کور / ترخې خبري / انتظار او هيلي

انتظار او هيلي

دپردی عالم دلاسه څه ګیله کړم ـــ چي خپل یار می شمس الدین په ځان بلا سو

دمعمول سره سم کله چه خپل ایمیل وګورم نو تر هغه وروسته یوار بینوا ، لراو بر او لوی غر سایټونو ته هم سر ور ښکاره کړم چه که کومه نوی خبره وی
دلوی غر سایټ سره چی تقریبا یوه هفته کیږی ورسره اشنا شوی یم دشهیدانو لیست په نامه یو عنوان هره ورځ مخی ته راته
بالاخره می دغه عنوان کلیک کړو چه تر یو څه ځنډ وروسته دکمپیوټر په سکرین باندی دشهیدانو لیست راغی
هغه متل دی چه وائی دجنګ خبری خوږی خو ساعت یی تریخ وی
کله چی می دلیست اوله صفحه ولیده وقعاْ چه ډیر دردونکی وه دهر شهید دنوم په مقابل کی دهغه سکونت ، دنده او وروسته بیا اخوانی ، اشرار، اشرافی او نور لیکل شوی وه .
دوی اکثره داسی کسان وه چه دټولنی سرمایه پری مصرف شوی وه او زیاترو ئی ډیری مهمی دندی هم درلودي
دلیست په یوه صحفه کی می محمدانور دبختیار خان زوی چه دقره باغ ولسوالی دپیروګی کلی اوسیدونکی وه سترګی ولګیدی .
محمد انور زما دمکتب ددوری ددولسو کلونو هم صنفی او ډیر کلونه موپه صنف کی څنګ ترڅنګ تیر کړی وه
انور جان ته خدای پاک ښه ځوانی ورکړی وه په ونه جګ ، غټی سترګی ،تورویشتان هغه دچا خبره له هری خوا پری ختمه وه
زما پدی پوره باور وه چه محمد انور نور په دی دنیا نشته او هغه دمرګ داستازو له خوا شهید کړی شوی دی خو کله چه می داول ځل دپاره دده نوم دشهیدانو په لیست کی ولید واقعاْ چه حالات می بدل سوه او بی اختیاره می له سترګو ډیری اوښکي توی شوی
او حتی ټوله ورځ او شپه ناکراره وم او دغه ځوانمرګ شهید ځوانی می سترګو ته دوری هوری کیده
او په هغه څه چه پدغه ملک او خلګو تیر سول او تیر یږی ډیر افسو س وکړو دتعجب خبره خو لا دا وه چه ده ته داشرافی نوم ورکړ شوی وه
پداسی حال کی چی دده کورنئ مشرانو په ډیره مشکله او مسافری په سختو کړاونو سره خپله ورځنئ ژوند په مخ بیوله او دده پلار مرحوم په یوه واده کی په خطائی مرمۍ سره شهید شوی وه
که څه هم دغه لیست دیوی خوا ډیر درددونکی اوپرډیرو ارمانونو او هیلو یی خاوری واړه ولی اوهم یی دزرګونو کورنیو دانتظار شیبو او هیلو ته دپای ټکی کښیښودی
چی چیری ځي ما ته خو وایه زه به سپرو کوڅو ته نه ګورم مینه
شاید نور دشهید محمد انور مورګۍ دکلی خړوکوڅو ته دخپل دزړه ټوټی دراتګ په تمه ونه ګوری او دتل لپاره ورسره خدای پامانی وکړی لوی خدای دی دده مورکۍ ته ددی لوی غم اجر په دواړو دارینو ورکی
متاسفانه چه په ګران هیواد افغانستان کی دشهیدانو تعداد دزرهاو لکهاوه څخه اوس ملیونونو ته رسیدلی او دا سلسله لاډيره په شدت سره روانه ده او نه کوم داسی څرک لیدل کیږی چه دغه سلسله دي ختمه ورکړی
فقط الله ته سوال کوم چه ددغه شهیدانو په برکت نور پدغه ملک کی امن ټیکاو اوثبات راولی او یو داسی قیادت مو نصیب کړی چه یو با تدبیره باجرئته ملی او اسلامی ، پوه لرونکی قیادت وی تر څو دغه ددریو لسیزو غمیزه ته خاتمه ورکړی چی نور افغانان لالهانده او سرګردانه نه سی
دیو ه ازاد اسلامی پرمختللی او سوکاله افغانستان په هیله چه هر وګړی ئی باعزته سر لوړی او په امن کی ژوند وکړی او وطن مو دهر راز خارجی مداخلو په امن وی او الله مو دی له نورو پریشانیو وسا تی
( امین یا رب العالمین )
انجینر جان محمد
قره باغ
ابراهیم خیل