کور / ترخې خبري / په افغانستان کي د يرغلگرو لښکرو د بشري ضد او جنگي جنايتو حقوقي شننه ۱۱

په افغانستان کي د يرغلگرو لښکرو د بشري ضد او جنگي جنايتو حقوقي شننه ۱۱

د انساني کرامت پر خلاف جنايتونه:
د جزا د بين المللي محکمې د روم اساسنامې د اتمي مادې د دوهم پاراگراف د ( ب ) فقرې په يوويشتم (۲۱) جُزء کي د انساني کرامت پر خلاف جرمونه، په تېره بيا د سپک او تحقيرانه چال چلن يادونه سوې ده. دغه رنگه، د دې اساسنامې د اوومي مادې د دوهم پاراگراف په ( ز ) فقره او د اتمي مادې د دوهم پاراگراف د ( ب ) فقرې په دوه ويشتم (۲۲) جُزء کي د جنسي تېري، جنسي مريتوب، جبري فحشا، جبري اوميدواره کولو، اجباري شنډولو او جنسي زورزياتي د نورو ډولو په اړه صريح يادونه سوې ده، چي گرده په واقعيت کي د جينيوّا د څلورو کنوانسيونو د مشترکي دريمي مادې سخته سرغړونه گڼله کيږي. البته، د انساني کرامت د درناوي مسأله د خپل لوړ او اساسي ارزښت په خاطر د بين المللي حقوقو په ډېرو نورو معتبرو اسنادو او وثايقو کي هم درج سوې ده. د بشر د حقوقو نړيوالي اعلاميې د بشري حقوقو د خوندي کولو او تضمين د خورا معتبر سند په توگه په خپلو ډېرو مادو کي د انساني کرامت د تعظيم او تکريم بېلابېل اړخونه بيان کړي دي؛ مثلاً په لومړۍ( ۱) ماده کې د انساني کرامت او حقوقو د برابرۍ موضوع تصريح کړې ده. د پينځمي ( ۵ ) مادې په وروستۍ برخه کې، په روښانو ټکو، داسي سپارښتنه کړې ده: « له هيچا سره بايد داسي چال چلن و نسي، چي د هغه په وجه يې انساني مقام کښته سي.» بالاخره د همدې اعلاميې په اتلسمه ماده کي د فکر، وجدان او ديني آزادۍ حُکم پېشبيني سوئ دئ.۷۲ د مدني او سياسي حقوقو په اړه د ملگرو ملتو بين المللي کنوانسيون ( دا کنوانسيون د ۱۹۶۶ع کال د ډيسمبر پر شپاړسمه تصويب سوئ؛ او د ۱۹۷۶ع کال د مارچ پر درويشتمه نافذ سوئ دئ ) هم په جلا جلا مادو کي د انساني کرامت د درناوي بېلابېل اړخونه بيان کړي دي. د دې کنوانسيون په اوومه ( ۷ ) ماده کي راغلي دي، چي له هيچا سره بايد د سپکاوي چلن و نسي. د دې کنوانسيون د لسمي مادې په اوله ( ۱) فقره کي حتا له بنديانو او توقيف سوو کسانو سره هم د بشپړ انساني او محترمانه چلن لارښوونه سوې ده.۷۳ د جينيوا څلور سره کنوانسيونه هم هر يو جلا جلا د انساني ژوند او انساني کرامت د مصوونيت يا خونديتوب و ارزښتناکي مسألې ته بېل سوي دي. دې څلورو کنوانسيونو په گډه، په تېره بيا د جگړې پر مهال د ملکي وگړو د ساتني په اړه د ۱۹۴۹ع کال د اگست د دولسمي نېټي څلرم کنوانسيون، په واقعيت کي د بين المللي بشردوستانه حقوقو اساس او تاداو ايښئ دئ. د دې مفصل او هر اړخيز کنوانسيون د اولي ( ۱ ) مادې په ( ج ) فقره کي هم د انساني کرامت پر خلاف د هر شرموونکي او سپک چال چلن د مخنيوي بيان راغلئ دئ.۷۴

راسئ اوس نو د همدغو مهمو او معتبرو بين المللي اسنادو په روڼا کي وگورو، چي امريکايي او ايتلافي لښکرو په تېرو يوولسو کالو کي زموږ د رټېدلو خلگو له انساني کرامت سره څه چلن کړئ دئ.

