کور / تازه خبرونه / په افغانستان کښي ۴۸٪ کاري ځواک بشپړه بې کاره دئ

په افغانستان کښي ۴۸٪ کاري ځواک بشپړه بې کاره دئ

«زړه مي چوي! د کوزدې مي څو کاله کیږي خو د واده توان نه لرم. لیسانس هم یم، خو چي هرځای ولاړسم، راته وايي چي ته بې تجربې ئې، هر ډول کار چي راته پیدا سي، کوم ئې ځکه له ډېرو سختو اقتصادي ستونزو سره مخ یم. دزوی دشیدو پیسې هم نه لرم .زړه مي غواړي ځان ووژنم او یا هغه څوک چي ماته کار نه راکوي« دا او دې ته ورته هغه دردونه دي چي زموږ له ځوانانو څخه ئې یا مخامخ یا په تلیفون کښي اورم.
په افغانستان کښي تقریباً ۲۶ لویو د ولایتي بیا رغوني ټېمونو کار کاوه چي د امنیت ترڅنګ ئې د انکشاف او ښې حکومتدارۍ په برخو کښي ځانګړي مرستي کولې او ډېرو بې روزګاره وګړو ته ئې د کار زمینه برابره کړې وه. همدارنګه هغه پروژې چي د بیا رغوني د ټیمونو او نړۍ والو موسساتو له خوا تمویل کېدلې، په ټپه ودرېدلې او ډېری ځوانان ئې بې کاره کړل.
داقتصادي چارو کارپوهان وايي چي د انتقال امنیتي پروسه دسیاسي فشارونو له مخي په غیر مسوولانه ډول پر مخ ولاړل ځکه چي افغان امنیتي ارګانونه د دې لوی بار له پاره په هماغه ډول چي د شرایطو او تهدیدونو غوښتنه وه، اماده نه ول. دولایتي بیارغوني ټېم دتړل کېدو څخه وروسته یوازي په خوست کښي پنځه دېرش زره افغانانو خپلي دندي له لاسه ورکړې. په روزګان کښي هم خلګ د بې کارۍ له وجهي د سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګريوان دي.
د کارپوهانو په خبره دنا امنۍ، دکورني خشونت، دغلا اواجتماعي جرایمو يو علت بې کاري ده.
د ارزوني د مستقل ګروپ (IEG) د ریپورټ مطابق د بې کاري کچه په ۲۰۰۴ کښي له ۳.۷ سلني څخه په ۲۰۱۲ کښي ۱۵ سلنې ته لوړه سوه مګر دتازه او دقیقو معلوماتو له مخي د افغانستان ۴۰٪ وګړي بې کاره دي که څه هم هیواد له طبیعې زېرمو څخه ډک دئ خو افغان حکومت په دوولسو کلنو کښي ونه توانېدئ چي استخراج ئې کړي.
دطلوع نیوز له مخي دافغانستان داقتصاد وزیر عبدالهادي ارغندیوال وايی چي دافغانستان ۴۸٪ کاري ځواک بشپړه بې کاره دئ. وړاندوینه داده، چي له ۲۰۱۴ کال وروسته د بهرنیانو موسسې او مرستی شاید نوری هم کمي سي او لویه بېره دا ده چي د افغانستان دولت د دې له پاره د کار موندني او کار ګمارني بدیل جوړښتونه، پروګرامونه او امکانات نه لري. بل طرف ته دهیواد په دننه او دباندي کښي افغانان دلیسانس او ماسټرۍ سندونه اخلي او خپل هیواد دکار په نیت راستنیږي خو له یوې خوا کارونه کم سوي او له بلي خوا کارونه دروابطو، سمتي،ګوندي اړیکو او خپلوي پراساس پیدا کیږي چي دخلګو رواني حالت ئې ورګډوډ کړي دي، په پایله کښي د دې قوي امکان سته چي دا ځوانان دولت او ملت ته په یوه لوی سرخوږي بدل سي.