کور / کیسه / يوۀ بل ريښتياسپړونکي خپل سر وخوړ

يوۀ بل ريښتياسپړونکي خپل سر وخوړ

د روانې مېلادي مياشتې اوومه نېټه (د يکشنبې ورځ) وه، ماسپښين د درېوو بجو په شاوخوا کې له کابله په يوۀ سراچه ډوله موټر کې مخ پر جلال اباد را روان شوم، د موټرچلوونکي شاته موږ درې تنه ناست وو، يو خپله زه او زما څنګ ته دوه نور ځوانان ناست وو، ما بې له ځنډه له همدغو همسفرو ځوانانو وپوښتل:
– تاسې د کوم ځاى ياست؟
ځوانانو په يوه خولۀ ځواب راکړ:
– د هلمند.
ما سمدستي ورته وويل:
– په هلمند کې زما يو ملګرى دى، چي تاسې به يې پېژنئ که يه، عبدالصمد نومېږي، د بي بي سي راډيو خبريال دى.
له دوى څخه يوۀ ځوان حزب الله نظريار سمدستي ځواب راکړ:
– هو روحاني صاحب خود پېژنو، زما د اکا زوى محمدالياس داعي هم د ازادۍ راډيو خبريال دى، د دۀ (څنګ ته ناست ځوان مجتبى محمدي ته يې اشاره وکړه) ورور دى.


زه اکثره د امنيتي ستونځو له امله د سفر پر مهال چاته ځان د خبريال په توګه نه ور پېژنم، د دوى دې خبرې ډاډه کړم، چي له دوى څخه نو هيڅ خطر نه راپېښېږي، ما هم د دوى په غوښتنه خپل ځان ور وپېژانده:


– ولا زه هم په کوټه کې د ازادۍ راډيو خبريال يم.
وروسته نو دوى هم په ډاډه زړه راسره خبرې کولې. له ما يې وپوښتل چي روحاني صاحب دي چېرې شناخته کړى، يانې چېرې دي ورسره پېژندلي؟ ما هم د خپلو هغو څو نه هېرېدونکيو شپو او ورځو په اړه- چي له ارواښاد عبدالصمد روحاني سره مي يو ځاى تېرې کړې وې- ټوله کيسه ورته وکړه.


شپه مو د جلال اباد د مخابراتو چوک، په خالد مېلمستون کې يو ځاى له خپل يوۀ بل ملګري صالح محمدصالح سره يو ځاى وکړه، د جون پر اتمه نېټه زه او صالح يو ځاى مخ پر تورخم را رهي شوو، د نهونيمو بجو په شاوخوا کې مو د ښامار (ډيورنډ) پر سر پښه کښېښووه او دې غاړې ته را واوښتو، پېښور ته راغلو، د غرمې ډوډۍ مو پر پښتو او پښتنو مين او پښتوپال ورور اسدالله دانش سره په دانش کتابخانه کې وخوړله او وروسته ترې رخصت شوو، ماځيګر زه او صالح يو ځاى د هوټل له کوټې څخه (چي د شپې تېرولو لپاره مو نيولې وه) د سيل په نيت را ووتو، لا مو پرېکړه نه وه کړې چي کومې خواته ځو، د صالح ګرځند ټليفون ته زنګ راغى. دۀ ټليفون ته ځواب ووايه، له مقابل کس سره يې په خپل هروختني انداز سره د (څنګه يې، جوړ يې، پخير يې) په ويلو سره روغبړ وکړ او سمدستي يې وويل:


– کله؟ هغه زما ملګرى و، چا درته وويل؟
او نور يې نور له هغۀ سره خداى پامانى وکړ، ما ورڅخه وپوښتل:
– څه پېښه ده؟
– عبدالصمد روحاني چا وژلى دى.
– هه، دا څه وايې، چا درته وويل؟
– دانش راته وويل، کومې وېبپاڼې خبر خپور کړى دى.
له دې دردوونکي او غمجن خبر سره زه او صالح دواړه په جلا- جلا توګه خپل تېر وخت ته وګرځېدو او له ارواښاد روحاني سره تړلې خاطرې مو را و سپړلې.


