کور / تازه خبرونه / کورنیو چارو وزارت دعبدالصمد روحاني شهادت دطالبانو کار بللی.

کورنیو چارو وزارت دعبدالصمد روحاني شهادت دطالبانو کار بللی.

دافغانستان دکورنیو چارو وزارت ادعا کوي چې د ارواښاد عبدالصمد روحاني شهیدول د وسلوالو طالبانو کار دی، د کورنیو چارو وزارت له لوري لر او بر ویبپاڼې ته په راغلې خبرپاڼه کې لیکل شوي چې دغه وزارت د ارواښاد عبدالصمد روحاني د وژل کیدو په اړه په پلټنو پیل کړې او ددی اوونۍ تر پایه به یې پایلې اعلان کړي ، خو دکورنیو چارو وزارت په نیغه توګه د عبدالصمد روحاني وژل کیدل د طالبانو کار بللی دوی وايي چې څه موده وړاندې د ملا عبدالصمد په نامه د طالبانو یوه سیمیز طالب ارواښاد ته دمرګ ګواښ کړی وو خبرپاڼه کاږي چې ارواښاد داسې یو خبر د بي بي سي له لاری خپور کړی وو چې دغه طالب قومندان پری خفه شوی ، کورنیو چارو وزارت وايي چې ارواښاد روحاني له چا سره دښمني نه لرله، تښتونه دپیسو په بدل کې نه ده شوی، ډیره دقیقه او لا له وړاندې جوړه شوی پیښه وه ، نښې داسې ښيي چې قوي استخباراتي کړۍ لاس درلود، خو کورنیو چارو وزارت داهم وايي چې دوی ته د حیرانۍ خبره داده چې طالبانو یې مسولیت په غاړه ندی اخیستی.
دوی وايي چې دا کار په خپله دطالبانو نوي تکتیک په ګوته کوي، دوی وايي چې طالبان کار کوي او پړه یې بیا نه مني.
کورنیو چارو وزارت وايي چې طالبانو غوښتل د ارواښاد عبدالصمد روحاني په شهیدولو په خبریالانو زور واچوي.
بل لورته دطالبانو ویاند قاري یوسف احمدي څو ځلې د ارواښاد عبدالصمد روحاني وژنه ددی کار ندی بللي ويلي یې دي چې له عبدالصمد روحاني سره یې هیڅ ډول ستونزه نه لرله، قاري یوسف دا هم ویلي چې دوی دا پيښه غندي هم.
لا تراوسه هیڅ باور نه شي کیدای چې دریم ځواک څوک دی چې د ارواښاد عبدالصمد روحاني په وژنه کې لاس لري.