کور / هراړخیز / د خوست د نجونو په سواد کې پرمختګ

د خوست د نجونو په سواد کې پرمختګ

د خوست ولايت اړونده اسماعيل خيلو او مندوزيو ولسوالۍ د بېلابېلو عالي لېسو له ١٢ټولګيو څخه د لومړي ځل لپاره ٩٠ تنه انجونې فارغ شوې،ددې ولسوالۍ په شاوخوا سيمو په بېلا بېلو ليسو او موسيساتو کې ٧٩٧١ تنه انجونې خپلې زده کړې پر مخ بيايي.
دا په د ې ولايت کې د ښځو د حقوقو تر لاسه کول او په دې برخه کې دعامه پوهاوي د برياليتوب نښه ده، ځکه پخوا به يوازې په دې ولايت کې د مرکزي نسوانو ليسې څخه د کوتو په شمار نجونې فارغيدې،چې دوى به هم له دې وروسته په کورونو کې پاتې کيدلې،د کورنۍ غړو دوى ته اجازه نه ورکوله څو دوى خپلې زده کړې نورې هم پر مخ يوسي، ځکه د دوى په تګ سره بېلا بېل تهديدونه او ګواښونه موجود ول.
د فکرونو په روښانولو او د پراخه عامه پوهاوى په پايله کې نن هغه نجونې چې په مرکز او ولسواليو کې له ښوونځيو فارغيږي،د کانکور په ازموينه کې په پوره ډاډ سره ګډون کوي او کله،چې دغه نجونې پوهنتون او يا نيمه لوړو زده کړو ته لاره پيدا کړي ،نو خپلو زده کړو ته بې له کوم تهديد او ګواښ دوام ورکوي.
پرون په دې ولايت کې د ښوونځيو د ١٢ ټولګيو د فارغو زده کوونکو څخه د کانکور ازموينه واخېستل شوه،چې په دې ازموينه کې هم چې په دې کانکور کې د خوست ولايت د بېلابېلو ښوونځيو څخه ٢٣٠ فارغو نجونو برخه درلوده.
د اسماعيل خيلو ولسوالۍ له بېلابېلو لېسو څخه ٩٠ تنو فارغو شويو انجونو د غونډې پرمهال ددې ولايت والي عبدالجبار نعيمي وويل د خوست په تاريخ کې د لومړي ځل لپاره د اسماعيل خيلو اومندوزيو په ولسوالې کې د٩٠ تنو انجونو فراغت د خوست د ادارې او ولس هغه لاسته راوړنه ده چې د همدې اسلامي اوملي ديموکراتيک نظام ترچترلاندې ترلاسه شوې.
هغه وويل همدا اوس د خوست په مرکز او ولسواليو کې داناثو د ټولو عالي لېسو څخه د١٢١تنو په شميره ښځينه زده کوونکې فارغې شوې.
نعيمي زياتوله ټولې کورنۍ ،خويندې ،ميندې ،پلرونه ،ديني علماء اومشران دنده لري چې په خپلو اولادونو باندې زده کړې وکړي او په ځانګړې توګه د نجونو زده کړې ته ځانګړې توجه وکړي ،ځکه هغه مور چې د علم په ګاڼه سمبال وي ،په علمي لحاظ په اوو راتلونکو نسلونو باندې مثبت اغيزلري.
د خوست د پوهنې رياست ريئس انجنير بخت نور بختيار هم وويل، چې په دې ولايت کې د زده کوونکو نجونو پر وړاندې د زده کړو په مخ کې کلتوري محدوديتونه تر ډېره حده له منځه تللي دي او هڅه کوو چې نور پرمختګ هم وشي.
اوس مهال په خوست ولايت کې تر ٩٤٠٠٠زرو څخه زياتې نجونې ددغه ولايت په مرکز او ولسواليو کې په زده کړو بوختې دي له بل پلوه د خوست شيخ زايد په پوهنتون کې د نجونو لپاره ځانګړي ليليه هم شتون لري،هغه نجونې چې دوى د نورو ولايتونو څخه د خوست شيخ زايد پوهنتون ته لاره پيدا کړې ده د نجونو په ځانګړي ليليه کې ژوند کوي ،ترڅنګ يې ددې ولايت نجونې هم په همدې پوهنتون کې په بېلابېلو پوهنځيو کې زده کړې کوي .
په دې ولايت کې د نجونو د زده کړو په برخه کې بې سارى پرمختګ ليدل کيږي، خو هغه نجونې چې دا وخت په ښوونځيو او پوهنتونونو کې زده کړې کوي دوى ته دې په پوره ډول سره امکانات برابر شي،ځکه داسې نجونې هم شته چې د اقتصادي مصارفو زياتوالي او د تګ راتګ په وختونو کې د ترانسپورټي وسايلو نه شتون له سختو ستونزو سره مخ کړې دي،چې له امله يې زده کړې ترې پاتې کيږي.
نو په کار ده چې په دې ولايت کې ددې ولايت والي او د پوهنې رياست چارواکي د نجونو لپاره د زده کړو د مصارفو او د ترانسپورټي وسايلو په برخه کې لازم امکانات برابر کړي،ځکه موږ په دې ټولنه کې د نجونو د هرې برخې مسلکي کيدو ته زياته اړتيا لرو ، ځکه د دوى په زده کړو او مسلکي کيدو باندې به نورې نجونې هم وهڅول شي او دوى ته به همدا نجونې د سړيو پر ځاى په هره برخه کې خدمات وړاندې کوي او دغه کلتوري محدوديتونه به نور هم له منځه لاړ شي.