طالبان: د موټر بريد په پايله کي ٢٧ پوليسو ته مرګ ژوبله واوښته
عطاالله محمدي
طالبانو په خپله يوه انټرنيټي رسنۍ کي خبر ورکړى چي تېره ورځ ئې د يوه موټر بم چاودني په وسيله د سيميزو پوليسو ٢٧ عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې.
طالبان ليکي چي ياد بريد ئې د غزني په شلګر اولسوالۍ کي د سردار کلا د سيميزو پوليسو پر پوسته کړى دئ.
په دې اړه خپله افغان حکومت تر اوسه څه نه دي ويلي.