کور / اسلامي / د شرمګاه وريښتان

د شرمګاه وريښتان

د شرمګاه د وريښتانو په اړه :

اول : په حديث شريف کې العانة څخه مراد د نارينه او ښځې د مخ طرف شرمګا شا او خوا ويښتان مراد دي .

امام نووي رحمه الله وايي :
قال الامام النووي فی الشرح :المراد بالعانة الشعر الذي فوق ذَكَر الرجل وحواليه وكذا الشعر الذي حوالي فرج المرأة .
د مقعد د ويښتانو خريل جايز دي او ځنو مستحب بللي دي ځکه د دغه ويښتانو د خريلو حکمت نظافت دی .

دوهم : په هره هفته کې يې لری کول غوره دي مګر زياته موده يې څلويښت ورځې ده چې تر هغه زيات نه پريښودل کيږي .

أنس رضی الله عنه ويلي : « وَقَّتَ لَنَا فِي قَصِّ الشَّارِبِ وَتَقْلِيمِ الْأَظْفَارِ وَنَتْفِ الْإِبِطِ وَحَلْقِ الْعَانَةِ أَنْ لَا نَتْرُكَ أَكْثَرَ مِنْ أَرْبَعِينَ لَيْلَةً

پيغمبر صلی الله عيله وسلم د بريتونو د لنډولو ،نوکونه ،د تخرګو او شرمګا ويښتانو د خريلو څلويښت ورځې مقرری کړی ،چې دا به تر دې زيات نه پريږدی .

دريم : د نارينه د پاره خريل مستحب دي او د ښځې د پاره يې ايستل مستحب دي مګر د ويښتانو لرې کول په کومه بله وسيله يا دوا جايز دي ځکه ددې سنت څخه اصلي مطلب د دغه ويښتانو لرې کول او د نظافت ساتل دي هغه که په هر شي لرې شي .