کور / تازه خبرونه / پولیس په غزني کې د دوو طالبانو د وژلو ادعا کوي.

پولیس په غزني کې د دوو طالبانو د وژلو ادعا کوي.

دافغانستان د کورنیو چارو وزارت له لوري لر او بر ویبپاڼې ته په راغلې خبرپاڼه کې خبر ورکړل شوی چې پولیسو د غبرګولي په یوویشتمه نېټه د غزني ولایت د زنه خیلو په سیمه کې دوه وسلوال طالبان دیوه کمین په تر څ کې وژلي، خبرپاڼې دا هم ویلي چې پولیسو ته کوم زیان ندی رسیدلی.
د خبرپاڼې په لیکنه پولیسو دا ډول د هلمند د ګریشک په ولسوالۍ کې هغه دری تنه ژغورلي چې تیر ماذدیګر یرغمل نیونکو یرغمل کړي وو، دوی دا هم وايي چې له دریو تښتونکو یو یې هم نیولی.