کور / خبرتیا او پيغامونه / د فاتحې خبرتیا

د فاتحې خبرتیا

د جرمني په کلن ښار کي میشت الحاج ولي جان بارکزی ، په هالنډ کي میشت ، موسی جان بارکزی ، په کلن کي میشت محمد یونس بارکزی ، او عصمت بارکزی ، زامن . شهزاده بارکزی او فرید بارکزی لمسیان . د ښاغلي الحاج ولي جان بارکزي د محترمي خدای بخښلي مور د وفات له امله چي جنازه یی د تیري شنبیی په ورځ 04.01.2014 د روزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کي خاورو ته سپارل سوی ده دوستانو ته خبر ورکوي چي د نارینوو فاتحه د شنبی په ورځ 11.01.2014 د ماپښین له دو بجو څخه تر څلورو بجو پوري د جرمني هیواد د کلن د ښار د هورت سیمه د ایوان پلاس په سالون کي اخیستل کیږي . د دوستانو ګډون به د متوفی روح ته د دوعا او کورنی ته د تسلا سبب وګرځي .
نیټه : 11.01.2014 د شنبی ورځ .
وخت : د ماپښین دوی بجې .

ادرس :EVAN PALACE
MAX-PLANCK . STRASSE
HURT