجازه حاصلیږي.
ناغه: د ناغې مانا مخنیوی دی او په کلیوالي سیمو کې د ستنې له قانون څخه د سرغړونې او له رسمي اجازې پرته د خپلو خسرخیلو کره د زوم د تللو، په هغه باندې د کلي د خلکو او ځوانانو د خبریدلو پر مهال د زوم نیولو، جریمه کولو او هغې خفیفې اجازې ته ویل کیږي چې د میلمستیا، ناستې او یا نغدي جزا شکل لري.
ناوې: له هغې ښځې څخه عبارت ده چې کوزده شوې وي، د واده وخت یې را ورسیږي، د خپل خاوند کور ته د ځانګړو مراسمو په ترځ کې په داسې توګه وړل کیږي چې ډول ډول سینګار پرې شوی وي او ځانګړې جامې یې په تن وي.
ندرور: د ناوې د ورور خور ته ندرور ویل کیږي چې ناوې شبو، شمله او یا داسې نور نومونه پرې ږدي.
نښه ویشتل: نښه له هغې تیږې او یا ورته څیز څخه عبارت ده چې د واده د راوړلو په ورځ یې د ورا له ډلې څخه غوره نښه ویشتونکي، ټوپکوال او ځوانان د ټوپکو په ډزو د خوښۍ او مهارت څرګندولو په موخه ولي. خو له دې سره سره د پوښ وړلو، ناوې سپرولو او ښکته کولو پر مهال ګڼې هوايي ډزې هم کیږي چې موخه یې خوښي یا ښادنامې وي.
نغری: نغری له هغه محل څخه عبارت دی چې د چای او ډوډۍ پخولو په موخه اور پکې بلیږي خو د واده په چارو کې هغه نغري یا تندور ته ویل کیږي چې ناوې یې د خاوند کور ته د رسیدلو سره سم د لاس په وسیله ښکلوي. همدارنګه نغری ایښودل له هغه رواج څخه عبارت دی چې له یو کلي څخه بل کلي ته د ناوې د وړلو پر مهال د کوچنیانو او ځوانانو له لوري د ناوې د تیریدو په لاره کې ایښودل کیږي او د پیښې له خاوندانو څخه نغدې پیسې یا ډالۍ غواړي.
نګښی: په تندي باندې په دوه برخو د ناوې د زلفو یا ویښتانو بیلولو ته نګښی ویل کیږي چې غالباً د ناویدود په شپه صورت مومي او د پیغلتوب له مرحلې څخه د ناویدود مرحلې ته د ښځې د انتقال نښه ګڼل کیږي.
نکاح: د اسلامي شریعت له مخې په خپله خوښه د ځوان نارینه او ځوانې ښځې د ګډ ژوند پیل کولو ته نکاح ویل کیږي چې د دواړو د کورنیو د ولیانو او شاهدانو په حضور کې په شرعي توګه تړل کیږي.
نکریزي: له هغه بوټي څخه عبارت دي چې لاسونو ته سور رنګ ورکوي، په بازارونو کې لواړې او میده پیدا کیږي او یا هم په داسې قوتیو کې ځای پر ځای شوې وي چې د وګړو د هڅونې او ښه مارکیټ لپاره د ځوانو نجونو او رنګه لاسونو انځورونه پرې کښلي وي. له نکریزو څخه د ودونو، اخترونو پر مهال د لاسونو او پښو د سره کولو او د کار پر مهال د لاسونو د پوست د ښه استقامت لپاره ګټه ترې اخیستل کیږي چې د ښځو او ماشومانو او کله کله د لویانو له خوا هم استعمالیږي. د ودونو پر مهال له ډول ډول نقشونو سره یو ځای په نکریزو ښځې او ماشومان لاسونه پرې سره کوي او پر لاسونو سربیره د ناوې پښې هم سرې کوي. دغه بوټی د هند په لویه وچه کې په زیاته پیمانه پیدا کیږي او د مصرف ځای یې هم نسبت نورې نړۍ ته په هند، پاکستان، بنګله دیش او د جنوبي آسیا په نورو ملکونو کې زیات دی او په همدې هیوادونو کې سپین ږیري ملایان خپلې ږیرې هم په نکریزو سرې کوي. د نکریزو لفظ د لیکوالانو او شاعرانو له لوري په خپلو نثري او شعري لیکنو کې هم د خپل کلام د خوږوالي او مینې سره یو ځای استعمالیږي.