د ٢٠٠٥م کال د اپرېل مياشت وه، ما او ارواښاد عبدالصمد روحاني د پېښور پوهنتون د ژورناليزم په څانګه کې د انټرنيوز په نامه د يوې موسسې له خوا د ژورناليزم په اړه په جوړ شوي کورس کې برخه لرله، زه او روحاني په يوه کوټه کې اوسېدلو، لس ورځې مو يو ځاى سره تېرې کړې، که څه هم له موږ سره په دې کورس کې خپله د پېښور او همدارنګه له خوست او جلال اباده راغليو خبريالانو هم برخه لرله، خو نه پوهېږم چي د کومي خپلوۍ له امله زه او روحاني ډېر سره ګران وو، که کوم بل دليل يې وو، ارواښاد روحاني هغه مهال لا له بي بي سي راډيو سره کار نه وو پيل کړى، هغه مهال يې د ده په وينا په هلمند کې له يوې سيمه ييزې راډيو سره (چي ګومان کوم سباوون راډيو نومېدله) کار کاوه، دا چي هغه شپې او ورځې موږ په څومره خوند سره تېرې کړلې، شېبه- شېبه يې همدا اوس هم زما په ذهن کې انځور ده او زما له ذهنه به هيڅکله هغه دنګ، ښکلى او تل خندېدونکى روحاني ونه وځي، چي سدرۍ به يې اغوستې او خپل د خبريالۍ بکس به يې په اوږه وو او سهار وختي به له ما سره يو ځاى د کورس خواته روان وو. زموږ د کورس پر مهال ما پر ارواښاد عبدالصمد روحاني باندې يوه لنډه کيسه هم وليکله، دا کيسه ما د کورس په وروستيو شپو کې وليکله او تر ډېره د ارواښاد روحاني کړۀ وړۀ پکې انځور شوي دي. دا کيسه مي چي په ذهن کې بشپړه کړه، يوه ورځ چي له کورسه د استوګنځي پر لور روان وو، ارواښاد روحاني ته مي وويل:
– نن يوه لنډه کيسه درباندې ليکم.
سمدستي يې راته وويل:
– پر ما؟
– هو پر تا.
ماښام چي ځاى ته لاړو، قلم او کاغذ مي راواخيست، کيسه مي په ذهن کې بشپړه کړې وه، يواځې د کاغذ مخ ته يې سپارل غوښت، خداى مي دي غاړې نه بندوي، شل يا پينځويشت دقيقې به وتلې وې، چي ورته ومي ويل:


– دا دى وايې وره کيسه مي بشپړه کړه.
ارواښاد روحاني په داسې حال کې چي پښې يې غزولې وې، سمدستي جګ کښېنوست او زياته کړه:
– ښه وايه يې.
کيسه مي چي څنګه پاى ته و رسوله، راڅخه وايې خيستله او ويې ويل چي دا زه په (پګړۍ) مجله کې چاپوم، د کيسې يوه فوټو کاپي يې ماته راکړه او اصل متن يې له ځانه سره يووړ او بيا يې همداسې وکړل چي دا کيسه يې په پګړۍ مجله کې خپره کړه. زه هماغه کيسه (چي د ارواښاد عبدالصمد روحاني ډېرې خاطرې ورسره تړلې دي) دلته راوړم، د کرکټر نوم بدل، خو په اصل کې روحاني دى، تاسې يې لوستلو ته را بولم او زه په دې هيله درسره خداى پامانى کوم، چي خداى دي اروښاد عبدالصمد روحاني ته فردوس جنت، کورنۍ ته دي يې تلپاتى زغم او صبر ور په برخه کړي، سورلاستي او ناترسه قاتلين دي يې خداى په خپله خدايي وترټي او د داسې يوۀ ريښتيني خبريال بېرحمانه وژنه دي خداى د دوى د رسوايۍ سبب وګرځوي.


