کور / اسلامي / څلور واړه مذاهب د قران او سنتو تشريح ده

څلور واړه مذاهب د قران او سنتو تشريح ده

څلور واړه مذاهب د قران او سنتو تشريح ده:

مذاهب اربعه د قرآن او سنتو تشريح او توضيح ده ، هره مسئله يې د قرآن او ستنو د نصوصو په رڼا کې څيړل شوی ده چې د وجوب اتباع دلائل په لاندې ډول دی
۱- په څلورو مذاهبو د امت اتفاق دی او د امت د اجماع اتباع واجبه ده .
۲- الله جل جلا له حکم کړی دی چې د شرعي مسائلو د نه پوهيدو په صورت د دين د پوهانو په لارښونه عمل وکړئ .

فَاسْأَلُواْ أَهْلَ الذِّكْرِ إِن كُنتُمْ لاَ تَعْلَمُونَ 43 (النحل ) .
همدارنګه فرمايي : يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ أَطِيعُواْ اللّهَ وَأَطِيعُواْ الرَّسُولَ وَأُوْلِي الأَمْرِ مِنكُمْ (النسآء ۵۹ ) .

اولی الامر څخه مراد د شرعيت لارښودونکي فقهاء او علماء او همدارنګه د عدل قائمونکي د اسلامې نظام امراء دي ( فتح القدير ، ابن کثير ) .
د اولی الامر د امر منل او اطاعت په معروف باندې مقيد دی إنما الطاعة بالمعروف .. الحديث او يا امر بالمعروف او نهی عن المنکر باندې مشتمل وي .

د مذاهبو امامانو چې په تقوی او علم يې د ټول امت اتفاق دی ټول مسائل يې د قرآن او سنتو د نصوصو په رڼا کې په ډير احتياط او د زياتو څيړنو وروسته ترتيب کړی دي ، امت ته یې د قرآن او سنتو د اتباع حکم کړی دی او وروستی وصيت يې دا کړی دی که مو چيرې په دغه شرعي مسائلو کې کومه مسئله د قران او سنتو خلاف و مونده هغه پرېږدئ په قرآن او سنتو منګولې و نښلوی .

د مذاهبو څنګه اتباع کول پکار دي :
فقه حنفي ابوالمختار ليکي : د تقليد حقيقت بالکل دا نه دی چې د امام قول تر قرآن او سنتو زيات و ګڼي ، د ا ډول عقيده در لودل کفر دی ، بلکي حقيقت دا دی چې مونږ ته دومره علم نشته څومره چې فقهاؤ رحمهم الله درلودی ، هغو حضراتو په ډير ښه ترتيب سره په ښه فهم ، فکر او احتياط سره د مسائلو استخراج کولای شوای .
(فقه حنفي ج ۱ ص ۴۲۱ ).

په مذهب باندې داسې عقيده لرل پکار دي چې دا د قرآن او سنتو تحقيق او پوره پوره د هغه اتباع ده که څوک داسې عقيده ولري چې مذهب د قرآن او سنتو په مقابل کې يو دريم قول او دليل دی نو دا بيا بدعت دی مذهب نه دی لکه فقه حنفي ابوالمختار چې ليکي : دا ډول فکر کول صحيح نه دی چې ګنې خلک دې د الله او دهغه د رسول د اطاعت پر ځای د دغه بزرګانو اطاعت کوي ، بلکې صحيح تعبېر دا دی چې د الله جل جلا له او رسول الله صلی الله عليه وسلم د حکمونو کومه تشريح چې دغو بزرګانو يعني حضرت امام ابو حنيفه (رح) حضرت امام شافعي (رح) ، حضرت امام مالک (رح) او حضرت امام احمد بن حنبل (رح) کړې ده ، دا تشريح مستند ګڼل کېږی

(فقه حنفي ابوالمختار )

.