کور / تازه خبرونه / حکومت ۵ نوماند وزيران ولسي جرګې ته معرفي کړل

حکومت ۵ نوماند وزيران ولسي جرګې ته معرفي کړل

افغان حکومت د افغانستان ولسي جرګې ته پنځه نوماند وزیران وروپېژندل چي څو ورځي وروسته به د جرګې غړي دوی ته د باور او يا هم د رد رايه ورکړي .
ولسي جرګې ته په ورپېژندل شويو نوماندانو کښي د باندنیو چارو، سوداګرۍ، کانونو، اوبو او برېښنا او د نشه يي توکو پر وړاندي د مبارزې وزيران شامل دي
دغه نوماند وزیران نن دشنبې په ورځ د ولسمشر کرزي مرستيال محمد قسيم فهيم ولسي جرګې ته معرفي کړل.
ښاغلي فهيم دغه راز د افغانستان د ستري محکمې او پر اساسي قانون د څار کمېسيون غړي هم ولسي جرګې ته معرفي کړل.
یادو وزارتونو ته نوماندان:
ضرار احمد عثماني د باندنیو چارو وزارت ته نوماند. تر دې مخکي ښاغلی عثماني د پروان د والي، د کورنيو چارو وزارت د امنيتي معين، د کورنيو چارو د وزير او د نشه يي توکو پر وړاندي د وزیر په توګه دندي اجرا کړي دي.
محمد اکبر بارکزی د کانونو وزارت ته نوماند:تر دې مخکي محمد اکبر بارکزي د کورنيو چارو او فوايد عامې په وزارتونو کښي په لوړو پوستونو کښي کار کړی دئ. ښاغلي بارکزي د کانونو او د اوبو او برېښنا وزارتونو د مرستيال او د بغلان د والي په توګه هم دندي اجرا کړي دي.
محمد عارف نورزی د اوبو او برېښنا وزارت ته نوماند:تر دې مخکي ښاغلي نورزي د کندهار د اوومې فرقې د قومندان، د خفيفه صنايعو او خوراکي توکو د وزیر، د سرحدونو او قبایلو چارو د وزير او د سولې په چارو کښي د ولسمشر د سلاکار په توګه دندي اجرا کړي دي.
دين محمد مبارز راشدي د نشه يي توکو پر وړاندي مبارزې وزارت ته نوماند: دين محمد مبارز راشدي له تېرو اوو کلونو راهيسې د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مرستيال په توګه دنده ترسره کړې ده.
محمد شاکر کارګر د سوداګرۍ وزارت نوماند: تر دې مخکي ښاغلي کارګر په بن کښي د موقت حکومت د مرستيال، د اوبو او برېښنا د وزير، د ولسي جرګې د غړي او په ازاربايجان کښي دافغانستان د سفیر په توګه دندي اجرا کړي دي.
له تېرو څو مياشتو راهيسي دغو نوماند وزیرانو د دغو یادو وزارتونو د سرپرستو وزيرانو په توګه دندي مخ ته وړلې.دغه نوماند وزيران تر ډېره د هغو پخوانيو وزيرانو ځای ناستي دي، چي اوس د ولسمشرۍ ټاکنو ته ولاړ دي.
ټاکل شوې راتلونکې چارشنبه ولسي جرګه دغو نوماند وزيرانو ته رايه ورکړي.
دوزیرانو دمعرفت پرمهال دولسي جرګي غړي دمارشال فهیم د امنیتي کسانو له خوا په سپیانو تلاشي سول چي دوکیلانو دغوسې سبب سو خو مارشال فهیم وویل چي دی دیادي پيښي څخه ناخبره دئ.