د پښتو ادب له اسمانه يو بل ادبي ستورى ولوېد: ابوالخير ځلاند
حبيب تاثير - کوټه
په جنوبي پښتونخوا كې په تېرو څو مياشتو كې د رازمحمد راز، عبدالقدوس دراني او عبدالغفور پردېس له مرګ څخه وروسته نن د چار شنبې په ورځ د جنوري د مياشتې په اتمه نېټه يو بل ستورى د پښتو ادب له اسمانه ولوېده، ابوالخېر ځلاند.
ابوالخېرځلاند د رېډيو پاكستان كوټي پردډيوسر وو چې د دې تر څنګ يې پښتو ادب ته زيات خدمت كړى وو، ځلاند د شفاهي ادب يا فولكلور په برخه كې ښه نوم لري.
ابوالخير ځلاند د پښتو ادب په هغه شاعرانو كې راځي چې ژبې او ادب ته يې زيات كار كړى دى او تر نيم درزن پوري كتابونه يې ليكلي او چاپ كړي دي، چې په هغوى كې دوه كتابونه: (د متلونو كيسې) چې د متل په شاليد يا پس منظر باندې ږغېدلى دى،
له دې څخه پرته د جنوبي پښتونخوا د نوموړي عالم، مفكر، شاعر، ليكوال علامه عبدالعلي اخوندزاده په فون او شخصيت باندې يې د (كسې لمر) په نوم كتاب ليكلى دى، چې دا په خپل وخت كې يو ډېر په زړه پوري او د اهميت وړ كتاب بلل كېږي.
ابوالخير ځلاند د ماشومانو په ادب باندې هم زيات كار كړى دى او د هغوى له پاره يې (د تنګۍ غوټۍ) په نوم كتاب ليكلى او چاپ كړى دى، څنګه چې په پښتو ادب كې په دغه اړخ كې بېخي لږ كار شوى دى، نو د ژبې او ادب ماهرين د ماشومانو له پاره كار كول زيات اړين بولي او وايي چې كه څه هم د ماشومانو ادب هغوى ته ذهني پراختيا، فكري پرورش او د ټولنيز ژوند له پاره قوت وربخښي خو په ټوليزه توګه ويل كېږي چې د هغوى ادب ته چندان پام لرنه نه كېږي.
ځينې ادب پوهان په دې باور دي او وايي: كه د ماشومانو له پاره كلتوري پروګرامونه، د هغوى سندرې او نور دې ته ورته كارونه ونسي نو لېري نه ده چې هغوى دى له خپل كلتور څخه بې برخې او ناخبره پاته سي، دوى وايي څنګه چې د ماشومانو ادب ته چندان پاملرنه نه كېږي نو لدې امله هغوى هم خپلو كلتوري دودونو او هغه سندرو ته شاه كړې ده چې هغوى به په موسمونو كې ويلې او له پېړيو پېړيو خوله په خوله راوړل كېدې.
له دې څخه پرته ابوالخير ځلاند صاحب، په ښځينه ادب كې يوه پياوړي صيف چې وايي په روان وخت كې ورته شاه شوې ده هم زيات كار كړى وو، انګۍ، خداى بخښلي هنګۍ راټولې كړې او د (نيمې نړۍ) په نوم په كتابي شكل يې چاپ كړې دي، چې دا كار د ګوتو په شمېر شاعرانو او ليكوالانو كړى دى.
هېره دي نه وي چې شاعر، ليكوال، څېړونكى او د شفاهي ادب خدمت ګار ابوالخير ځلاند د پټې خزانې د موندلو او چاپولو په مهمو غړو كې بلل كېږي، چې دا كتاب په پښتو ادب كې تر ټولو معتبر او د ستاينې وړ بلل كېږي.
هغه د ځينو لويو او وړو ادبي جايزو ترڅنګ د پاكستان يوه لويه جايزه هم اخيستې ده، هغه دا چې كله فاروق احمدخان لغاري د پاكستان ولسمشر وو نو ده ته يې د صدارتي اېوارډ په نوم جايزه هم وركړې وه.
له دې پرته هم ابوالخير ځلاند د پښتو ادب او ژبې له پاره نه سړي كېدونكى ګامونه پورته كړي او زيات كار يې ورته كړى دى، چې پښتانه شاعران او ليكوالان يې ناڅاپي مرګ د پښتو ژبي او ادب له پاره يوه ستره ضايع ګڼي، روح دې ښاد او كورنۍ دي يې صابره وي.