کور / سياسي / آریانا، باختر، خراسان او افغانستان

آریانا، باختر، خراسان او افغانستان

د ډاکټر نجيب الله بارګزي ليکنه

زه په لنډه اواطمینان سره وایم چی آریانا، باختر، کابلستان، زابلستان او خراسان د دغی منطقی د اوسیدونکو میراث دی، یعنی د پښتنو، تاجیکانو، ازبکو، هزاره ګانو، ترکمنو، بلوڅانو، پشه یی او نوروستانیانو، قزاقو، قیرغیزو او ایماق او ګوجرو اونور میشته وروڼو قومونو میراث دی. افغان کلمه د پښتون مترادف نده بلکه د افغانستان د میشته وګړو تاریخی لقب او هویت دی او دا کوم قومی نوم ندی چی احمدشاه بابا پرافغانستان باندی ایښی دی بلکه دا یو جامع نوم وو چی د افغانستان د خلکو( مختلفو قبیلو) د هویت ښکارندویی کوله اود پیړیو په اوږدو کی د دغه سیمی د وګړو معرف وو، نو ځکه دغه نوم یی انتخاب کړ. که چیری د احمد شاه بابا موخه پرافغانستان باندی د خپل قوم او قبیلی نوم ایښودل وای، نو بیا کولای شوای چی بیله کوم مزاحمت او ډار د پښتونستان اویا پښتونخوا نوم ورباندی کښیږدی؟ که څه هم په نړی کی په لس هاو هیوادونه شته چی په قومی او توکمیزو نومونو سره یادیږی اومختلف توکومونه پکښی اوسیږی او هیڅ څوک هم ورباندی د اعتراض ګوته نه نیسی، د مثال په ډول چین ( چینایی)، روسیه ( روسی)، جرمنی( جرمن)، ترکیه ( ترکی)، هسپانیه ( هسپانوی)، منگولیا (منگولیایی)، جاّپان(جاپانی)، یونان( یونانی)، امریکا (امریکایی)، ایران ( آیرانی) او داسی په لس هاو نور ملکونه. د لا وضاحت لپاره زه دا لاندی نمونه تشریح کوم:
په ایران کی مختلف نژادونه ژوند کوی لکه کردان، بلوڅان، ترکان، آذریان، قزاقان او داسی نور، هریو د آیرانی = آریایی په نامه یادیږی که څه هم دوی آریایی نژاده ندی.
زه غواړم خپل بحث د ایران د نوم، د خراسان د تاریخچی او د افغان او افغانستان د نومونو په ریښی باندی معطوف کړم، بیا قضاوت تاسو ته پریږدم.
د اوسنی ایران عمر۸۰ کاله دی:
د میلاد څخه ۶۰۰ کاله مخکی تر ۱۳۱۴ه ش یا ۱۹۳۵م د اروپاییانو په مینځ کی د پرشیا چی هماغه د هخامنشیانو د دوری پارس دی، پیژندل سوی وه. په ۱۳۱۴ هش کی یعنی تقریبان۸۰ کاله مخکی د ملل متحد دلیګ د جوړیدو په درشل کی د رضا شاه پهلوی له خوا د یو رسمی لیک په ترڅ دا وغوښتل سو چی د ایران نوم د پارس په ځای ثبت کړی… د ده هدف دا وو چی غنی اولرغونی آریانا تاریخ چی د فارس یوه برخه هم پکښی شامله وه او دغه منطقه د ټولو ورڼو توکمو میراث وو غلا کړی او په ځان پوری وتړی.
پروفیسور محمد حسین یمین د افغانستان مشهوره څیرونکی او لیکوال د «هانری ماسه» له قوله د ایران د تاریخ او تمدن په هکله دغه مطلب تائیدوی:
