په صوابۍ کې پولیس وژل شوی دی

لراوبر ټکی کام ( خيبرپښتونخوا ) | دسمبر 13th, 2013


پېښور : دبي بي سي د خبر له مخې په صوابۍ کې د پولیو کارکوونکو پولیس وژل شوی دی د پاکستان دولتي راډیو په رپوټ کې ویل شوي، چې پېښه د صوابي سیمې په ټوپي روډ سیمه کې رامنځ ته شوې ده.رپوټ کې ویل شوي، چې پېښه هغه مهال رامنځ ته شوه، چې پولیس سرتېري ګوزڼ ضد واکسین فعالانو خوندیتوب لپاره د هغوی پر لور روان وو. صوابي سیمه کې له دې مخکې هم پر پولیو ضد واکسین فعالانو بریدونه شوي.تېر جون میاشت کې دغه سیمه کې پر پولیو ضد واکسین فعالانو برید وشو او دوه فعالان په کې ووژل شول.له دې خکې د صوابۍ په کلا سیمه کې نامعلومو کسانو پر پولیو ضد واکسین ښځینه فعالانو برید وکړ او د هغوی یو ساتونکی پولیس افسر یې وواژه.له تېر یوه کاله راهیسې پاکستان کې پر ګوزڼ ضد واکسین فعالانو وسلهوال بریدونه کېږي، چې له کبله يې د فعالانو خوندیتوب لپاره پولیس ګومارل کېږي.د نومبر وروستیو کې پېښور کې پر پولیو ضد واکسین فعالانو برید کې یو پولیس ووژل شو او یو بل ټپي شو. پاکستان کې پر پولیو ضد واکسین فعالانو بریدونو کې تر اوسه له شلو ډېر کسان وژل شوي دي، چې ډېری یې د فعالانو ساتونکي پولیس دي.

Copyright Larawbar 2007-2024