کور / ترخې خبري / د ښوونځيو مراسم او که ودونه ؟!

د ښوونځيو مراسم او که ودونه ؟!

له يوې خوا موږ په خپله په ډاګه نارې وهو، چې د افغاني ټولنې دودونه او رواجونه د پرديو لخوا تر پښو لاندې کيږي، او همدا بهرنۍ لاسوهنې دي، چې زموږ د افغاني ټولنې زياتره دودونه يې له افغانانو او له افغاني ټولنې واخېستل.
خو له بلې همدا افغاني ټولنه په دې فقر، بې وزلۍ او وروسته پاتې ټولنه کې بېلا بېل ډوله دودونو او رواجونو ته غيږه پرانيزي او په خپله يې په افغاني ټولنه کې دغو رواجونو ته پراختيا ورکوي، چې په دې سره له يوې خوا ددې غربې ټولنې اقتصاد مخ په ځوړند زور کوي، او له بلې خوا يې خپل پخواني منلي رواجونه له منځه ځي.
په اوسنيو وختونو کې، چې د کال وروستۍ مياشتې دي او په هېواد کې تعلمي کال پوره کيږي، له ښوونځيو او پوهنتونونو څخه په زيات شمير زده کوونکي فارغيږي دوى د خپلو زده کړو په ترسره کولو په ښوونځيو کې مراسم تر سر کوي، چې د دغو مراسمو څخه همدا زده کوونکي په خپله دناوې واده جوړه او زياتو مصارفو ته غاړه ورکوي.
مراسم دې تر سره شي ، دا زموږ او د افغاني ټولنې لپاره د خوشحالۍ او بريا زيرى دى ، همدا ځوان زده کوونکي ددې ټولنې راتلونکى ګڼل کيږي، همداشان دا زموږ لپاره يوه لويه لاس ته راوړونکي سرمايه بلل کيږي، په دې باندې بايد هر افغان خوشحاله شي چې د فارغو زده کوونکو په سمو کړنو سره به په دې هېواد کې د غربت ، جهل او تورتمونو ډيوې مړې شي او ښوونيز بهير مو لا د پرمختګ بندونو ته لوړه وي، خو داسې نه چې په خپله له کړنګه ځانونه پرې باسو.
دلته د ښوونځيو په جشن وارو کې بې ځايه مصارف تر سره کيږي، يو زده کوونکى د بل زده کوونکي له سره په زرګونو پيسې تاوه وي ، له نيږدې ملګرو پريږده اخوا ټولو دوستانو ته د فراغت په وياړد بلنليکونو کارتونه ورليږي د فراغيدونکى زده کوونکى په کور کې د واده په شان د غرمې او بېګاه د ډوډۍ مراسم نيول کيږي ،ډوډۍ يې هم داسې وي، چې د هيڅ شي کمۍ نه وي، او هر څه په کې موجود وي، ځکه په زرګونو روپي يې په دې مصرف تر سره کړى وي، هغه که له کوره وي او که له پوره، خو هدف يې دا وي چې بايد له هېچا موږ کم رانه شو،که په هر څه کې وي.
ددې ټولنې ځوانه او استعدا لرونکي طبقه هم په دې نه پوهيږي، چې بايد موږ په څه ډول سره په دې وروسته پاتې ټولنه کې ژوند وکړو او ژوند بايد په کوم ډول سره پر مخ يو.
موږ په هغه ټولنه او په هغه هېواد کې ژوند کوو،څو له يوې ثانې هم په سم ډول سره ګټه پورته کړو او وخت ته بايد له نورو موږ او ستاسو ارزښت ورکړو ، ځکه وروسته پاتې موږ او او ستاسو يو، د يوې پيسې څلورمې برخې ته بايد حساب وکړو او په داسې ځاى کې يې په مصرف ورسوو چې موږ ته معنوي او مادي ګټه په لاس ترې راشي،ځکه موږ او ستاسو په نړۍ کې په ټوپک سلارۍ او وروروژنه باندې پيژندل شوى يو.
موږ او ستاسو بايد وخت ته زيات ارزښت ورکړو مخکې هم يادونه وشوه، چې بايد د هرې ثانيې حساب وکړو او دا خپل وخت بايد يوازې غاړې ته د اميلونو په اچولو تير نه کړو ، او د ټولو هغو بې ځايه مصارفو څخه هم ځانونه وژغورو کوم چې په اوس وخت کې په بېلا بېلو مراسمو کې تر سره کيږي.

نثارالله احسان خوست