«د ایران نوم اوسنی ایران لپاره یو ډیر نوی نوم دی، چی تقریبآ شپږو لسیزو را پدیخواپر پخوانی فارس باندی ایښودل شوی دی. هغه هم د ځانګړو ملحوضات پر بنسټ باندی، په دی معنا چی د آریانا ټول تاریخی او مدنی موارث، او دلرغونی ویاړونو څخه ډک کلتور په یوه کلمه د ایران لنډیږی. یعنی دغه د ایران نوم د پارس ( په لاتین کی پرشیا) پر ځای په لوی لاس ایښودل شوی دی. لکه څرنګه چی رضآ شاه د فارس د پهلوی نظام بنسټ ایښودونکی ( د ده په قول) چی لرغونی آریانا ته ډیره پاملرنه درلوده، اوقدرت ته په رسیدلو سم دلاسه دغه پلان یی عملی کړه او خپل د هیواد نوم یی چی په پارس مشهوره وو په ایران بدل کړ(افغانستان تاریخی ص ۲۱).
په لمړنیو ورځو کی د پارس دخلکو لپاره ډیره مشکله وه چی په یو ځلی خپل د ملک د پیړیو نوم (پارس) په یوه نوی او ناولده نوم ( ایران) بدل کړی، نو ځکه رضا شاه خلکو ته وویل چی تر لسو کلونو پوری په شخصی او رسمی مکاتباتو که دواړه نومونه استعمال کړی، پس له لسو کلونو د پارس نوم باالکل لری کړای شول او د ایران نوم دغه ملک ته ومنل شو
د دوی د تاریخ او کلتور دغلا لړی تر اوسه دوام لری. اوسنی مشکلات چی د فرهنګی یرغل ترنامه لاندی په افغانستان کی را منځ ته شوی دی د هغه سلسلی ادامه ده. پارس هیڅکله هم د تاریخ په اوږدو که د لرغونی آریانا مرکز نه وو، د لرغونی آریانا د ټولو تمدونونو اصلی مرکز اوسنی افغانستان دی.
د میر غلام محمد غبار د افغانستان در مسیر تاریخ په کتاب کی راغلی دی چی، آریانا د اوسنی افغانستان د لرغونی نوم دی او وایی چی د لوی آریانا د ۱۶ غټو ایالتونو څخه ۱۲ ایالت یی په اوسنی افغانستان کښی واقع شوی دی، لکه مارجیانا ( حوزه مرغاب)، بکتریانا( حوزه بلخ و بدخشان)، پاروپامیزاس ( حوزه کابل و بامیان)، درآنجیانا( حوزه سیستان)، اراکوزیا ( حوزۀ ارغنداب)، گردوزیا ( بلوچستان)، هری ( هرات)، درنکیانا ( زرنج یا نیمروز)، ستاکیدیا ( وردک، غزنی)، هریوتی ( دهراوت و ارغنداب) او داسی نور.
احمد علی کهزاد د افغانستان د مشهورو مورخینو څخه هم په دغه عقیده دی چی دغه آیریانا یا آریانا چی وروسته لږ تفاوت سره په پارس کی د ایران په نامه ومنل شو، مګر په پوره وضاحت سره لرغونی آریانا د اوسنی افغانستان په حدودو کی منل شوی دی.
د لرغونی یونان د دوری مشهور جغرافیادان استرابون چی د باختری یونان د نسکوریدو یو څه موده وروسته اوسیدل د اوسنی افغانستان جغرافیایی محدوده د آریانا په نامه یاد کړی دی او باختر ( بلخ) و سغد یی د آریانا حصه بللی دی.

