کور / تازه خبرونه / د سعودي عربستان د خارجه چارو وزیر پاکستان ته راځي

د سعودي عربستان د خارجه چارو وزیر پاکستان ته راځي

پاکستاني رسنیو نن د سعودي عربستان د شاهي دولت د خارجه چارو د وزیر پاکستان ته د 2014 میلادي کال د جنوری په دولسمه نیټه د راتګ خبر خپور کړ . په خبر کي راغلي دي چي د سعودي عرب د خارجه چارو وزیر به د پاکستان د لومړي وزیر ښاغلي نوازشریف او خپل سیال سره د افغانستان او سیمي د حالاتو په اړه وږغیږي . د ډیرو کلونو انتظار وروسته عرب په عام کي د سیمي او په خاص کي د افغانستان د کړکیچ د اوارولو لپاره سیمي ته داسي سفر کوي . سیاسي شنونکي په دې اند دي چي افغان سیمیزه جګړه او افغان خپلمنځي جګړه ، د ګاونډیو هیوادونو او په تیره په دې جګړه کي د اعرابو د مخامخ ګډون ، افغانستان دغه حالت ته راورساوه . په خبري رسنیو کي دا هم ویل شوي چي د افغان 35 کلني غمیزي ته تر اوسه د اعرابو داسي هڅي نه دي لیدل شوي . افغانان دمسلمانانو ورورڼو په حیث له اعرابو څخه دا هیله کوي چی د افغان دولت او طالبانو تر منځ د سولي په خبرو کي مخکښ شي ، پر پاکستان زور راولي تر څو دا جرړه خلاصه کړي .