کور / تازه خبرونه / دډيورنډ ها خوا د نن ورځي خبرونه ۱۰ جون

دډيورنډ ها خوا د نن ورځي خبرونه ۱۰ جون

د لومړى وزير د کورنيو چارو صلاحکار رحمان ملک وايي چې په هيواد کښې ځانوژونکي بريدونه زيات شويدي خو مونږ ترننه پورې يواځي پلټنې کوو په اسلام اباد کښې مطبوعاتى کنفرانس ته د وينا پرمهال رحمان ملک وويل چې د يوه ځانوژونکي بريد مخه ونيول شوه چې دامنيتي ادارو يوه لويه لاس ته راوړنه ده، د چاوديدونکو موادو څخه ډک موترونه مو هم نيولي دي ، د کورنيو چارو سلاکار وايي چې د نيول شوو ځانوژونکو يو تن په تيښته بريالي شويدى.






 په بنو کښې د انټرنيټ دوه سنټرونه په بمونو والوزول شول او له امله يې درې تنه ژوبل شويدى د راپورونو ترمخه په بنو ښار کښې د ناپيژاندو وسلوالو لخوا ځاى په ځاى شوو چاوديدونکو موادو په چاودنه کښې د انټرنيټ دوې کيفې تبا شويدي او درې تنه ژوبل شويدى د پيښې وروسته امنيتي ځواکونو سيمه په ولقه کښې اخستې ده.






 د پاکستان لومړى وزير يوسف رضا گيلاني ويلي دي چې يو سوله ايز غښتلى افغانستان د پاکستان په گټه دى په سيمه کښې د سولې او امنيت پرته هيڅ يو هيواد پرمختگ نشي کولي دغه څرگندونې نوموړي په اسلام اباد کښې د افغان پارليمان له هيت سره په خبرو اترو کښې وکړې، وزيراعظم زياته کړه چې د معاشي پرمختگ او خبرو اترو دلارې د ترهگرۍ علتونه ختم کيدلى شي د ترهگرۍ د مخنيوى لپاره ځانگړي پلان چمتو کولو ته اړتيا ده يواځي د زور د لارې د ترهگرۍ مخه نشي نيولى کيدلي  پاکستان غواړي چې ديرش لکه افغان کډوال چې اوس مهال په پاکستان کښې ميشت دي بيرته ستانه شي د پاکستان لومړي وزير زياته کړيده چې پر پاک افغان پوله د غير قانوني تگ راتگ مخه نيولو لپاره موتر نهه سوه زياتې امنيتي پوستې جوړي کړيدي او د بايوميټرک سسټم څخه به د غيرقانوني تگ راتگ په مخنيوى کښې مرسته وشي، داته کسيزه افغان پلاوى مشري سيدحامدگيلانى کوله پدغه وخت د پاکستان د مشرانو جرگې سينټ مرستيال جان محمدحمالي او د سينټ د خارجه چارو د کميټۍ مشر مشاهدحسين هم موجود وو.






د کرمي ايجنسۍ قبايلى مشران په يوه مياشتنې اور بند باندې هوکړه وکړه د کرمي ايجنسۍ پوليټکل ايجنټ محمد اعظم خان خبر يالانو ته وويل چې د جرگې غړي له زندان څخه خوشي کولو وروسته له تيرو دوو ورځو څخه روانو خبرو اترو کښې قبايلي مشران ودې ته اماده شول چې د يوې مياشتې لپاره اور بند اعلان کړي قبايلو ژمنه کړيده، چې په سيمه کښې به د امنيت د ټينگښت لپاره هلى ځلى کوي، پوليټکل ايجنټ وايي د اوربند وروسته اوس مونږ ودې ته چمتو شوي يو چې د تگ راتگ تړل شوې لارې بيرته پرانيزو.






 بيت الله مسود خپلو پلويانو ته امر ورکړ چې پر دولتي کار کوونکو او ودانيو باندې بريدونه مه کوى د راپورونو ترمخه د تحريک طالبان پاکستان مشر بيت الله مسود لخوا په ټانک بازار کښې داسى خبر پاڼې ويشل شويدى چې په هغه کښې ويل شويدي چې د سهيلي وزيرستان د مسود قبايلو مل زئى ، شمل خيل، بهلول زئى په سيمو کښې د سرکاري محکمو او د پرمختگ پروژو باندې کار کوونکو کسانو او دولتي افسرانو به بشپړه امنيت وساتل شي په خبر پاڼه کښې دغه هدايت شويدى چې دغه اعلان دې بشپړه عملى شي، که چرته څوک د دغه امر څخه سر غړونه وکړي  نود هغه پر ضد به سخت غبرگون وښودل شي.






د صوبه سرحد سنير وزير بشيراحمد بلور ويلى دي چې نوى مالي کال به د پرمختگ کال وي چې په کوم کښې به ښوونې او روزنې ، روغتيا ، صفايى او د اوبو څانگو ته ځانگړي پاملرنه وشي او د ښارونو د پرمختگ لپاره ميگا پروجيکټونه به هم پرانستل شي، اسيا پارک ته نږدي د يوه ښوونځي د بنسټ ډبره کيښودلو دستوره ته ايالتي وزير وويل چې پر دغه ودانۍ به اته پنځوس لکه کالداري لگښت راشي ايالتي وزير د رحمان ملک لخوا د امن لوظنامې د ماتولو بيان ورکولو باندې افسوس څرگند کړ خو په ډاگه يى کړه چې ايالتي حکومت به دولس د ارزښناکه گټو لپاره لوظنامه په ځاى وساتي مونږ مرکزى حکومت ته هم دغه مشوره ورکوو چې د امن لوظنامې ماتولو پر ځاى نور تړنونه وکړي په فاټا او افغانستان کښې هم دسولې د خدمت لپاره کار کولو ته چمتو يو، مونږ نور د پښتنو د وينو توئيدل نه شو زغملى .






د شخصي ټلويزون د راپور ترمخه په مهمند ايجنسۍ کښې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته شويده د افغان ځواکونو الوتکي د پولي ديخواله راوښتې دې د راپورونو ترمخه د افغانستان ځواکونه د مهمند ايجنسۍ پولې ته د طالبانو په لټون پسى راورسيده پدغه وخت د پاکستان ځواکونو لخوا ورته وويل شو چې د پولې دې غاړه مه راځى پدغه وخت پر پوله موجود طالبانو ورباندې ډزې پيل کړي پدغه وخت د پاکستان ځواکونو هم پر افغان سربازانو باندې ډزې کړيدى خو په پيښه کښې چا ته د مرگ ژوبلې اوښتو راپور ندى تر لاسه شوى.