یونانی څیرونکی او مؤرخ ایراتوس تنیس ( Erathostenes) د دریمی زیږدیزی پیړی په نیمایی که اوسیدل، د آریانا حدود یی تقریبا د اوسنی افغانستان سره مطابقت لری (کهزاد، افغانستان درشاهنامه، انتشارات بيهقي چاپ کابل، سال 1355، ص 174)

ځکه افغانستان دجیوپولیتیک موقعیت له کبله یو استثنایی سیاسی او اقتصادی ارزښت لری او د تاریخ په اوږدو کی د زبرځواکانو پاملرنه سبب هم بیله شکه د افغانستان دغه ښه موقعیت دی چی د منځنی او جنوبی آسیا په منځ کی د پل حیثیت لری او د اقتصادی پلوه د وريښمو لاره هم پر افغانستان تیریږی، خپل په لرغونی تاریخ کی د آریانا په حیث هم تقریبا دغه ځانګرتیا یی درلودل او د یونان، چین، بین النهرین او هند تمدنونه یی سره نښلول. آریانا د نړی د اوه غټو تمدنونو په جمله کی یو تمدن وو.

خراسان:
خراسان د آسیا د یوی لوی ټوټی نوم دی او یواځنی اداری واحد( هیواد) چی په تاریخ کی د خراسان په نامه یاد سوی دی هغه د احمدشاه بابا امپراتوری شروع ده چی ددی شی ښکارندوی دی چی خراسان نوم میراث هم د دغه منطقی ټولو اوسیدونکو ته ورځی او هیڅ څوک نور د نفاق د اچولو لپاره حق نلری چی د امتیاز په ځان پوری وتړی او اختلافات را منځ کړی. افغانان اختیار لری چی د خپل د ملک نوم افغانستان کړی و بس…
خراسان یوه غټه مځکه په بر کی نیسی چی د دامغان او شیندند څخه شروع کیږی او ختیڅ لورته تر بلخ او آمو پوری رسیږی، د سهیل د سیستان او غزنی د شمال او د شمال څخه تر بخارا پوری رسیږی. په پراخه مفهوم باندی ازبکستان او تاجکستان او دقزاقستان او قرغیزستان غټه حصه هم پکښی شاملیږی. په لنډ ډول باید ووایم چی تاریخی خراسان هغه ځمکه ده چی اوس په نبږدی لسو اداری واحدونو( هیوادونو) باندی ویشل کیږی چی هریو کولای شی ځان ته خراسان ووایی… سوال دلته دی چی دغه خلک ولی یواځی کوښښ کوی چی افغانستان په خراسان تبدیل کړی؟

آفغانستان او افغان:

د افغان د نوم په هکله دوه ټیکی د پام وړ دی،
یو چی د افغان نوم ډیر لرغونی او پخوانی دی چی په مختلفو قدیمی تاریخی اثرونو کی یی ذکر شوی دی، لکه الکامل ابن اثیر، بیهقی تاریخ، یمینی تاریخ او په حدود العالم کی راغلی دی، به ځانګړی توګه د ابن بطوطه په سفرنامه کی په کراتو ذکر سوی دی. دا په داسی حال کی دی چی په دغو منابعو کی د ایران هیڅ ذکر هم ندی سوی. د افغان نوم د اسلام څخه د مخه منابعو کی د اواګانه او آپاګانه په نامه ذکر سوی دی.
دویمه ټیکی داچی د افغان نوم چی اوس ډیر د پښتون سره به مترادف ډول استعمالیږی مګر دا نوم دوی ته ځانګړی ندی لکه څنګه چی میری لویس کلیفورد، نامتو افغانستان پیژندونکی خپل په یو کتاب کی ( سرزمین و مردم افغانستان) د اعرابو د مختلفو روایتونو څخه یی نتیجه ګیری کړی ده چی د اواګانه ( سوارکار نجیب) د عرابانو به نزد د دواړو تاجیکانو او پښتنو لپاره اطلاق کیدل. کلیفورد خپل د کتاب به یو بل ځای کی په یوه عمومی جمع بندی کی لیکی چی د افغان نوم د هندوکش د غرونو ټولو اوسیدونکو لپاره استعمالیدل.
اوس هغه پښتانه په هندوستان کی اوسیږی، سربیره پردی چی پښتانه هم دی مګر چی د اوسنی افغانستان د سیاسی حدودو څخه د باندی اوسیږی، ځانونه افغان نه بلکه پتهان یا پښتون بولی.
مرحوم عبدالحی حبیبی، افغان لیکوال او مؤرخ « افغانستان د نوم په هکله ویلای شو چی دا نوم کوم محدثی نوم ندی چی ستر احمدشاه ابدالی خلق کړی وی، بلکه څو پیړی یعنی ۷ سوه کاله مخکی کارول کیدل او مستعمل وو، موږ د سیفی هروی په تالیف کی « تاریخ هرات» ( تآلیف د 721 هجری په حدودو) کی وینو چی د افغانستان شرقی مځکی د سنده تر غاړو پوری افغانستان بولی. د دی څخه جوته کیږی چی په هغه وخت چی هرات د آل کرت پلازمینه وو او هیواد د غزنویانو او غوریانو د سیاسی وحدت دوری په ختمیدواو د چنګیزیانو د تجاوز له کبله د تجزیی خواته روان وو، د افغانستان نوم په هغه وخت کی هم مستعمل او رواج وو مګرد احمدشاه ابدالی د امپرواتوری په وسعت سره نه.

