کور / تازه خبرونه / د ډاکټر عبدالله عبدالله معاونین او ملګري د ډاکټر اشرف غني د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم وینا قهرولي دي

د ډاکټر عبدالله عبدالله معاونین او ملګري د ډاکټر اشرف غني د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم وینا قهرولي دي

د یوې غونډي په ترڅ کي چي د ډاکټر اشرف غني احمدزي د پلویانو له خوا څخه جوړه شوې وه ، جنرال عبدالرشید دوستم له هغه پلان څخه پرده پورته کړل کوم چي د ډاکټر عبدالله عبدالله د ټیم له خوا څخه د افغانستان د ویشلو په اړه په پام کي وو . جنرال دوستم وویل چي ځکه یی د ښاغلي عبدالله سره د ملګرتوب لاره پریښودل . ښاغلي احمدزي خپل سیالان په ولایتونو کي مناظرې ته راوبلل او هغوی یی د افغانستان خلکو ته د خدمت د پروګرام او پلان د نه درلودلو په تور تورن کړل . نن د عبدالله عبدالله د ټیم له ملګرو څخه ولسمشری ته د عبدالله عبدالله مرستیال ښاغلي محقق کلک غبرګون څرګند کړ او زیاته یی کړل چي « که د افغانستان د ویشلو کومه خبره شوې وي نو هغه د ښاغلي جنرال په حضور کي ویل شوې ده » . نوموړي دا خبري نه د ځان ، نه د ډاکټر عبدالله عبدالله او نه هم د جنرال دوستم لپاره ګټوري وبللی . په عین وخت کي د عبدالله عبدالله د ټیم ویاند ښاغلي سنګچاراکي بیا د موضوع په اړه خبرداری ورکړ چي دوی به د حقوقي مراجعو له خوا څخه دا خبره څیړي . ده وویل چي لوی څارنوالی او د انتخاباتو د شیکایتونو په کمیسیون کښي یې خپل شیکایت ثبت کړی دی . د انتخاباتو د شیکایتونو د کمیسیون ویاند هم وویل چي د ښاغلي عبدالله عبدالله د کمپاین له مشرتابه څخه یی شیکایت تر لاسه کړی دی . د انتخاباتو د قانون له مخي هیڅ یو کاندید نه شي کولای چي د انتخاباتو د کمیسیون د محالویش څخه له وخته مخکي کمپاین شروع کړي .