کور / تازه خبرونه / سردار اختر مينګل:د نواب اکبر بوکټي نيمګړي هيلې به هرومرو…

سردار اختر مينګل:د نواب اکبر بوکټي نيمګړي هيلې به هرومرو…

سردار اختر مينګل : د نواب اکبر بوکټي نيمګړي هيلې به هرومرو پوره کړو !


د بلوچستان ايالت پخوانی والي سردار اختر مينګل له بند څخه تر خوشي کېدوی څو ورځې وروسته نن سهار يوې غونډې ته د خبرو پر مهال وويل، دی او ملګري به يې د نواب اکبر بوکټي د نيمګړو هيلو د پوره کېدو لپاره تر خپله وسه هڅه کوي.


سردار اخترمينګل د کوټې ښار په ايوب لوبغالي کې د بلوڅانو په مشرۍ يوې جوړې شوې غونډې ته د خبرو پر مهال وويل، د پاکستان اوسنی دولت په دې هڅه دی چې بلوڅان او پښتان د خوارځواکۍ په حالت کې وساتي، دا ځکه چې د نوموړي په خبره که چېرې د دولت له خوا د بلوچستان لپاره کار وشي، او ولس يې له دې ستونزمن حالت څخه را ووزي، نو دا به د دولت لپاره يو لوی سرخوږی وي.


سردار اخترمينګل چې په بلوڅي او اردو يې خبرې کولې، د بلوچستان پر ټول ولس ږغ وکړ چې د اوسني ظالم او جبري دولت پر ضد دې خپلې مبارزې ته دوام ورکړي. 


ښاغلي مينګل د خپلو خبرو په ترڅ کې ټينګار وکړ چې د نواب اکبر بوکټي نيمګړې هيلې به ټولې پوره کوي او دا به يې د ژوند يوازينۍ هيله وي. 


د نېشنل ګوند مشر اختر مينګل لوړه وکړه، که چېرې يې خپل سکه ورور بې لارې او وطن دوست نه وي نو دی به ورسره په زغرده مقابله وکړي. 


نوموړي د دولت له خوا د خپل بند په اړه هم يادونه وکړه خو ټينګار يې وکړ، موږ د وطن د ازادۍ هغه مبارزين يو چې بندي خانه او مرګ يې په وړاندې هېڅ هم نه شي کولای. د نوموړي په خبره، بلوڅ او پښتون قومونه له پېړيو راهيسې په همدې سيمه کې اوسېږي خو اوسنی دولت غواړي له دوی څخه خپل حق غصب او نورو ته يې ور کړي. 


ښاغلي اخترمينګل نواب اکبربوکټي د وطن په لاره کې يو ستر مبارز وباله او زياته يې کړه چې بوکټي د پاکستاني دولت له خوا د کېمياوي وسلو په مرسته په ډېرې بې رحمۍ ووژل شو، ښاغلي مينګل په بلوچستان کې پر يو شمېر ګوندونو هم ږغ وکړ چې له دوی سره د وطن د ازادۍ او پرمختګ په لاره کې تر خپله وسه مرسته وکړي.


يادې شوې غونډې ته د بلوڅانو د يو شمېر لوړ پوړو کسانو تر څنګ د پښتونخوا ګوند مرستيال مشر عثمان کاکړ هم د خپلو لنډو خبرو په ترڅ کې د بلوڅو او پښتونو تر منځ د يووالي او د وطن لپاره د مبارزې ستاينه وکړه او ټينګار يې وکړ چې پښتانه او بلوڅان به د خپل حق د تر لاسه کولو لپاره په ګډه هڅې او مبارزې ته دوام ورکوي.


د بلوچستان پخوانی والي سردار اخترمينګل د نواب اکبر بوکټي له مړينې وروسته هغه مهال له خپلې دندې ګوښه او پر ځای يې بل والي وټاکل شو، چې کله دولت له نواب اکبر بوکټي سره د مرستې او همکارۍ په تور تورن او د څه مودې لپاره د دولت له خوا بندي خو تر څو مياشتو بند وروسته په رسمي ډول بېرته خوشي شو.