کور / هراړخیز / د امنیتي تړون دژرلاسلیک پلويانو ته

د امنیتي تړون دژرلاسلیک پلويانو ته

ښاغلیو،
ایا تا سو د افغا ن ولس د ارادو څخه خبر یاست؟
ایا د افغانستان بحران به د تړون د لاسلیکیدو نه وروسته خاتمه پیدا كي؟ او که نه برعکس دا غمیزه به یوه اوږده موده روانه وی؟
دعام ولس او د حکومت تر مینځ به فاصلې ډیري نشي؟ ا ودا د دې معنی نه ده چی د ولس به نور بچیان هم دخپلواکي او ټولنیز عدالت لپاره هر اړخیزې مبارزې ته لاس کړي؟
تشدد، جنګ او جګړه به په بې سارې کچه زور ونه مومي؟
ځوان نسل به مود بې وزلي او بې انصافي له وجې په سخت عکس العمل لاس پورې نه کړي؟
د تړون له رامینځته کیدو نه وروسته به د افغانانوبچیان برابر حقوق ولري؟ او که نه حق به د ځینو لپاره محفوظ وي؟
ایا هغه بې باوري چې اوس مهال د افغان حکومت او د امریکا متحده ایالاتو تر مینځ شتون لري، ډیره نشي؟
ایا د افغانستان د عام ولس خواشیني، سردردي، غریبي او ما یوسي به د امنیتي تړون له رسمي کیدو نه وروسته کمه شي؟ او که نه ډیره؟
دا تړون به په لنډ مهال کښې یوې وړوکې، شتمنې او د غرب نازولې حلقې ته یو څه مادي ګټې ورسوي. خو په اوږد مهال کښې به ددوی په ضرر تمام نه شی؟ بې عزته او په میدان به پرینښول شي؟
ایا د تړون پرځای بل معقول بدیل نشته چې د افغانانو د نیکمرغۍ او سعادت سبب وګرځي؟
د بډای او غریب تر مینځ واټن چې په تیرو کلو کښې بی ساري کچي ته رسیدلی، ګمان کوی چې کم شي؟
له دې سره به د افغانستان ټولنه په ډیرو برخو کښي وده وکړي، او که نه شاته به ولاړه شي؟
ایا دا تړون به د تفریق، تبعیض او بد بختی باعث نه شي؟
کله مو هم په دې هکله سوچ کړی چه دا تړون خو به د افغانستان د تجزیې لپاره نه وي پلان شوی؟
او ایا په تجزیه کښې د افغانستان د ورونو قومونو د ګټو نه تاوانونه ډیر نه دي؟
د پورتنیو پوښتنو په اړوند د افغان ولس دریځ روښا نه دی، او هو د ارګ مسولین هم په دې ښه پوهیږي چې ولس یې ترینه څه توقع لري. دوی باید د مظلوم او دردیدلي ملت موقف خپل کړي او سولې ته دې لومړیتوب ورکړي ځکه چې په سوله کښې د ټولو افغانانو عزت خوندي دی.
که چیرته افغان چارواکي خپل ولس او خپلې خاورې ته وفادار وي، نو ولس دې خپل کړي او خاوره دې له ځانه سره وساتي.
خدای د وکړي، آمین!