پاکستان له خپلو طالبانو سره خبرې غواړي

لراوبر ټکی کام ( خيبرپښتونخوا ) | دسمبر 17th, 2013


اسلام اباد: دبي بي سي د خبر له مخې د پاکستان حکومتي او پوځي مشرانو وسله والو طالبانو سره د خبرو په اړه د نوې تګلارې ملاتړ کړی خو وايي که د سولې تګلارې پایله ښې نه وې نو د دوی پر ضد زور هم وروستۍ وسیله وي.د لومړي وزیر نوازشریف په مشرۍ د جګپوړو پوځيانو، استخباراتي مشرانو او له یو شمېر مهمو وزیرانو په غونډه کې د پاکستاني طالبانو له ځینو ډلو سره د خبرو پر موضوع خبرې شوي.د نومبر په لومړۍ نیټه د امریکا ډرون الوتکې برید کې د طالبانو د مشر حکیم الله د وژنې وروسته طالبانو له حکومت سره خبرو کولو انکار وکړ او د غچ اخیستو اعلان يې وکړ.د حکیم الله له وژنې وروسته حکومت او د عمران خان په ګډون یو شمېر مهمو سیاسي څېرو امریکا په دې تورنه کړه چې د طالبانو سره یې د سولې خبرو پروسه ناکامه کړه.د طالبانو له ردولو سره سره حکومت وايي چې د خبرو پروسه پیل کول غواړي.یو ځل بیا پاکستانې طالبانو د حکومت لخوا د خبرو دا وړاندیز رد کړ او ویاند یې وايي داسې معلومات يې ترلاسه کړې چې ګنې د دوې پر ضد د پوځې عملیاتو پلان جوړ شوی دی.٢٠٠٩م کال کې جنوبي وزیرستان کې د طالبانو پر ضد د لویو عملیاتو وروسته ګڼ شمېر وسله والو شمالي وزیرستان کې مرکزونه جوړ کړي دي.د طالبانو ویاند شاهدالله شاهد ر سنیو ته ویل چې دوی هم د احتمالې عملیاتو مقابله کولو لپاره چمتو دي.لومړي وزیر نواز شریف غونډې ته کابل ته د خپل وروستي سفر په اړه معلومات هم ورکړل.”هغه ادعا وکړه چې اوسنې حکومت هم لکه د مخکني حکومتونو په ډول بې اختیاره او د”امریکا ګوډاګې او د ډالرو تر ګوتو کولو ته لیواله دی”. په غونډه کې د لویو درستیزانو د ګډې کمیټې مشر، د پوځ، بحري، هوايي ځواکونو مشرانو، دفاع او کورنیو چارو وزیرانو او د ملي سلامتیا لپاره د لومړي وزیر سلاکار، د استخباراتي ادارو مشرانو او نورو لوړ پوؤو پوځې او حکومتي چارواکو ګډون کړې وو.د لومړي وزیر دفتر وویل چې د ځمکنۍ بشپړتیا لپاره د کابینې د کميتې په غونډه کې په درېيو موضوعګانو خبرې وشوې چې په کې د ځمکنۍ بشپړتیا لپاره نوې تګلاره، کورنی امنیت او افغانستان سره اړیکې شاملې وي.د غونډې وروسته په یوه خبرې پاڼې کې ویل شوي چې له افغانستان سره پر پوله د امنیت ټینګولو لپاره د نورو ګامونو د اخیستو پریکړه هم وشوه.لومړي وزیر نواز شریف غونډې ته کابل ته د خپل وروستي سفر په اړه معلومات هم ورکړل.خبرپانې کې راغلي چې لومړي وزیر نواز شریف غونډې ته یې وویل چې له افغانستان سره په سیاسې، امنیتې، اقتصادې او سوداګریزو برخو کې د همکاریو په اړه ځینې پرېکړې شوي دي.د ملي امنیت لپاره د لومړي وزیر سلاکار سرتاج عزیز څو ورځې وړاندې بې بې سې ته ویلې وو چې د افغانستان په اړه په یوه نوې تګلاره کار روان دې چې نور هیڅ جزیات یې په ډاګه کړې نه وو. هغه دا هم ویلې وو چې د افغانستان په اړه د نوي حکومت او پوځ نظریو دی.

Copyright Larawbar 2007-2024