کور / تازه خبرونه / بریطانوي شهزاده په هلمند کې انګلیسي سرتیري ولیدل.

بریطانوي شهزاده په هلمند کې انګلیسي سرتیري ولیدل.

دبريطانوي شاهي کورنۍ یو شاه ځوی اندریو دشنبې په ورځ د یو دوه ورځني سفر په ترڅ کې دافغانستان د هلمند ولایت ته تللی او هلته یې له انګلیسي سرتیرو سره لیدلي، دشنبې په ورځ شاه ځوی اندریو چې کورنی لقب یې ډک اوف یارک ورکړل شوی په لښکرګاه کې د پي ار ټي له مشرانو سره لیدلي او د بیارغونې د پروژو په سر یې ورسره خبري کړي، دا ډول نوموړي دیکشنبې په ورځ په ګریشک د چټکو پوځیانو له قومندې سره هم لیدلي.
نوموړي پداسې حال کې افغانستان ته سفر کړی چې د بريطانوي سرتیرو د وژل کیدو شمیره سلو ته ورسیده وروستي دری سرتیري یې په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شول.