کور / خبرتیا او پيغامونه / د یوه غښتلي ښه ځوان افغان . یاد

د یوه غښتلي ښه ځوان افغان . یاد

حاجي مدیر صیب ( د کندهار د هوایی ډګر د هوایی ټرافیکو پخوانی مسؤل مدیر ) او د هغوی کورنی مي له کندهاره پیژندل ، خو د حاجي مدیر صیب له اړوندانو سره مي پیژندګلوي هغه وخت پیدا سول کوم وخت چي زه په بلجیم کي میشت سوم . زما د اوسیدلو څخه ډیر کلونه وروسته یو ځل په بروکسل کي د افغان کلتوري بهیر مشرتابه غونډه وه او دا ځل د دریو کتابونو د چاپ او د هغه د مصارفو په اړه بحث روان وو چي د میړڼي افغان ارواښاد میرویس سیدزي له خوا د انجنیرصیب حضرت سادات په وسیله د نوموړو کتابونو د چاپ او نشر د تابیا ټټر ووهل سو . کتابونه چاپ سول او تر خپلو مراجعو هم ورسیدل . لا میاشت نه وه تیره سوې چي بیا هم د اکراین هیواد د ادیسي د ښار افغان اوسیدونکو نوموتی افغان څیړونکی ، لیکوال او ملي شاعر ښاغلي عبدالباري جهاني ته بلنه ورکړل تر څو د ادیسي له افغانانو سره وویني او د ملي شاعر په لیدلو خپله مینه خړوبه کړي . په همدی وخت کي نوموړو یارانو زموږ اروپا میشتو لیکوالانو ته هم بلنه راکړه تر څو د جهاني صیب سره یو ځای په پروګرام سوو غونډو کي ګډون وکړو.له انګلستان څخه د لندنمیشتو افغان کلتورپالو په استازیتوب ښاغلي پیرمحمد باوري او ښاغلي ولي عبدالله ، له سویډن څخه د افغانانو د کلتوري مرکز مشر ښاغلي حبیب الله غمخور ، ښاغلي حکمت الله حکمت او ښاغلي لالي له خپلو خپلو ښارونو څخه او له بلجیم څخه د افغان کلتوري بهیر په استازیتوب ، زه او میرویس هوتک باوري ، له هالنډ څخه د هالنډ د افغان کلتوري ټولني په استازیتوب ، د ټولني مشر ښاغلی عبدالله احسان ، ښاغلی سید عمر پاچا او ښاغلی حاجي محمد ایازي په یوه موټر کي ځانونه د ادیسي ښکلي ښار ته ورسول . د ادیسي د ښار کوڅې زموږ د موټر رهنما نه سوای پیدا کولای نو پر عمومي جاده باندي د تیلو په یوه پمپ کي ودریدو او د ټلیفون پر لیکه مي خپل ځای میړني میرویس ته ووایه ، هغه بیله ځنډه د څو دقیقو په ترڅ کي ځان راورساوه .میړنی میرویس ما یوازي په تصویر کي لیدلی وو ، خو د مخامخ لیدلوښایسته ځوانی او لوړو اخلاقو یی په یوه نظر کي ځان راته ګران کړ . د لوړ قد او مناسبو اندامو خاوند او د لوړو انساني خصلتونو خاوند ځوان چي د ځوانی له ښواحساساتو او افغانیت سره جمع کړی نو میړنی میرویس جوړوي .
د اکراین هیواد په ادیسه ښار کي میشتو ټولو افغانانو زموږ د ورغلو میلمنو میلمه پالنه وکړه ، ټولو افغانانو یو د بل په مرسته او بیا د ټولنو مشرانو او مشرتابه په یوه اواز او یوه زړه زموږ د میلمه پالني چاري سمي سمبال کړي وې چي د راستنیدلو پر وخت موږ هر یوه جلا جلا په لیکلي ډول مننه او کورودانی ورته ووایه . زموږ د میلمه پالني په سمبالښت او پاللو کي خدای بخښلي میړني میرویس ځان دومره ستړی او لالهانده کړی وو تا به ویل چي یا خو یی د کورنی خاص غړي میلمانه دي او یا یی هم د ملګرو له خوا زموږ د میلمه پالني دنده اخیستې ده . له دې سره سره چي د تجارت او کاروبار سمبالښت ته هم رسیدی خو سهار وختي به زموږ تر کښینستلو مخکي راغلی وو او په پخلنځي کي به یی د سهار د ناشتا تابیا کوله . د ورځي پروګرام به یی موږ ته ووایه چي نن د چا میلمانه یو او یا هم نن چیري د کتلو او لیدلو لپاره ځو . د دوو اونیو په ترڅ کي میړنی میرویس نه خو ستړی سو او نه هم زموږ څخه لیري ، هره ورځ تر بلي میړنی میرویس خوښ ښکاریده ، هره ورځ تر بلي میړني میرویس زموږ زړونو ته لاره پرانیستل .
اوس هغه میرویس چي د افغانانو میړنی بلل کیده نور تر زړونو رارسیدلی دی ، هغه نور زموږ په منځ کي نه سته خو د هغه انسانیت ، افغانیت او اسلامیت به زموږ د ځوانانو او هغوی چي خدای بخښلی میرویس یی پیژندی ، د لاري ډیوه وي . د میرویس یاد دي تل وي .
بروکسل ، 27.12.2013
امین باوري