کور / اسلامي / ښه خوب د الله تعالی د جانبه دی

ښه خوب د الله تعالی د جانبه دی

ښه خوب د الله تعالی د جانبه دی

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي «إِذَا رَأَى أَحَدُكُمْ رُؤْيَا يُحِبُّهَا، فَإِنَّمَا هِيَ مِنَ اللَّهِ، فَلْيَحْمَدِ اللَّهَ عَلَيْهَا، وَلْيُحَدِّثْ بِهَا، وَإِذَا رَأَى غَيْرَ ذَلِكَ مِمَّا يَكْرَهُ، فَإِنَّمَا هِيَ مِنَ الشَّيْطَانِ، فَلْيَسْتَعِذْ مِنْ شَرِّهَا وَلا يَذْكُرْهَا لأَحَدٍ، فَإِنَّهَا لا تَضُرُّهُ». (بخارى:6985)

ژباړه : کله چې د تاسې څخه کوم کس داسې خوب وويني چې هغه يې خوښ شي ، پس پوه دې شي چې هغه خوب د الله تعالی د طرف څخه دی . پس د الله پاک شکر او حمد دې ووايي او هغه دې نورو ته هم بيان کړي ، مګر کچيرې په خوب کې ناخوښه شی وويني پس پوه دې شی چې دا خوب د شيطان د طرف څخه دی نو د شيطان له شر څخه دې پناه وغواړي او هغه به هيچ چاته نه بيانوي ځکه چې په دې صورت بيا هغه ته ضرر نه رسيږي .

او همدارنګه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : ” إذا رأى أحدكم الرؤيا يكرهها فليبصق عن يساره ثلاثاً ، وليستعذ بالله من الشيطان ثلاثاً ، وليتحول عن جنبه الذي كان عليه ” رواه مسلم (5864).

ژباړه : جابر رضی الله عنه روايت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : کله چې د تاسې نه څوک بد خوب وويني نو ګين لورې ته دې دری ځله تف کړي او در ځله دې اغوذ بالله ووايي او خپل اړخ دې بدل کړي .

خوب ليدل په دری ډوله دي رحماني ، نفساني او شيطاني :
رحماني : هغه خوبونه دی چې په ليدلو يې سړی خوشحاله کيږي ټول هغه خوبونه چې سړی ور باندې خوشحاله کيږي او ښه خوبونه وي رحماني دي د الله جل جلا له د طرفه دي چې د مؤمن د پاره زېری دی .

نفساني خوبونه : ځنې وخت چې کله انسان په کوم شي کې فکرمن وي يا يې په دماغ بوج ورشي نو بيا په خوب کې همغه شيان په خوب وينې چې دا د دوماغ انعکاس دی .
شيطاني :ټول هغه خوبونه چې سړی يې بد ګڼي او سړی پريشانه کوي شيطاني خوبونه بلل کيږي .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :“الرؤيا ثلاثة رؤيا من الله ورؤيا تحزين من الشيطان ورؤيا مما يحدث به الرجل نفسه في اليقظة فيراه في المنام” . ( البخاري 6499 ومسلم 4200 )