دا حقيقت له هيچا( افغانانو او نړيوالو) پټ نه دئ، چي امريکايي او ايتلافي پوځونه له تېرو يوولسو کالو راهيسي د افغانستان په گوټ گوټ کي، شپه او ورځ، زموږ د مظلومو هيوادوالو پرکورو ناڅاپه چاپې وهي؛ داسي مثالونه هم لږ نه دي، چي د خلگو د کورو دروازې په بمونو او نورو چاودونکو موادو الوزول سوي؛ او له هغه سره جوخت د تراهگرو عسکرو جوپې وکورو ته ور ننوتلي دي. ايا په داسي شرايطو او حالاتو کي، چي پردې عسکر د بلاوو او لېوانو په څېر، د شپې په نيمايي کي، د ملکي خلگو وکورو ته ور توييږي؛ او د کورنۍ د غړو له فزيکي تلاښۍ څخه نيولې بيا تر بورجل و غوجل و تاخانې و پسخانې و اشپزخانې پوري په هر څه کي بې شرمانه پلټني کيي، و مظلومو افغانانو ته د انساني کرامت، شخصي مصوونيت، محرميت، د ديني عقايدو او اولسي دود و دستور د درناوي په نامه څه پاتيږي؟! ايا د بشر د حقوقو د نړيوالي اعلاميې او د بين المللي حقوقو د ډېرو نورو معتبرو اسنادو د لارښوونو او سپارښتنو له مخي، څوک دا حق لري، چي د اړوند هيواد د واکمنو عدلي او قضايي مقاماتو بې رسمي اجازې د چا وکور يا نورو محرمو ودانييو ته ننوزي؛ او د اوسېدونکوپه گډون يې په هر څه کي تلاښۍ او پلټني وکي؟! ايا د کوچنيانو، ښځو او نارينه وو تراهول، سپکاوی او بې عزتي، څه ښکرونه يا لکۍ لري؟! ايا د مسلمانانو د مقدس ديني کتاب په توگه د قرآن مجيد بې باکانه سوځل، د وسله والو مخالفينو يا کليوالو افغانانو د مړو سوځل، د ساتېري او تفنن په خاطر پر بې گونا کليوالو نښان پخول، د وژل سوو کسانو د بدن د غړو پرېکول او له هغو سره د ملنډو او سپکاوي په بڼه عکسونه اخيستل، د وژل سوو کسانو پر اجسادو بولي کول، د لسو کالو پر ماشومانو جنسي تېری او داسي نور وحشيانه جنايتونه د مظلومو افغانانو و انساني کرامت ته د اشغالگرو لښکرو د درناوي او پتمن چال چلن څرگندوی دي؟! که کرزی، فهيم، خليلي، سياف، عبدالله، قانوني، ضيا مسعود، معلم عطا، دوستم، محقق، اسماعيل خان، گيلاني، مجددي، ارسلا، غني احمدزی، احدي، سپنتا، اتمر، جلالي او د استعمار نور ميراثخواره د خپلو بادارانو و دغه راز عملو ته د جرم او جنايت په سترگه نه گوري څه عجبه خبره نه ده؛ ځکه د دوی په وجود کي له کلونو راهيسي د افغانيت او انسانيت روح مړه سوې ده؛ خو سرلوړي افغانان او خپلواکه نړۍ ټول دغه کرغېړن عملونه د يرغلگرو لښکرو نه بخښوونکي بشري ضد او جنگي جنايتونه گڼي. گران لوستونکي کولای سي، په لمنليک کي د وړاندي سوو اينټرنيټي پاڼو په ليدو سره د« بشر ي حقوقو »،« تمدن »، « اولسواکۍ » او« قانون واکۍ » د منافقو مدعيانو د وحشيانه عملو په باب، قضاوت وکي.۷۵

