امریکايي څیړنه: پاکستاني استخباراتو طالبانو ته معلومات ورکړي.

رحيم ګل څاروان | جون 10th, 2008


په امریکا کې یوې څيړنې په ډاګه کړې چې پاکستاني استخباراتو او نظامي کارکوونکو طالب وسلوالو ته داسې معلومات ورکړي چې د امریکايي ځواکونو له فعالیتونو خبر شي، دا څیړنه چې تیره ورځ دتینک تانک له لوري خپره شوې، ویل شوي چې پاکستاني استخباراتي کارکونکي افغانستان او پاکستان ترمنځ ګډې پولې ته راغلي وسلوال طالبان یې روزلي او دهغوی د ټپيانو درملنه یې هم کړې.دا ډول درنډ کورف په نامه یوی بلې اداری په څیړنه کې امریکايي ځواکونو ته ویلي چې په دوی به بریدونه زیات شي که چیری دوی دطالبانو مخه په پاکستان کې ونه نیسي. خو دپاکستان یوه لوړ پوړي نظامي چارواکي د تینک تانک دا رپورټ رد کړی.

Copyright Larawbar 2007-2024