غرڅنى خبريال
د درس پر مهال زموږ په ټولګي كې يو دوې جينكۍ هم وې، چي له موږ سره يې د ژورناليزم په اړه كورس وايه. په دوى كې يوه ګلمينه نومېده چي تورې جامې به يې اغوستې وې او د تور پړوني په نقاب كې به يې يواځې دوې سترګې ښكاره وې، چي په ور كتلو سره به يې له سړي وار پار خطا كړ او دوهمه جينكۍ چي شېرينه نومېدله، ډېره ښكلې وه، ان دومره ښكلې چي كله نا كله به زما سترګې د هغې په څېره كې ښخې وې، زما سترګې به تر هغو پورې د دې له څېرې نه اوښتې، خو چي ناببره به هغې ماته وكتل، نو ما به په شرميندوكي ډول مخ د ليكلو د سپينې تختې خواته ترې واړاوه.


په دې كورس كې موږ له همدې دوو جينكيو سره پينځلس تنه ځوانان وو. موږ په لومړيو ورځو كې د درس پر مهال هيڅ خبرې نه سره كولې، خو وروسته چي له يوهْ بل سره ولد شوو او د يوهْ بل طبعه راته څرګنده شوه بيا به نو موږ نه يواځې عادي خبرې، بلكې پر كومه موضوع به مو بحث هم سره كاوه.


موږ به چي د سهار پر نهو بجو د پېښور پوهنتون د ژورناليزم څانګې ته ور ننوتو، نو بيا به يواځې د غرمۍ ډوډۍ او لمانځه ته را ووتلو او وروسته به مو بيا د ماځيګر تر پينځو بجو پورې درس وايه. د شپې لپاره يې هم د پوهنتون شمال لوري ته د ځنګلات لېسې په پاى كې مېلمستون راكړى و، چي موږ به په يوه كوټه كې دوه- دوه تنه سره اوسېدلو.


له ما سره په كوټه كې زما ملګرى زاهد اوسېدهْ، چي د هلمند ولايت اوسېدونكى و او له موږ سره يې د ژورناليزم دغه لس ورځنى كورس وايه. دى په لومړي سر كې دې كورس ته ډېر لېواله و، چي په دې كورس كې به د راډيويي كارونو په اړه ډېر څه زده كړي، ځكه خو به يې د درس پر مهال د خبر جوړولو په اړه د استاد پوښتنو ته داسې كره ځوابونه ويل چي تا به ويل زاهد سم دم خبريال دى، هسې وخت ضايع كوي، خو تر دوو درېوو ورځو وروسته زاهد ماځيګر مهال تر درس وروسته د هماغې ورځې د درس په اړه هيڅ خبرې نه كولې. حال دا چي په لومړۍ ورځ خو يې ماځيګر مهال تر درس وروسته له ما دومره پوښتنې وكړې چي اخير مي په ناپامۍ سره ورته وويل:


– زاهدجانه! ډېر سر مه پسې ګرځوه وسواسي كېږې.


