دافغانستان دپارليمان پلاوى دپاكستان په دوره راورسيد
اسلام اّباد
پاكستان ته په دوره راغلې دافغانستان دپارليمان دبهرنيو اړيكو پلاوى دپاكستان دپارليمان كښې دسينټ دبهرنيو چارو داړيكو دكميسون دمشرانو سره وكتل، دپاكستان دپلاوى مشرى سناتور مشاهدحسين اودافغان پلاوى مشرى سناتور سيدحامدګيلانى وكړه په خبرو كښې ووئيل شول چې پاكستان او افغانستان دواړه ديوې كورنۍ په څير ستونزې لرى او غواړى چې دغه ستونزي په خبرو هوارې كړى دترهګرۍ په خلاف جګړه دواړه هيوادونه دخپلو ګټو لپاره كوى ددواړو هيوادونو ترمينځ اړيكې د وخت اړتيا ده ناټو او امريكا دخپلې ناكامۍ مسئوليت په نورو وراچوى ددهْ نه وړاندې دافغانستان دپارليمان دبهرنيو اړيكو دكميسون پلاوى دپاكستان دصدراعظم يوسف رضا ګيلانى سره هم خبرې وكړې