کور / تازه خبرونه / امریکایی سناتوران په کابل کي

امریکایی سناتوران په کابل کي

په کابل کي تصویري رسنیو د امریکې د متحده ایالاتو د سنا د څو وکیلانو د راتګ خبر خپور کړی او ویلي یی دي چی د امنیتي تړون د لاسلیک په خاطر دا دی امریکایی سناتوران اړ شول تر څو کابل ته راشي او ښاغلي اولسمشر حامد کرزي تشویق کړي تر څو دا تړون لاسلیک کړي . د امریکا د متحده ایالاتو د سناتورانو د ډلي مشر ښاغلي جان میکن د ښاغلي اولسمشر کرزي سره تر لیدلو ورسته رسنیو ته وویل چي که اولسمشر حامد کرزی دا تړون ژر لاسلیک نه کړي نو دا امکان لري چي د امریکا د سنا په راتلونکی کیدونکي عمومي غونډه کي د افغانستان د امنیتي ځواکونو لپاره د امریکا پینځه میلارده ډالره مرسته تصویب نه شي او هغه وخت به افغانستان له ډیرو کړاونو څخه بیا د 1991 کال په څیر دغه امنیتي ځواکونه هم له لاسه ورکړي . د سناتورانو د غړو څخه یوه بل سناتور د افغانستان او سیمي د حالاتو په اړه اندیښنه څرګنده کړل او وی ویل چي که چیري دا تړون لاسلیک نه شي نو افغانستان به بیا د ګاونډیو لاس ته ولویږي . ښاغلي جان مکین وویل چي د تړون لاسلیک د پاکستان او طالبانو سره د خبرو ور پرانیستلای شي ، موږ به کوښښ وکړو چي وروسته پاکستان دی ته را مات کړو تر څو د جګړی پر ځای طالبان سولي ته وهڅوي . د راپورونو له مخي امریکایي هيْت د اولسمشر تر لیدلو وروسته د ښاغلي ډاکټر اشرف غني احمدزي سره کتلي دي او د افغانستان او سیمي په اړه یې خپل نظرونه تبادله کړي دي .