کور / تازه خبرونه / پاکستاني استخباراتي پنجابي اداره ، هم پر میخ وهي او هم پر نعل

پاکستاني استخباراتي پنجابي اداره ، هم پر میخ وهي او هم پر نعل

پاکستاني تصویري رسنیو خبر خپور کړ چي د امریکا د متحده ایالاتو لپاره د پاکستان سفیر ښاغلي جلیل جیلاني نن په واشنګټن کي خبریالانو ته وویل چي د پاکستان حکومت نه غواړي امریکایې سرتیري دي په مکمل ډول له افغانستان څخه ووزي . خبر زیاتوي چي پاکستاني سفیر د امریکا له سنا څخه غوښتي دي چي د تروریزم په ځپلو کي د پاکستان د حکومت سره مادي مرسته وکړي . سیاسي شنونکي په دې اند دي چی پاکستان دوه مخی سیاست لوبوي . د تروریزم په جګړه کي یی پښتانه د تروریستانو په قطار کي درولي او مالي مرستي پنجاب ته رواني دي . یوه ډله سیاسي کارپوهان بیا په دی عقیده دي چي که پنجابي حکومت د پښتنو د نسل وژني په لاره کي اتیا په سلو کي ملامت دی خو شل په سلو کي خپله پښتانه وسیله شوي دي .