کور / تازه خبرونه / لغمان: درې ځان مرګي بریدکوونکي مو نیولي دي

لغمان: درې ځان مرګي بریدکوونکي مو نیولي دي

دلغمان ولایت مقام وایي چي درې تنه ځانمرګي برید کونکي د موټر بم سره یو ځای د لغمان د ملي امنیت د منسوبینو له لوري د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې ونیول شول.
پرون ماښام مهال د لغمان د ملي امنیت منسوبینو د هغه ۳ تنو ځانمرګو برید کونکو تر نیولو وروسته چي غوښتل یې د مهترلام ښار دننه تروریستي عمل تر سره کړي، یو موټر بم چي ۱۴۰ کیلو ګرامه چاودېدونکي توکي په کښي د دوي له خوا ځای پر ځای ول د مرکز اړوند د مشه خیلو په سیمه کې کشف کړ، چي وروسته د ملي اردو او ملي امنیت د انجینرۍ ټیمونو له لوري چاودېدونکو توکو ته له موټر څخه بهر انفجار ورکړل شو.
دلغمان چارواکي وايي چي دنیول شو ځانمرګي برید کونکو څخه دا مهال تحقیق کیږي. دیادي پيښي په اړه وسله والو طالبانو لاتراوسه څه نه دي ویلي.