د ابن بطوطه سفر نامه دده دغه ادعا ثابتوی چی لیکی:

کله چی می کابل ته سفر وکړ ویمی لیدل چی دلته د عجمو یوه طائفه ژوند کوی چی افغانان نومیږی، کابل د پخوا څخه د افغانانو پایتخت وو( عربی متن ۴۰۶ مخ کابل ته سفر). دبلی خوا د ابو ریحان په کتاب التفهیم او الصیدنه کی د هندوکش غرونه د افغانستان او دچین ترمینځ لیکه تر زابل او بُست پوری یی د افغانانو غرونو په نامه یاد کړی دی، له دی کبله د کلیفورد په نظریه چی افغان نوم پر تاجیکانو او د هندوکش نور استوګنو قبیلو( هزاره او ایماق) ته اطلاقیدل کولای شی پوره اعتماد وسی( مهندس داود عطایی).
افغان نوم په دی ورستیو کی د وروڼو قومونو په مینځ کی د اختلاف اچولو په موخه د ځینی کړیو له خوا پر پشتنو باندی ایښودل شوی دی چی هیڅ تاریخی اساس او ارتباط سره نلری.

پښتانه ترجیحا ځانونه پښتانه بولی نه افغانان او که قرار پردی وای چی ستراحمدشاه بابا ابدالی قومی سلطه طلبی کول، ترجیحا باید د پښتونخوا نوم چی یی په شعرونو کی هم د وطن په وصف ذکرکړی دی او یا پښتونستان یی د افغانستان د نوم په ځای کارول، هیڅ څوک هم مزاحمت نشوای کولی. په همدی ډول د بعضو روایاتونو پر بنسټ د افغان (فغان ) کلمه دری یافارسی ریشه لری نه پښتو چی په صراحت سره ویلای سو چی د افرضیه نادرسته ده او افغان کلمه د افغانستان د ټولو قبیلو د مشترک هویت ښکارندوی دی او هر ډول لاس وهنه او مداخله په دی مسایلو کی صرف کولای سی یو شمیر خلک چی تر آوسه په دی هکله پوره معلومات نلری په موقت ډول خطا باسی او د قومی او ژبنی اختلافاتو سبب وګرځی… مګر هیڅکله حقایق نسی کتمانولای. دا ټول د افغانستان د دښمنانو دسیسی دی چی د افغانستان خرابو شرایطو څخه غواړی خپلی ناجایزی موخی ترلاسه کړی. بالاخره حق خپل اصلی ځای مومی او دښمنان به مو مخ توری پاته شی. انشآالله.

د بېنوا ويبپاڼي څخه په مننه