ننواتې: ننواتې له هغه عذر او بخښنې غوښتلو څخه عبارت ده چې د زوم کورنۍ یې له ټاکلو شرایطو او حدودو څخه د سرغړونې په صورت کې د نجلۍ د کورنۍ مشرانو ته کوي. کیدای شي د ننواتې په ځینو حالاتو کې معذرت غوښتونکی اړخ یو پسه هم له ځان سره بوزي او د خپل خیښ په دروازه کې یې د نوموړي دوازې ته د درناوي په موخه ذبح یا حلال کړي یا دا چې نغدي جریمه یې منلې وي او زیانمن اړخ ته یې تقدیم کړي.
هوايي ډزې: د ټوپک له هغو هوايی ډزو څخه عبارت دي چې د وردګو په زیاتره کلیوالي سیمو کې د هغې په وسیله د خوښۍ اعلان کیږي او یا یې د هغې کورنۍ خپلوان د خوشحالۍ د شریکولو په موخه کوي چې مبارکۍ ته راغلي وي.
هوټلي واده: هغه واده ته ویل کیږي چې د ښارونو د هوټلي ودونو په صالونونو کې جوړیږي او ځانګړی عصري سیستم لري.
ورا: ورا ته ورایځه هم ویل کیږي او د هلک د کورنۍ د نارینه او ښځینه وو هغې ډلې یو ټولي ته ویل کیږي چې د ځانګړو مراسمو او خوښیو په ترځ د نجلۍ کلي ته د واده څخه یوه ورځ د مخه او یا د واده په ورځ ځي او دنده یې د زوم کور ته د ناوې راوړل یا له هغه سره بدرګه ده.
ولور: د واده یا نکاح په ترځ د ښځې د شرعي مهر پښتو نوم ولور دی چې له نغدو پیسو څخه عبارت دی او اوس مهال د وردګو په ټولنه کې دومره لوړ شوی چې په تاریخ کې ساری نه لري. ځینې وګړي د یوې حیلې په توګه ولور له مهر څخه جلا ګڼي او ولور د خرڅې شوې خور یا لور قیمت ګڼي په داسې حال کې چې اصلي خبره داسې نه ده بلکي ولور د نجلۍ مهر دی چې د خپل نفس په بدل کې یې له خاوند څخه د اخیستلو حق لري او اصلي مالکه یې هغه نجلۍ ده چې واده کیږي خو له بده مرغه چې زموږ په ټولنه کې ولور د واده شوې ښځې د پلار، ورور او یا د کورنۍ د سرپرست جیب ته لویږي او د نکاح په شپه چې کوم خیالي، غیر موجود او درواغجن مهر د یوې حیلې په توګه ورته ټاکي هیڅکله ناوې ته نه ورکړل شوی، نه موجودیت لري او نه یې خاوند خپلې میرمنې ته په ورکولو مکلف ګڼل کیږي ځکه چې د ښځې ریښتنی مهر یې د ولور په نامه د خپلې میرمنې د کورنۍ نارینه سرپرست ته سپارلی وي.
یور: د ناوې د خاوند د ورور ښځې ته یور ویل کیږي، که چیرې شریک ژوند و لري، د نوې ناوې اولادونه پیدا شي نو له یو څه وخت وروسته یې کیدای شي تر منځ اړیکې ترینګلې شي.