کور / تازه خبرونه / كندهار:ثاقب،ديونيفارم په اړه قانون تصويب سوي

كندهار:ثاقب،ديونيفارم په اړه قانون تصويب سوي

امنيتي چارواكوخبروركړچې دنظامي يونيفارم په اړه دولت قانون پاس كړي اودوى به يې په مټ دغيري قانوني اغوستنې مخه ونيسي .


دم ګړي ترټولوستره نيوكه پردې ده چې زياتره وخت وسله والې غلاوي ،تښتونې اوحتي پردولتي امنيتي پوستوبريدونه له يونيفارم څخه په ګټه اخيستنه  ترسره كيږي .


يوازې په تيره اونۍ كې دښارپه اومه امنيتي حوزه كې دسړك جوړوني دبهرني انجنيراوپه لويه وياله كې ديوه قراردادي تښتونه هغه پېښې وې چې تښتونكوكې يې نظامي يونيفارم اغوستي و.


دكندهارامنيه قومندان چې له مرستيال والي ډاكټرهمايون اوپه كندهاركې يې دميشتوكاناډايې ځواكونودعمومي قومندان جنرال ټام سن سره په يوه ګډه  خبري ناسته كې خبري كولې زياته كړل چې تازه دمركزي دولت له لوري دنظامي يونيفارم څخه دناړه ګټې اخيستني په اړه داسي قانون تصويب سوي چې ورڅخه به يوازي امنيتي مامورين ګټه اخيستلي سي .


دنظامي يونيفارم دڅارني اوكنترول خبردنږدي ټولوښاريانولپاره يوپه زړه پوري زېري دي
تردې وړاندي به له رسنيوسره په خبروكې ددوى ټولولمړنۍ غوښتنه همداوه چې دولت دې دنظامي يونيفارم دبي ځايه استعمال مخه ونيسي .


كه پوليس د يونيفارم دكنترول اودبې ځايه استعمال مخه په ريښتياهم ونيسي نودښاريانوپه بارودابه يې دامنيت دخوندي كولوپه برخه كې يواغيزمن ګام پورته كړي وي .