کور / هراړخیز / دراپور لیکولو معیاري جوړښت Report Writing Anatomy

دراپور لیکولو معیاري جوړښت Report Writing Anatomy

د (report) کلمه په مخلتفو علومو کښی راز-زاز معنی ګاني او ډلونه لري. موږ ئې دلته دمنېجمینټ له مخي داسي تعریفوو: دیو مشاهده سوي، اورېدل، اجرا او څېړل سوي فعالیت، کار، حالت یا پېښې په اړه تشریحي لیکل سوي سند ورکولو ته راپور ویل کیږي. یا ديوې پيښي یا حالت هغه تشریحي معلومات چي دڅېړني او پلټني له مخي راټول سوي وي، عبارت له راپورڅخه دي. راپورډېر ډولونه لري او په مختلفو علومو کښي په مختلف ډول لیکل کیږي.‎ لکه: دفروشاتو راپور، کلنی راپور، دحسابدهي(auditing) راپور، دعوایدو راپور، دمصارفو راپور، مالي راپور اوداسي نور. زه دلته دهر راپور پر جوړښت (structure) اوډولونه نه ږغېږم بلکي دراپور پر عمومي اناټومي(جوړښت او ساختمان) باندي خبري کوم.

دراپور لیکولوجوړښت یا اناټومي Report Structure/Anatomy: یو مسلکي راپور باید دغه لاندي برخي ولري:
• دراپور سرلیک پاڼه Title Page :دراپور سرلیک پاڼه باید د(څه شي) سوال ته جواب ووايي. دراپورسرلیک باید لنډ، معلوماتي، درست او اساسي نقطې پکښي نغښتي وي. کوښښ وکړئ چي په سرلیک کښي دمخففاتو څخه کار وانه خلئ. په دې برخه کښي دراپور دلیکلو ځای، نېټه او لیکوال نوم راځي.
• لیکلوالAuthor:راپور چا لیکلی دئ؟ دغه برخه دسرلیک پاڼي یوه برخه ده. دلته دراپور دلیکوونکي نوم ور واچوئ.
• خلاصهAbstract:کله چي ټول کار خلاص سو نو بیا دراپور خلاصه ولیکئ او په سر کښې ځای پر ځای کړئ. دلوړي سطحې منېجران ډېر مصروف دي، شاید دوی ستاسي ټول راپور ونه وايي خو خلاصه ئې حتماً وايي او باید وې ووايي. په دغه برخه کښي، دراپور دهري برخي خلاصه په یوې یا دوو جملو کښي بیان کړئ چي وکولای سئ ټول راپور دلته په ډېر لنډډول تشریح سي.
• کور ودانی:Acknowledgement په دغه برخه کښي له هغه چا څخ مننه وکړئ چي دراپور په لیکلو او یا دمعلوماتو په راټولو کښي ئې ستاسو سره کومک کړي وي.
• فهرستTable of Contents:يو واضح فهرست جوړ کړئ چي دلوستوونکو سره دمعلوماتو په پیداکولو او لووستلو کښي کومک وکړي.
• معرفت Introduction : اوس دراپور دلیکلواصلي برخه شروع کیږي. په معرفت کښي تاسو پر اصلي موضوع یا مسئله باندي وږغېږئ. دراپور پس منظر، مقاصد، محدودیتونه،فواید او نور داسي څه تشریح کړئ چي دلووستوونکو له پاره ګټور وي.
• بحثDiscussion :بحث دراپور اصلي برخه(main body of the report) ده. دغه برخه ډاټا او هغه ټول، بریاوي(findings) میتودولوژي، اړیکي او دارپور نتیجه رښانه، تحلیل او ارزیابي کوي. په دې برخه کښي زیات کوښښ وکړئ چي خپل مواد پر منطقي ترتیب سره برابر کړئ. واضح او څرګند الفاظ وکاروئ او روښانه مثالونه ورکړئ.
• پای: Conclusionپه دې برخه کښي نوی مسائل باید معرفي نه سي. دبحث پورته برخه په دغه برخه کښي پای ته ورسوئ چي څه شي مو پیدا کړل؟ اساسي ټکي څه ول؟ او څه باید په یاد وساتو.
• سپارښتRecommendation : تر (پای) وروسته نور ستاسو راپور خلاص دئ. ټول راپورونه دغه د (سپارښتني)برخه نه لري. کله چي تاسو دغه برخه په خپل راپور کښي راولئ، نو خپل منطقې نظریې، پیشنهادونه ورکړئ او هغه اقدام چي باید تر سره سي، هم دلته یاد کړئ.
• ماخذReference :دهغو منابعو څخه یادونه وکړئ چي تاسو دراپور په لیکلو کښي ورڅخه کاراخیتسئ دئ.
• ضمایم Appendices: اضافه، مربوط او حمایه کوونکي معلومات دراپور په پای کښي ضمیمه کړئ.
• مکتوبTransmittal document: کله چي راپورټول بشپړه سو، نو په سر کښې ئې یو مکتوب هم ورکول کیږي. دغه مکتوب دارپور یوه برخه نه ده مګر ورسره ملګری وي چي راپور په لووستوونکي پور مربوطوي او دراپور ویلوته ئې رابولي.
دراپورلیکلو سبک Style: راپور لیکل باید دلاندي سبک سره سم ولیکل سي.
• پاراګراف: هر پاراګراف باید یو نظر واضح کړي، یا یو نظر دیوه پاراګراف او یو پاراګراف دیوه نظر له پاره
• دپاراګراف لومړی جمله دپاراګراف اساسی نظریه(main idea) ده. نوري جملي ئې حمایه کوونکي جملې دي چي اساسي نظر تائيد او حمایه کوي.
• زمانه: دمجهول فعال څخه کار واخلئ. د (زه، موږ او تاI. We and you) ضمایر مه کاروئ. ددې جملې پر ځای (زه په دې باور یم چي…) شاید داسي ووایاست چي (ددې راپور لیکوال په دې بارو دئ چي…)
• ټول صفحې باید شماره ولري.
• ټولو سرلیکونو ته (بېله عمومي سرلیک) شمارې (numbering) ورکړئ.
• رسمي ژبه کار کړئ.
• دراپور لیکلو معیاري ساختمان(Structure) ته احترام ولرئ.
• دجملو ګرامر او هجا (Spelling) باید صحیح وي.
• دامکان ترحده دلنډو جملو څخه کار واخلئ.
• دبې ځایه مخففاتو څخه ډډه وکړئ یا مخففات او اکرانیمونو(acronym) باید په سر کښي تشریح کړئ.
• خپل لووستوونکي مو باید په نظر کښي نیولي وي.
• هغه څه مه تکراروئ چي لووستونکي ورباندي پوهیږي.
• دراپور لیکلو اساسي هدف باید دمعلوماتو وړاندي کول وي، نه دلووستوونکو سات ورتېرول(to entertain)
• فرعي عنوانونه هم باید دراپور لیکلو د اناټومي سره سم ورکول سي.
• خپل راپور دتصحیح له پاره یو وار بیا ولولئ. ددغه کار له پاره دنورو باروي کسانو څخه همکاري وغواړئ.
• په پای کښي وګورئ چي راپور مو دلیدلو او ویلو(visibility and readability) وړ دئ اوکه سمون ته اړتیا لري.