کور / تازه خبرونه / په بلجیم کي افغان کډوال چي غوښتنلیکونه یی لا نه دي منل شوي غواړي یو بل لاریون په لاره واچوي .

په بلجیم کي افغان کډوال چي غوښتنلیکونه یی لا نه دي منل شوي غواړي یو بل لاریون په لاره واچوي .

د شاوخوا څلورو میاشتو را په دیخوا په بلجیم هیواد کي د هغو افغان کډوالو د مظاهرو لړی دوام لري کوم چي د پناه غوښتلو غوښتنلیکونه یی نه دي منل شوي . یوه اونی مخکي دا کډوال د بلجیمیانو د توجه جلبولو او د حکومت پر کڼو غوږونو د فشار راوړلو په سبب په داسي حال کي چي هوا ډیره سړه وه د بلجیم هیواد د مونس تر ښار پوري دری ورځي پلی مزل وکړ او هلته یی ډیره سړه شپه چي باران هم اوریده ، تیره کړل . په سهار د بلجیم هیواد فیدرالي حکومت ومنل چي د دوی له پلاوي سره د دوی د دوسیو او د مشکلاتو په له منځه وړولو کي د مرستي په خاطر ،وږغیږي . د کډوالو یوه پلاوي له لومړي وزیر ( آیلیو دي غوپو ) او د فدرالي حکومت وزیره د کډوالو په چارو کي ( ماګي دوبلوک ) سره د تیري پنجشنبی په ورځ ولیدل . فدرالي حکومت کډوالو ته وړاندیز وکړ چي ټوله دي له سره د پناه غوښتلو غوښتنلیکونه ورته وسپاري تر څو دوی یی له سره دوسیی وڅیړي . خو افغان کډوالو لا دا وړاندیز نه دی منلی . اوس اوس دې کډوالو د خپل حقه غوښتونو د لاسته راوړلو لپاره د بلجیم هیواد د ترټلو لوی مذهبي شخص ( مونسینیور لیونارد ) توجه هم جلب کړی ده . د راتلونکي 2014 کال د جنوری پر یولسمه دا کډوال تصمیم لري چي د مونسینیور لیونارد په ملګرتوب د بروکسل څخه د بلجیم د یوه بل لوی ښار ،ګینټ پوري پلي مظاهره په لاره واچوي . ویل کیږي چي دا مدني حرکتونه به د افغان کډوالو د منلو په لار کي ،په درد وخوري .