کور / خبرتیا او پيغامونه / د ښاغلي نجیب الله سمسور سره غمرازی

د ښاغلي نجیب الله سمسور سره غمرازی

په ډیره خواشینی سره مو خبر تر لاسه کړ چي د سمونوال نجیب الله سمسور ښاغلی پلار ارواح ښاد حفیظ الله سمسور او ارواح ښاد ډاکټر رحمت الله سمسور ، د اجل بلني ته لبیک ووایه ، انالله و اناالیه راجعون . خدای بخښلي حفیظ الله سمسور د خپل ژوند ټوله وخت د هیواد د بچیانو د تعلیم او تربیی په لاره کي وقف کړ . د روزګان ولایت د مرکز ترینکوټ د سیدالخان د لیسی د 1348 کال څخه راوروسته ټولو زده کونکو د محترم استاد تر لارښوني لاندي زدکړي کړي دي . دروند استاد یو مهربانه او دلوړو خوینو درلودونکی شخصیت وو . استاد د ښونکي تر څنګ ښه شاعر هم وو .
د لراوبر پاڼي ټول کارکونکي او اداره په دی درانه غم کي د ښاغلي نجیب الله سمسور او د دوی له کورنی سره ځان شریک ګڼي . د ښاغلي سمسور کورنی ته د زړه صبر او خدای بخښلي استاد حفیظ الله سمسور او د هغوی ګران زوی خدای بخښلي ډاکټر رحمت الله سمسور ته د لوی پروردګار څخه د فردوس جنت هیله کوي .