د امريکايي چارواکو له خوا د قرآن کريم د سوځلو او افغان مړو د بې حرمته کولو و مرتکبينو ته يوازي د تش په نامه اداري او وظيفه يي جزاوو ورکول، ټول د دې واقعيت ښکارندوی دي، چي امريکايي او ايتلافي دولتونه اصلاً د مظلومو افغانانو پر ضد د خپلو ايله جاري لښکرو و بېلابېلو جنايتو ته د جرم او جنايت په سترگه نه گوري؛ ځکه ټول گورو چي مجرمينو ته د تش په نامه اداري او ډيسپليني جزاوو په ورکولو سره د هغو د کرغېړنو عملو له جرمي او جنايي ماهيته سترگي پټيي. لکه څنگه چي دا نن هم په نړيواله ميډيا کي د افغانستان مېشت امريکايي پوځيانو د شرمناکو جرمي عملو له جنايي ماهيت څخه د سترگي پټولو په اړه خبرونه خپاره سول.۷۶ که له ناچارييه د خپلو لښکرو پر بشري او جنگي جنايتو اعتراف هم وکي، سمدلاسه په ټگۍ برگۍ سره د هغو و مرتکبينو او شريکانو ته د روحي او ذهني ناروغانو رنگ ورکيي. تر څو په دې توگه د خپل استعماري يرغل پر انساني ضد ماهيت پرده واچيي. د خلگو و عقايدو ته سپکاوی، د مړو پر جسدو بولي کول، د مړو سوځل، د مړو د بدن د غړو پرېکول او داسي نور وحشيانه جنايتونه هيڅکله د تنزيل مقام، اضافه خدمت، خشره کارۍ، د قطعې د حبس، شفاهي يا تحريري تأديب يا له ځينو حقوقو او امتيازاتو څخه د بې برخي کېدو په اداري او وظيفه يي جزاوو نه تلافي کيږي. دا خطرناک بشري ضد عملونه د مرتکبينو د ساده غفلت يا اِهمال نتيجه نه، بلکي د هغوی د پياوړي مجرمانه روحيې زېږنده دي؛ ځکه يې نو بايد له طراحانو، عاملينو، معاونينو او شريکانو سره هم د مجرمينو په توگه جدي معامله وسي. واقعيت دا دئ، چي دا کرغېړن عملونه پر افغانستان او مسلمانو هيوادو سربېره د غربي هيوادو په جزايي قوانينو او قضايي رويو کي هم خطرناک جرمونه گڼل کيږي. توپير يوازي دا دئ، چي د لوېديځو هيوادو واکمني ډلي دا وحشيانه عملونه د خپلو خلگو پر خلاف لوی جنايتونه، خو د استعمار ځبلو هيوادو د بې دفاع او بې پوښتني اولسو پر خلاف ساده او معمولي خطاوي گڼي. د اشغالگرو دولتو د« يوه بام او دوو هواوو» دا انساني ضد چلن په حقيقت کي د هغو د هغه کرغېړن استعماري سياست يوه برخه ده، چي له پېړييو پېړييو راهيسي تر نننه جاري دئ. څه موده مخکي د اوباما ادارې تر درو کالو څېړنو او پلټنو وروسته نه يوازي د سي. آی. اې. و هغو کارکوونکو ته بشپړ برأت ور کئ، چي د بوش د ادارې د واکمنۍ پر مهال د بې گونا خلگو په تښتَوَنه (rendition)، ځورَوَنه او وژنه کي ښکېل وه، بلکي حتا دونه يې هم و نه کړای سوه، چي د راتلونکو وختو دپاره د بنديانو د شکنجې او تعذيب د مخنيوي په مخسد يوه کوچنۍ پرېکړه وکي. د ډېري خواشينۍ ځای خو لا دا دئ، چي د اوباما ادارې د مظلومو افغانانو او عراقيانو د شکنجې او تعذيب مسوولين نه، بلکي د سي. آی. اې. هغه ايجينټ( جان کيرياکو ) و محکمې ته و لېږلئ، چي په يوه تلوېزوني مرکه کې د سي. آی. اې. له خوا د بنديانو( ابو زبيده ) د شکنجه کولو( واټربورډينگ ) رسمي پاليسي رسوا کړې وه. ۷۷ د شکنجې او تعذيب و مسوولينو هيڅ نه ويل او د سي. آی. اې. او نورو امنيتي – استخباراتي سازمانو د کرغېړنو سياستو د رسوا کوونکو محاکمه کول په خپله د څه حقايقو ښکارندوی دئ؟! ايا دا تور او ظالمانه سياست په څرگنده نه ښيي، چي د اوباما اداره هم بوش ادارې غوندي د معصومو خلگو په شکنجه او تعذيب کي بشپړ لاس لري؟!

