طالبان: په روزګان او کندهار کي دوه پوليس راسره يوځاى سول

عطاالله محمدي | جنوري 8th, 2014


وسله والو طالبانو په خپله يوه رسنۍ کي خبر ورکړ ، چي په روزګان او کندهار کي ورسره دوه پوليس يوځاى سوي.
سرچينه ليکي چي په روزګان ولايت کي د خاص روزګان اولسوالۍ د کلتک د سيمي اوسېدونکى يو پوليس ، او همدا ډول په کندهار کي د ارغسان اولسوالۍ اړوند د توبه جلکه د سيمي يو پوليس د دوى د جلب او جذب د کمېسيون په هلو ځلو د دوى سره يوځاى سوي .
د سرچينې په حواله چي په ارغسان کي تسليم سوى پوليس مخکي د بولدک د قوماندان عطاء الله سره عسکر وو.
د يادوني وړ ده چي په دې اړه خپله حکومت تر اوسه څه نه دي ويلي.

Copyright Larawbar 2007-2024