کور / اسلامي / د خپل نفس سره د محاسبې ٤٤ پوښتني

د خپل نفس سره د محاسبې ٤٤ پوښتني

د خپل نفس سره د محاسبې ٤٤ پوښتني:
بسم الله الرحمن الرحيم
– آيا ټول لمونځونو مو په جماعت سره ادا کړي دي ؟
– آيا د کتاب الله په قرائت کې مو فکر او تدبر کرى دئ.؟
– آيا په وتر ، سنت او نفلي لمونځونو لکه : تهجد ، تحية المسجد ، صلاة الضحی … مو اهتمام کړی ؟
– آيا په صدق او عاجزۍ مو دعا کړې ؟
– آيا په لمانځه کې مو خشوع کړې او د شيطاني وسواسو دفع مو کړې او که نه ؟
– آيا د سبا او بيګاه په اذکارو او مسنونه دعاګانو مو هميشوالی کړی دی ؟
– آيا د قبرونو زيارت مو د پند او عبرت د پاره کړی ؟
– آيا کله مو جهاد کړئ ، يا مو د کوم مجاهد يا د هغه د کور تجهيز کړی ؟ او يا مو د جهاد په اړه فکر کړی دی ؟
– آيا د انتقام په وخت کې مو د قهر او عصي دفع کړې ده ؟ او د بل چا د خطا پر وړاندې مو زغم کړی دی ؟
– آيا د بل چا د عيب پلټلو پر ځای مو کله هم د خپل ځان د عيبونو په اصلاح کې فکر کړی دی ؟
– آيا د خپل نفس سره مو مجاهده کړې تر څو ته له متقيانو څخه وې ؟
– آيا کله مو د الله تعالی له وېرې ژړلې دي داسې چې له خلکو لرې وې ؟
– آيا په دعوت الی الله کې مو د خپل توان موافق برخه اخيستې ؟
– آيا له اصراف او تبذير څخه مو ځان ساتلی دی ؟
– آيا خپل وخت مو له ضايع کيدو ژغورلی ، د علم طلب مو کړی دی ؟
– آيا پر شناخته او نا شناخت کسانو مو السلام اچولی او خلکو ته مو ښه خبره کړې ده ؟
– آيا له خپلو والدينو ، خپلو خپلوانو ، ښځې او اولادونو سره مو ښه سلوک کړی دی ؟
– آيا د ښه خبر او نعمت په وخت کې مو د شکر سجده کړې ده ؟ او شکر مو ادا کړی دی ؟
– آيا د پريشاني او سختۍ په وخت کې مو لمونځ او صبر کړی دی ؟
– آيا د دوو کسانو تر مينځ مو اصلاح کړې ده ؟
– آيا پر فقيرانو او بې وسه کسانو مو صدقه کړې ده ؟ او د صدقه جايرې عمل مو کړی دی ؟
– آيا پر وعده مو وفا کړې ؟ د امانت مو سانته کړې ده ؟
– آيا امر بالمعروف او نهی عن المنکر ( په نيکو کارونو امر او له بدو کارونو منع ) مو کړی دی ؟
– آيا کله مو نفلي روژه نيولې ده ؟
– آيا د نيکو کسانو سره ناسته ولاړه لرئ ، هغوی چې د الله تعالی طرف ته بلنه کوي او تاسې ته يې تعلق کټه ورسوي .
– آيا د مريض پوښتنه مو کړې ده ؟ هغه ته مو د شفا دعا کړې ده ؟
– آيا غير مسلمو ته مو د اسلام بلنه ورکړې ده ؟
– آيا د مسلمان ورور پرده مو کړې ده او کله مو د هغه زړه ته خوشحالي داخله کړې ده ؟
– آيا د حج او عمرې ادا کولو اراده مو کړې ده ؟
– آيا د شر او فساد له مجلسونو مو مخ اړولی دی ؟
– آيا د اودس په وخت کې مو مسواک وهلی دی ؟
– آيا د خپل نفس سره مو د بيده کيدو مخکې حساب کړی دی او خپل زړه مو له بعض او کينې صاف کړی دی ؟
– آيا په ټولو احوالو او اعمالو کې له الله تعالی څخه وېرېدلی يئ ؟
– آيا د آذان ځواب مو ورکړی دی؟ او د آذان دعا مو کړې ده؟ تر څو د رسول الله صلی الله عليه وسلم شفاعت مو نصيب شي .
– آيا د بې کاره او فضولو خبرو او خندا مو ډه ډه کړې ده ؟
– آيا د حرامو څخه مو خپل جوارح ( سترګې ، ژبه ، عوږونه او نور ) ساتلي دي ؟
– آيا ژبه مو له ټولو حرامو لکه : غيبت ، بهتان ، درواغو او پر نورو باندې ټوکو او مسخرو کولو ساتلې ده ؟
– آيا له الله تعالی څخه مو په دين باندې د ثبات ، هدايت ، جنت او د دوزخ څخه د نجات دعا کړې ده ؟
– آيا د الله تعالی حمد مو د اسلام د ستر نعمت ، صحت ، مال او اولاد په ورکړه ادا کړی دی ؟
– آيا په الله تعالی مو توکل کړی دی او يوازې له هغه (جل جلاله) مو مدد غوښتی دی ؟
– آيا مسلمان ورور ته مو د هغه په غياب کې دعا کړې ده ؟
– آيا د خلکو پر وړاندې مو تواضع کړې ده ؟
– آيا د الله تعالی په مخلوق کې مو فکر کړی دی ؟
– ايا د مشکلاتو او مصيبتونو په وخت کې مو الله تعالی ته شکايت کړی دی ؟ که نه ټوله ورځ بل ته شکايت کوئ ؟
موقع صيدالفوائيد- سليمان عبدالكريم المفرج