کور / تازه خبرونه / كندهار:په ژېړۍ ولسوالي كې طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته

كندهار:په ژېړۍ ولسوالي كې طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته

دكندهار په نا ارامه ولسوالي ژېړۍ كې جګړه پاى ته رسېدلې او دكندهار چارواكي وايي چې لس وسله وال طالبان يې وژلي دي .


هلته له نن سهاره جګړه پيل شوې وه او تر شاوخوا شپږو ساعتونو وروسته پاى ته ورسېده .


دكندهار امنيه قوماندان سيد آغا ثاقب وويل چې په جګړه كې ښايي دوژل شويو طالبانو مرګ ژوبله ډېره وي خو دده په خبره دم ګړى يوازي دلسو وسله والو طالبانو وژنه تايده ولاى شي .


وسله وال طالبان هم دامني چې په ژېړۍ ولسوالي كې درې ملګري وژل شوي دي خو پاتې نور كسان ولسي خلګ بولي .


طالبان دهروخت په څېر نن هم داخبره كوي چې ګڼ نړۍ وال سرتېري يې وژلي دي . خو افغان چارواكي دوسله والو طالبانو ادعا ناسمه بولي او وايي چې افغان او ناټو ځواكونو ته په دغو عملياتو كې هيڅ ډول زيان نه دى اوښتى .