کور / خبرتیا او پيغامونه / انجنیر زرغون اوس هم په شخصي زندان کی

انجنیر زرغون اوس هم په شخصي زندان کی

د نن نه پوره یو کال وړاندی د ۲۰۱۳ میلادی کال د جنوری په پنځمه نیټه د ایم ټی این (اریبا) مخابراتی شرکت د ننګرهار ولایت مسول انجنیر سید زرغون شاه د نامعلومو وسلوالو لخوا په جلال اباد ښار کی وتښتول شو.

له همهغی ورځی را په دیخوا او تر نن ورځی پوری د اینجنیر زرغون شاه برخلیک معلوم نه دی، او دده کورنۍ چه د کنړ سیدان دي پری ځوریږي، خصوصآ د زرغون شاه مور او یواځینی اولاد یی پنځه کلن ماشوم (یاما).

نوموړی اینجنر یو مسلمان او د ښو اخلاقو خاوند یو خوش خلقه شخص دی، او هغه کسان چه د نوموړی سره اشنایی لري دده د نیکو اخلاقو ګواهان دي، د نوموړی فامیل له چا سره شخصي دښمنی هم نه لري.

معمولآّ په افغانستان کی د شرکتونو افغانی کارکونکی که اختطاف شي د شرکت مسولین سر پری نه خوږوي او حتی خواخوږۍ هم ورسره نه کوي، او ټول تندر بیا د لادرکه شوي کورنۍ په سر وي. خو که د یو شرکت کوم خارجی کارکونکی اختطاف شي نو بیا فامیل ته یی هم هره ورځ د خواخوږۍ پیغامونه ورلیږی او هر اړخیزه همکاریو ته هم چمتو وي چه تر څو خپل خارجی کارکونکی را خوشی کړي، ولو که د بندیانو په بیادله بیا هم تمامیږي. لکه څرنګه چه انجنیر زرغون شاه د شرکت یو افغانی کارکونکی وو نو له همدی کبله ایم ټی این هم پری سر نه خوږوي.

خدای دی زمونږ ګران هیواد ته صلح او آرامښت راولي چه د افغانانو ارزښت هم د نړیوالو په کچه لوړ شي.

د یوه کال را په دیخوا په ننګرهار ولایت کی د اختطاف کچه بی حده زیاته شوی او هره اوني یو یا دوه تنه تښتول کیږي، چه دغه اختطافونه په ننګرهار ولایت کی د ناامنۍ او د خلکو د تشویش ستر عوامل دي. سره له دی چه اختطاف (قطع طریق) ته په اسلام کی ځای نشته او سخته سزا ورته ټاکل شوی، خو متاسفانه دغه ناوړه پدیده د افغانی کلتور د اسانه او په حرامه د پیسو د لاسته راوړنی یوه برخه ګرځیدلی او په سلګونو ددغه پدیدی ډلی جوړی شوي دي.

که هر چا ته د انجنیر زرغون شاه معلومات وي او دده په خلاصون کی کومک کولای شي نو په لاندی پته د فامیل سره یی ارتباط ونیسۍ.

Kabul11@hotmail.com, Phone: +447850080000, 0700220800, 0775122344

والسلام

اینجنیر سید احمد شاه سادات