د پاريس له نړيوالي غونډي څخه د افغان اولس هيله
8
د نړۍ په كړكېچن سياسي حالت كي د افغانستان اوسنۍ لانجمنه مسله تر ډېره حده پوري د نړيوالي ټولني او د دوى په سر كي د امريكا د متحده ايالاتو د زور واكه او خپل سرو تگلارو سره نژدې او ژوره اړيكه لري.
د ۲۰۰۱ مېلادي كال د سپتمبر د يوولسمي نېټې خونړيو پېښو د نړۍ له زور واكو او سر زورو چارواكو څخه لار او گودر ورك كړل او د نړۍ پر برخليك باندي يې داسي تلواري او گړندۍ پرېكړي وكړې، چي تر ډېره حده پوري د واقعيتونو بنسټ يې د پروړو په شان كمزورْئ او بې سېكه وو.
د افغانستان او د افغان اولس په اړه د بن د نړيوالي غوڼدي زياتره پرېكړي زموږ د افغاني ټولني د څرگندو واقعيتونو او شرايطو سره برابري نه وې او عملي اړخ يې هم په زور او فشار سره داسي پايلي ولرلې، چي ااوس يې نړۍ په پښېمانۍ او د پښېمانۍ په اعاده كي پاته راغلې ده.
په افغانستان كي يوازي سياسي بحران ته لمنه ونه وهله سوه، بلكې په ټولنيز او اقتصادي اړخ كي هم ټولنه د داسي پرديو عناصرو سره مخامخ سوه، چي منلو ته يې چا زړه نه سواى ښه كولاى. د نړيوالي ټولني او سترو هيوادونو اقتصادي مرسته په دې جنگ ځپلي هيواد كي داسي كړنلاره نه درلوده، چي د افغان اولس او ټولني غوره او اساسي لومړيتوبونه څرګند ( تشخيص) او د هغو په اړه غوڅ او كاري گامونه پورته كړي.
تر ډېره حده لنډه مهاله پلانونه داسي پلي كېدل ، چي د پروجيكټ په پاى كي به د پلان د ګټور اړخ البوشه هم نه وه.
په دې ۲۰۰۸ مېلادي كال كي د افغانستان سره د نړيوالي مرستي د تجديد په غرض د دې كال د جون پر ۱۲ ورځ د فرانسي په پلازمېنه پاريس كي د اولسمشرانو او ملګرو ملتو د عمومي منشي په ګډون بله نړيواله غونډه راټوليږي .
د دې غونډي لږ څه بدلون تر نورو تيرو غونډو دا دى چي، د فرانسې د حكومت او انجوګانو په نوښت د افغاني ټولني او افغان اولس د ږغ د اورېدو په موخه، د تيري مياشتي د مئ پر ۲۴ د پاريس په ښار كي د نړيوالو ټولنو، افغاني سيمه ايزو ټولنو، د حكومتونو د ځينو غړو، د ملګرو ملتونو د ځينو ځانګړو غړو په ګډون يوه ورځنۍ نړيواله غونډه جوړه سوه، چي په دې غونډه كي د ۲۵۰ تنو په شا و خوا كي افغاني او دباندني اړوند كسان ور بلل سوي وه،چي دا نړيواله غونډه د فرانسې د دباندنيو چارو وزارت د نړيوالو غونډو په دالان ( هال) كي د سهار له اتو بجو څخه پيل او د ماښام تر شپږو بجو پوري يې دوام وكړ.
غونډه د فرانسې د دباندنيو چارو د وزير په وينا پيل سوه،تر هغه وروسته د افغانستان د بشر د حقونو خپلواك كمېسون د مشري سيما ثمر خبري او د ځينو انجوګانو د يووالي د ټولني ( اكبر) له خوا لنډ راپور وړاندي سو.
د غوڼدي اصلي اجنډا د تيرو نړيوالو غوڼدو د پرېكړو پر عملي اړخ او د راتلونكي نړيوالي غونډي د كېدونكو پرېكړو په اړه پر موضوعاتو بحث و. د دې غرض له پاره د غونډي ټول غړي پر څلورو گرديو مېزو (څانگو) باندي ووېشل سول.
لومړۍ څانگه : د بشر حقوق
دوهمه څانگه : ټولنيز اقتصادي پرمختګ
درېيمه څانگه : خصوصي سكټور
څلورمه څانګه : نړيوالي مرستي او نتايج يې
په ټولو څانګو كي د موضوعاتو په اړه تاوده بحثونه وسول او د بحثونو لنډيز او وړانديزونه د كنفرانس په ماپښيننۍ عمومي غونډه كي له درو بجو څخه تر شپږو بجو پوري ټولو غړو ته واورول سوه.
هغه مسايل چي په دې څانگو كي ډېر بحث پر وسوو :
1. نيمګړتياوي :
• د ديموكراسۍ او د بشر د حقونو تر نامه لاندي د بشر لومړنى حق ( د ژوند حق) د كورنيو او دباندنيو پوځيانو له خوا تر پښو لاندي كېدل.
