کور / طنز / د ناز چپلاغه

د ناز چپلاغه

کرزي ته موورکړه ووټونه
کړه یې سترګګونه
چې ږغ مو پرې وکړ
راتوی يې کړه بمونه
***


کرزیان دي پنځلس
ټول يې دی ړبڼوکي
دا لوی يې دی کم زړه
 نوکي نوکي
***


شورا سپنتا استیضاح کړ
حامد ونیوه له پښه
ویې غورځوی غورځنګ ته
قانوني شو په غوسه
***


جشن دی ریژه ده
رسم ګذشت دی میله ده
ټک سو
تښته حمله ده!
***


که غواړې میلیادر شئ!
جهادي رهبر شه
لویه  ږیره پریږده!
د شورا ممبر شه!
***


مشر جهادیان میلیاردران دي
تجارت کوي
اوس د دوبی د ښار دیزاینران دی
وکالت کوي
***


شا لیلاکابل ته ځم ډالر ګټم
جوړومه  بنګله
قسم بډي په ډالر اخلم
 جوړومه افغاني مغازه
***


دا کاندیدانو  خوږې وعدې
الوچه وینم
د شکرو خوږې خبرې یې
تربوچه وینم
***


 هغه چې لری اړیکه
 ور کوه رتبه!
هغه چې په څه پوهیږي
غواړی یوه تیله
***


د اوس له  پتلا نه نه مې زړه بد شو
کشک نه لري
نیکر ترې مالومیږی
خښتګ نه لري
***