ماښام تر ډوډۍ وروسته به يې په كوټه كې هم د ورځني درس په اړه دومره خبرې كولې، چي زه به يې له خبرو دومره ستړى شوم، چي اخير به مي راډيو را واخيسته او چالان به مي كړه. د ده خبرې به بيا هم نه ختمېدې، لكه بلبل داسې به راته ګډ و او له هرې خبرې سره به يې داسې په پرله پسې توګه \”كه داسې نه ده\” ويل لكه زه چي د ژورناليزم استاد وم، خو نن سهار چي موږ د پوهنتون د ژورناليزم څانګې ته ننوتو، نو زاهد ته مي پام شو چي تر شا په مړو- مړو ګامونو داسې را روان دى، تا به ويل په زوره دي را روان كړى دى. زه نه پوهېدم چي زاهد ولې په دې دوو درېوو ورځو كې دومره ژر بدل شو. دا زموږ د لس ورځني كورس څلورمه ورځ وه. په لومړيو ورځو كې خو به چي سهار وختي په مېلمستون كې ولمبېد، نو له خپل بكسه به يې ږمنځ را وايسته، سر به يې هم ږمنځ كړ او پر خپله وړه ږيره به يې هم ږمنځ ووهله، وروسته به يې د بوتل خوږبويي د جامو په تخرګو كې داسې وشيندله، لكه څوك چي د اختر پر جامو باندې خوږبويي وهي. بيا به په ټولګي كې ټوله ورځ داسې خوږ بوى ترې لټېده، چي د هر چا زړه كېدهْ چي د زاهد له څنګه كښېني، خو ډېره د اريانۍ خبره وه چي دا نن ورځ يې نه هم وېښتان چندانې ږمنځ كړي وو او نه يې هم پر ږيره ږمنځ وهلې وه. د خبريالۍ تور بكس يې په اوږه داسې په جبر او نه زړه را اخيستى و، لكه پانډي چي د اوړو له چكۍ څخه د اوړو  ګونۍ په ډېر جبر سره را اخيستې وي.


پاوباندې نهه بجې وې، چي موږ ټولګي ته ننوتو او پر خپلو- خپلو څوكيو باندې شاوخوا كښېنستو. ليږ ګړۍ وروسته درس پيل شو. زه چي پر كوم ځاى ناست وم، زما كيڼ لور ته زاهد پر درېيمه څوكۍ ناست و، د كتار په هغه بل سر كې ګلمينه او شېرينه د ځوانانو له څوكيو په ليږ واټن سره پر څوكيو ناستې وې. ګلمينه نن هم هماغسې د پخوا غوندې په تورو جامو كې ناسته وه او پر مخ يې تور نقاب پېچلى و، چي يواځې دوې تورې غټې سترګې يې ترې ښكاره كړې وې او شېرينه كه څه هم د پخوا غوندې په لوڅ مخ ناسته وه، خو دا نن چي يې څنګه جامې اغوستې وې او دوې پاډې زرتاري كپۍ يې په پښو كړې وې او تكې سپينې پښې يې ترې څرګندېدلې، نو زه خو لا څه چي زموږ يوهْ ملا ډوله ږيره لرونكي ملګري به هم كله نا كله د سترګو تر كونجونو ور وكتل. استاد به كله- كله موږ ته مخامخ ولاړ وو او خبرې به يې كولې او كله به يې پر مخامخ سپينه تخته باندې شيان راته ليكل. موږ به ټولو په كتابچو كې د استاد ليكل شوي شيان ليكل، خو ناببره مي زاهد ته پام شو، چي قلم يې په ګوتو كې نيولى دى او د لاس بټه ګوته يې تر زنې لاندې نيولې، د مخامخ سپينې تختې پر ځاى د شېرينې د مخ سپينې كاسې ته ګوري. ما به چي يو دوه توري وليكل او له كتابچې به مي سر را پورته كړ، نو زاهد به هماغسې د شېرينې په څېره كې خپلې سترګې ګنډلې وې. ما چي د زاهد د څېرې دې نننۍ بڼې ته وكتل او د كورس لومړۍ ورځ مي يې را په ياده كړه، نو تر منځ يې ډېر توپير راته ښكاره شو.


موږ چي د غرمې تر يوې بجې پورې درس ووايه او وروسته د غرمې ډوډۍ او لمانځه لپاره لاړو، نو پر لاره مي له زاهده په ناپامۍ سره وپوښتل:


– څنګه زاهدجانه! نن دي څه زده كړل؟


زاهد زما خواته مخ را وا نه ړاوه او همداسې په چورت كې يې ځواب راكړ:


– ومي لوستل، خو زدكړه يې وخت غواړي.


