کور / خبرتیا او پيغامونه / دخبریال ډاټ کام پر همکار برید، عاملین باید محاکمه شي

دخبریال ډاټ کام پر همکار برید، عاملین باید محاکمه شي

دخبریال ډاټ کام اداره په زابل ولایت کې پر خپل همکار زلمي حلیمي دشوي برید غندنه کوي ،او دا برید په افغانستان کې دبیان پر آزادي برید بولي .

دخبریال ډاټ کام همکار زلمی حلیمي دپانج شنبې په ورځ چې دفبروري دمیاشتي (۲) نېټه کېږي دیوه راپور دخپراوي په غبرګون کې ووهل شو او دمرګ ګواښنه ورته وشوه .

ښاغلي‌حلیمي دزابل ولایت دیوې غونډي راپور خپور کړی وو ،چې دهغه ولایت ولسي وګړو دپوهنې ریاست په درغلیوورکي تورن کړی وو. دزابل خلکو دوالي اشرف ناصري په وړاندي دزابل دپوهنې ریس رحيم الله لودين تورن کړ چې پر تړلو ښوونځیو پیسې اخلي . همدا موضوع دزابل ځوانانو تر ولسي جرګې او دپوهنې تر وزارت پوري لا له وړاندي ‌رسولې ده ، خو دزابل دپوهنې دریس رحيم الله لودين دفشار له کبله تر ډېره له رسنیو پټه ساتل کېږي . کله چې دخبریال ویبپاڼې همکار له زابله داموضوع خپره کړه ،هم مهاله دپوهنې دریس رحيم الله لودين ورور او دتره زوی دخبریال پر همکار برید وکړ. دخبریال همکار زلمی حلیمي ‌وايي چې له وهلو سره سره دپوهنې دریس کورنۍ په مرګ ګواښلی او د وژلو اخطار یې ورکړی دی .

دخبریال ډاټ کام ادارې دموضوع په تړاو ، دزابل دولایت له مقام ، ملي‌امنیت او امنیه قومانداني سره خبري کړي دي .

هم داراز دخبریال ډاټ کام ادارې دپوهنې له مرستیال وزیر ښاغلي‌ سنګین ، او دهغه وزارت درسنیو له دفتر سره موضوع شریکه کړې ده . دپوهنې وزارت وايي چې دزابل دریاست څخه لا له وړاندي دستونزو او درغلیو شکایتونه ورته راغلي دي‌.

خبریال اداره دموضوع په تړاو ،دولسي جرګې له استازو ، مدني ټولنو ، دژورنالیسټانو له اتحادیو ، او مشرانو جرګې سره په تماس کې ده او غوښتنه کوي چې دپوهنې تر چتر لاندي زورواکان محاکمې ته راکش کړي‌.

خبریال اداره له ټولو مدني ټولنوله استازو ، درسنوله کارکوونکو ، دبیان دآزادي له پلویانو ، دبشري حقوقو له ساتونکو او افغان حکومت نه غوښتنه کوي چې دورته پېښو په مخ نیوي کې مرسته او همکاري وکړي ، او دزابل دوروستۍ پېښي دعاملینو په محاکمه کې ځانونه ونه سپموي .