• د ښځو د حقونو په اړه افراط كول
• د افغانستان سره د نړيوالي مرستي څلووېښت په سل كي د دباندنيو مشاورينو او كار كوونكو په معاشو كي بېرته له افغانستان څخه وتل.
• د لومړيتوبونو نه پېژندل
• د ماليې د سيسټم نيمګړتياوي
• افغاني دود او دستور، دين او مذهب ته په درنه سترګه نه كتل
• د افغانستان خلگ اتيا په سل كي په كليو او ليرو پرتو سيمو كي ژوند كوي، خو ډېره پاملرنه د هيواد شل په سل كي ښاري خلګو ته سوې ده
• د نړيوالو مرستو ډېره برخه د ټولني بنسټيزو ستنو ( كليو) ته رسېدلې نه ده
• د قوانينو نيمګړتياوي او نه پلي كېدل
• بېكاري، بد امني، د ګټور منابعو او لارو نه لټون
• د كيمياوي – بيولوژيكي وسلو استعمال او د برالبتوب ( اميدوارۍ) پر مهال پر مېندو باندي د هغو د اغېزې ډېرښت او د معيوبو كوچنيانو زېږېدنه
• د برېښنا د مصرف ډېرښت او د برېښنا د توليدي منابعو لږ والى
• پر ملي اردو، ملي پوليسو او د باندنيو پوځونو باندي د ويسا ( اعتماد) نه درلودل.
2. وړانديزونه :
• د افغاني لانجې پر سياسي حل باندي ټينگار
• د افغانانو د سياسي ازادۍ درنښت
• د نړيوالو مرستو انتظام د افغانانو په خپل لاس
• د كوكنارو او مخدره موادو د مخنيوۍ معقولي لاري پلټل، د هغو د استعمال او بازار په اروپا او امريكا كي راټيټول، ځكه د يو كېلو هيروينو بيه په افغانستان كي تقريباً پنځه سوه ډالره ده، خو په اروپا او امريكا كي بيا دغه بيه شلو زرو ډالرو ته هم رسيږي
• د افغاني محصولاتو له پاره ښه بازار موندل
• د ژوند د لومړنيو اړتياوو ( اوبو،برېښنا، روغتيا او پوهني) د اوږد مهاله او تل پاته پلانونو له پاره د معقولو او عملي لارو چارو لټون
• كرهڼي او د خوړو محصولاتو ته ځانگړې پاملرنه او وده وركول
• خصوصي سكټور ته وده وركول
• د نړيوالي مرستي د ښې ګټي اخيستني او څارني له پاره د ډونرانو، حكومت او انجوګانو تر منځ د يو معقول او ډاډمن سيسټم جوړېدل
• په افغانستان كي د سولي،امنيت، اقتصادي – كلتوري ګړندي پرمختګ له پاره كليوالي ژوند او كليو ته ډېره پاملرنه ، په دې اړه د افغاني ټولني د ځانگړتياوو په لړ كي د كليوالي جرګو او منل سوو كليوالي مشرانو د سياسي سېك، تدبير او پوهي څخه د هغي سيمي او په لوى سر كي د ټول هيواد د گټو له پاره كار اخيستل
• د مرستو او خدماتو عالي كيفيت او اوږد مهاله ګټي اخيستني ته ځانگړې پاملرنه .
له كنفرانس څخه زما اخيستنه :
د كنفرانس په ټوله ورځ كي ډېر مسايل مطرح سول، كه څه هم د غونډي په لومړي پړاو كي د افغاني گډونوالو نظرونو ته ډېره پاملرنه نه كېدله، اروپايي او امريكايي گډونوال د غونډي اساسي غړي بلل كېدل، خو د افغاني ګډونوالو په همت او درايت د غوڼدي حالت واوښتى، د افغاني ټولني واقعيتونه را وسپړل سول، د هغو پر حل باندي نظرونه وركړل سول، دا چي د دې نظرونو څوني برخه به د جون پر دوولسمه د غونډي پرېكړه ليك ته لاره مومي، بله خبره ده، ځكه د غونډي تخنيكي اړخ ټول د اروپايانو له خوا څارل كېدئ، خو افغانانو د خپل درك او مسووليت له مخي خپل ربړونه او د نورو زياتى او تېرى بربنډ بيان كړل او نړيوالي ټولني ته يې د څاه او گودر لار ور وښوول .
ااوس نو پر دوى ده، چي نړيواله ټولنه په رښتيا غواړي افغانستان او افغاني ټولنه له دې كړاونو او ستونزو څخه وباسي او كه يا ؟
د فرانسې د پلازميني پاريس په زړه كي د ايفل د برج پر سر د رباني د تنظيمي واكمنۍ جنډه ( بيرغ) تر اوسه پوري لا هم د افغانانو د جنډې په توگه ليدل ،كله _ كله په زړه كي دا ګروم او وسوسه را واچوي، چي د فرانسې دولت د نړيوالي ټولني د يو فعال غړي په توگه، آيا د افغانستان د اوسني دولت ملاتړى او ملگرى ځان بولي ،كه پخوانيو اړيكو ته لا ژمن دى! ؟
محقق شېرشاه رشاد
۱۳۸۷_ كال د غبرگولي _۲۰