هالنډ: ولسمشر ته د کلتوري کړيو د ورتګ مخنيوئ وشو

د لراوبر اداره | جون 11th, 2008


په هالنډ کي دافغانستان کونسلګرۍ ، ولسمشر کرزی ، افغاني کلتوري ټولنه او ملي تلويزيون تير ايستل  


د افغانستان د ملي تلويزيون له خوا نن ماښام  په خبري سرويس کي  هالنډ ته د ولسمشر کرزي د رسمي سفر په دوهمه ورځ د نوموړي د رسمي ليدنو کتنو د خبر په ترڅ کي دا هم وويل چي ولسمشر حامدکرزي په هالنډ کي له يو شمېر افغانانو او د کلتوري کړيو له استازو سره ليده کاته وکړه ،ښايي ملي تلويزيون ته به په هالنډ کي د افغانستان د جنرال کونسلګرۍ له خوا داسي خبر ليږل سوئ و، مګر حقيقت لږ بل ډول وو ،په دې اړه د لراوبر ويبپاڼي د عيني شاهدانو له خولې لاندي راپور چمتو کړئ :


هالنډ مېشتی افغان ډاکټر عبدالصبور عابد لراوبر ويبپاڼي ته وويل :  کوم کسانو چي نن له ولسمشر حامدکرزي سره ليده کاته وکړه يو يې هم په هالنډ کي د مېشتو افغانانو استازی نه و ، بلکي زيات شمېر يې په هالنډ کي د افغانستان د جنرال کونسلګرۍ او  جنرال کونسل سلطان محمد بنياد له خوا هلته ور بلل سوي وو تر څو د افغان کونسل له خدمتونو ستاينه وکړي او د کونسلګرۍ په نفع وږغيږي . عابد وايي په هالنډ د افغانستان کونسلګري هم لکه د افغانستان د نورو سياسي نمايندګيو غوندي د پښتو او پښتنو ضد عناصرو په محاصره کي ده ،دغه ډول کسان ددولت او ولس تر منځ په واټن رامنځته کولو کي رول لري چي دا د ژوري خواشينۍ ځای دئ .


په هالنډ کي د افغاني کلتوري ټولني ريس ډاکټر سيد نصير احمد لراوبر ويبپاڼي ته وويل : ماته د افغان کونسلګرۍ له خوا لس ورځي مخکي زما د مرستيال پذريعه بلنه راکړه سوې وه تر څو د افغاني کلتوري ټولني استازي د ولسمشر  سره د افغانانو د ليدني کتني په ناسته کي برخه واخلي ، موږ ددوی بلنه ومنله او د خپل مرستيال  په لاس مو ددغو څلورو کسانو د ورتګ وړانديز وکړ ، ډاکټر سيد نصير احمد په هالنډ کي د افغاني کلتوري ټولني مشر ، حسن شور د ملي موزيم پخوانی امر ، قومي مشر او سپين ږيری ښاغلی علي محمد مجبور ، انجنير ذکريا پوپل د افغانستان د چارو کارپوه .


ډاکټر سيد نصير وايي : عزيز الله چي د افغان کونسلګرۍ له خوا ځان هالنډ ته د ولسمشر د سفر دچارو مسول راپيژني ټينګار کاوه چي يوازي هغو خلکو ته د راتګ اجازه ورکوله کيږي څوک چي د افغان کونسلګرۍ د کارونو ستاينه کوي او يوازي هغو کسانو ته دخبرو کولو حق ورکول کېږي څوک چي يوازي په هالنډ کي د افغان کونسل په نفع خبري کوي ، کله چي موږ ورته وويل چي موږ به د جنرال کونسلګرۍ دکارونو ، په هالنډ کي د افغانانو د ستونزو او ددولت په ادارو او بهر کي په سياسي نماينده ګيو کي  د اساسي قانون د شپاړسمي مادې يا دژبو د انډول نه ساتلو په اړه وږغيږو .


دوی که څه هم موږ ته ډاډ راکړ چي د غونډي تر جوړېدو څلور ساعته مخکي به احوال درکوو.خو په وروستۍ ورځ نن ۱۰ جون ۲۰۰۸ د غونډي جوړېدو څخه يو ساعت مخکي زموږ له خوا په ورسره نېول سوې اړيکه کي وويل چي بخښنه غواړو ، د ولسمشر کرزي سره د افغانانو د ليدني کتني پروګرام  د ولسمشر دستړيا او ناروغۍ له امله پاته شو . اوس موږ او ولسمشر د هالنډ د ملکې  بياتريکس په ماڼۍ کي يو ، وروسته به ولسمشر لږ آرام کوي او بيا به په لايډن پوهنتون کي کنفرانس ورکوي .


