کور / تازه خبرونه / په بغلان کې د هنګري یو سرتیری وژل شوی.

په بغلان کې د هنګري یو سرتیری وژل شوی.

دهنګري ددفاع وزارت وايي چې یو سرتیری یې د بغلان په ولایت کې هغه مهال وژل شوی کله چې دغه سرتیري غوښتل دسړک دغاړی بم خنثی کړي چې بم پری وچاوده او دی یې وواژه.
ددغه سرتیري نوم چې ندی اخیستل شوی، نن وژل شول، د هنګري هیواد په بغلان کې د لوژستیکي او ملکي څانګو کې کار کوي، هنګري په افغانستان کې له ۲۰۰۳ کال راهیسې نظامي شتون لري او دایساف په لیکو کې ۲۵۰ سرتیري لري.
دناټو په مشرۍ دایساف ځواکونو هم په شمال کې دیوه سرتیري د وژل کېدو خبر ورکړی خو دوی ندي ویلي چې دا سرتیري څوک او دکوم هیواد دی.