زه د ده دې ځواب ته چورت يووړم او د ده ځواب مي له ځانه سره تكرار كړ، چي څنګه ومي لوستل خو زدكړه يې وخت غواړي، څنګه وخت غواړي؟ دا خو عادي خبرې دي، په دې كې د وخت څه كار دى، په تېره بيا د زاهد لپاره خو يې زدكړه هيڅ ګرانه نه ده، ځكه په لومړيو ورځو خو به هغه هيڅكله داسې د مايوسۍ څرګندونه نه كوله، لكه دا نن چي يې په ځواب كې مايوسي څرګندېږي.


له دې ورځې هيسته به ما زاهد څارهْ چي په دومره لېوالتيا برسېره هغه څنګه دا وايي چي زدكړه يې وخت غواړي. بله ورځ ګهيځ مهال چي زه له خوبه را پورته شوم، كه ګورم زاهد نه په كوټه كې شته او نه په تشناب كې، زړه مي تر تلو ولوېد، نه پوهېدم چي چېرې به تللى وي، د څنـګ د ملګرو (چي هغوى هم زموږ ټولګيوال وو) په كوټه كې مي وكوت، هورې هم نه و، چورت مي وواهه چي ګوندې د كوم شي د اخيستلو لپاره به ځكه وختي بازار ته تللى وي، چي بيرته د درس وخت ته ځان را ورسوي. ما ځان تيار كړ او ګوښى را رهي شوم. د زاهد د داسې وختي تـګ له امله مي په بيړه- بيړه ځان خپل ټولګي ته را ورساوه.  درس ته لا ليږ ګړۍ پاته وه، ما شاوخوا وكتل خو زاهد مي تر سترګو نه شو. په څانګه كې زموږ د درېوو ملګرو او ګلمينې و شېرينې تر منځ زموږ پر ټولګيوالو باندې د تبصرې لړۍ روانه وه، زه هم پر يوه څوكۍ كرار ورته كښېنستم او دوى ته مي غوږ ونيو، ګلمينې په داسې ډول لكه شېرينې ته د زاهد پرله پسې كتل چي يې ليدلي وي، وويل:


– ولا زاهد هم ډېر بااستعداده ځوان دى.


ما لا د دې د خبرې په تاييد كې سر نه و ښورولى، چي شېرينې له مقابل لوري په را بړچ وهل:


– استعداد ميستعداد نه شته، هسې يې دومره غټ بېګ په اوږه كړى دى.


ما به لا د دې خبرې په ځواب كې شېرينې ته يو څه ويل، چي تر دې منځ استاد ټولګي ته را ننووت او ورسره زموږ نور ملګري هم په ډله را ننوتل او پر خپلو- خپلو څوكيو كښېنستل. ما يو وار بيا په ملګرو كې شاوخوا وكتل، خو زاهد په نظر رانغى، په چورت كې شوم چي زاهد څنګه داسې ناببره ترى تم شو، ليږ ګړۍ وروسته چي استاد د هر شاګرد نوم وار په وار اخيست، ما غوږونه څك ورته ونيول چي ګوندې زاهد به كوم څنـګ ته ناست وي زه به يې نه وينم او د خپل نامه په اخيستلو سره به ووايي، چي \”استاده حاضر\” خو د زاهد د نامه په اخيستلو سره مي په ډېرې اريانۍ سره د بدن وېښتان جګ- جګ و درېدل، د زړه مي درب شو، چي شېرينې خپلې نازكې شونډې په خبرو پورې كړې او ويې ويل:


– استاده! زاهد نن زموږ په كلي كې په دې اړه رپوټ جوړاوه، چي ځوانان ولې ځانوژنه كوي.


24 اپرېل 2005م كال / پېښور