ډاکټر سيد نصير زياتوي زموږ د معلوماتو له مخي د غونډي لپاره د کونسلګرۍ د خوښي  کسانو ته بلنه ورکول سوې وه او هر څه د پلان سره سم ترسره کېده ، کله چي زما مرستيال د افغان کونسل استازي عزيز الله ته وويل چي موږ به ستاسو ددې نامناسبي هڅي په اړه چي خپل ځيني غوړه مالان  ولسمشر ته  په هالنډ کي د افغانانو په استازو ور وپيژنئ ، خپل احتجاج  افغان ولس او ولسمشر ته د مطبوعاتو له لاري ورسوو .  عزيز الله وويل تاسي ماته پنځه دقيقې وخت راکړئ ، وروسته به درته ووايو چي تاسي هم  راتلای شئ کنه .


پنځه دقيقې وروسته عزيز الله د ټيلفون پر ليکه وويل ددې لپاره چي ډيره کوچنۍ غونډه په پام کي نيول سوې ده ، د نورو کسانو له راتګ څخه معذرت غواړ، خو يوازي يې عبدالله احسان په نښه کړ چي که له نورو خبرو تيريږي او ولسمشر کرزي ته د په هالنډ کي د افغان جنرال کونسلګرۍ د کارونو د ستايني تر څنګ د کونسلګرۍ پر ځای د سفارت جوړېدو پر اړتيا ږغيږې ، او سفارت جوړېدو وړانديز ورته کوي راتلای شې ، کنه په دې ناسته کي د نورو خبرو لپاره وخت نسته . ډاکټر سيد نصير وايي چي په هالنډ کي د افغانستان د کونسلګرۍ کارکوونکو او جنرال کونسل دې ته ورته افغاني ملي ضد هڅي پخوا هم ترسره کړې ، دوی له پښتوژبي او پښتنو سره کرکه لري او غواړي په دې ډول د افغان دولت او ولس تر منځ واټن رامنځته کړي ، نوموړي لراوبر ويبپاڼي ته وويل چي دوی به د خپلي به په هالنډ کي د افغاني کلتوري ټولني له خوا په رسمي ډول احتجاجي ليک خپور کړي .


دغونډي يوبرخه وال لراوبر ويبپاڼي د سترګو ليدلی حال داسي انځور کړ:


غونډه د ماپښين پر دوې بجې او شل دقيقې  په ډيره بې نظمي شروع سوه ، افغان کونسل خپلو نژدې کسانو ته د ځان د ملاتړ لپاره بلنه ورکړې وه ، يوازي د يوسفزي په نوم يوه کس د ماشومانو په ګډون دخپلي کورنۍ له شاوخوا لسو تنو سره راغلی و ، شاوخوا شلو کسانو برخه اخستې وه ، ولسمشر حامدکرزي ته د ننګيالي بڅرکي ، شاکر واصفي او جاويد واصفي له خوا ښه راغلی وويل سو، ولسمشر هم د خلکو تر منځ پر يوه چوکۍ کښېناست ، لمړۍ خبري محمديوسف يوسفزي وکړې ، نوموړي ځان په هالنډ کي د افغانانو د استازي په توګه وپيژاند ، افغانستان د جنرال  کونسل ښاغلي سلطان محمد بنياد د کارونو ستاينه يې وکړه او وړانديز يې وکړ چي اوسنی جنرال کونسل دي د افغانستان سفير او کونسلګرۍ دي په سفارت بدله کړه شي ، نوموړي خپل وړانديزونه په ليکلې توګه هم ولسمشر کرزي ته وسپارل .


وروسته ننګيالي بڅرکي وړانديز وکړ چي په کندهار ولايت کي دي يو سړک د هغه د مرحوم پلار محمد علم بڅرکي په نوم ياد کړه سي .


ولسمشر کرزي د هالنډ مېشتو افغانانو سره له ليدني کتني څخه خوښي څرګنده کړه ، په افغانستان کي د بياروغوني په اړه وږغېد او زياته يې کړه ، نوموړي وويل رواني نا امنۍ د بيا رغوني کارونه ستونزمن کړي دي .


عزيز الله لراوبر ويبپاڼي ته په ټيلفوني اړيکه کي وويل : که تاسو او نور افغانان هم وړانديزونه يا پوښتني لرئ نو کولای سئ چي د ښاغلي يوسفزي له لاري يې موږ ته او موږ به يې ولسمشر کرزي ته ورسوو .


که د جنرال کونسلګرۍ ويبپاڼه ګورئ،دا ځای کليک کړئ


ددې  راپور په اړه د لوستونکو تبصرې له دې ځايه ولولئ

Copyright Larawbar 2007-2024