کشکي د امريکايي او انگرېزي لښکرو اوسنييو مشرانو له پردو اسيرانو سره د خپلواکي مينو افغانانو د نېک سلوک په اړه د خپلو نېکونو کتابونه او يادښتونه لوستي وای؛او د هغو له مخي يې د افغانانو د عظمت او صلابت په باره کي سوچ کړئ وای؛ مثلاً د جنرال سر هنري رابرټ سېل مېرمن- فلورينشيا/ وينچ سېل(Florentia/ Wynch Sale) (۱۷۹۰ – ۱۸۵۳ع )، چي په لېدي سېل (Lady Sale) مشهوره وه، په خپل ارزښتناک تاريخي اثر( په افغانستان کي د ناورينو ژورنال يا پېښليک، ۱۸۴۱- ۴۲) کي، په ډېرو روښانه ټکو، د انگرېزي پوځ د قومندانانو او سياسي مشرانو له يرغمل سوو ښځو سره د وزير اکبر خان او نورو افغان مشرانو د ښې او محترمانه گوزارې يادونه کيي. دا کاږي:« سره له دې چي موږ په واقعيت کي د جنگ اسيران وو؛ خو اکبر خان همېشه د قدرمنو مېلمنو په نامه يادولو. زه اعتراف کوم، چي زموږ سره ښه چلن کېدئ.»۷۸

د جنگ او تاوتريخوالي پر ټولو خونړييو پېښو سربېره هيڅکله دا نه دي اروېدل سوي، چي د امريکايي اشغال او مزدور رژيم وسله والو مخالفينو د چا مړی سوځلئ يي يا يې پر جنگي اسيرانو او يرغمل سوو کسانو جنسي تېری کړئ يي يا يې د سپکاوي او اهانت په توگه د پردو عسکرو يا نورو مخالفينو پر مړو بولي کړي يي… ايا له دې ټولو خبرو څخه دا نه مالوميږي، چي د دوی په گومان « وحشي» او« بې فرهنگه » افغانان هم په ډېرو برخو کي تر تش په نامه « متمدنو» او« بشردوستو» يرغلگرو لوړ انساني او اخلاقي معيارونه لري. ښايي د همدې اسلامي او افغاني دود و دستور له برکته ؤ، چي برتانوۍ ژورناليستي او سياسي مبارزي، ايووّن ريډلي (Yvonne Ridley) تر پينځه څلوېښت( ۴۵) کاله عيسويت وروسته په ۲۰۰۳ع کال کي د اسلام سپېڅلی دين و مانه؛ او له هغه وخته تر اوسه په خپله خوښه هر ځای بشپړ اسلامي حجاب اغوندي. ايووّن ريډلي، هغه ژورناليسته ده، چي د طالبانو د حکومت پر ټينگ خبرداري سربېره، بې ويزې، په افغاني کالو کي و افغانستان ته ننوتلې وه؛ او د ۲۰۰۱ع کال د سيپټمبر پر اته ويشتمه ( ۲۸) نېټه د طالب چارواکو له خوا د ننگرهار په دور بابا اولسوالۍ کي ونيول سوه. سره له دې، چي د طالبانو مشران په هغو ورځو کي د امريکا او برتانيا د پوځي يرغل له سختو گواښو سره مخامخ وه؛ او له هر پردي شخص څخه يې د لوی خطر احساس کاوه؛ خو پر دې ټولو حساسيتو سربېره يې ايووّن ريډلي تر ځينو لنډو پوښتنو او پلټنو وروسته، په ډېر احترام او عزت له بنده ازاده کړله.۷۹ په دې وروستييو وختو کي د نيويارک ټايمز پخواني خبريال، اوسني خپلواک ژورناليست او مؤلف – جيري وّان ډايک (Jere Van Dyk) د روسيې له آر ټي (RT) تلوېزون سره په يوه مرکه کي د امريکايي لښکرو د استعماري نخشو د رسوا کولو تر څنگ د پښتنو د خپلواکۍ غوښتونکو مبارزو، وياړلو دودو او داسي نورو تاريخي حقايقو په اړه اوږدې خبري وکړې. ده له طالبانو سره د خپل پينځه څلوېښت( ۴۵) ورځني بند په اړه و ويل:« که څه هم زه د طالبانو په بند کي وم، خو سره له هغه يې همېشه يوه قدرمن مېلمه غوندي، په ډېر عزت او درناوي، گوزاره را سره کوله.»۸۰

د زړورو او خپلواکۍ مينو افغانانو په وياړلي تاريخ کي له يرغمل سوو غليمانو سره د دغه راز لوړ انساني چال چلن مثالونه خورا ډېر دي. دا پرتمين مثالونه په حقيقت کي نه د دې يا هغي جنگي ډلي، بلکي د دې وياړلي خاوري د ټولو ننگيالييو بچانو د مړاني، غرور او مناعت ښکارندوی دي، چي هيڅکله د يرغلگرو لښکرو له مانوي( معنوي ) او اخلاقي انحطاط سره د پرتلې وړ نه دي. په داسي شرايطو او حالاتو کي هم د يرغلگرو لښکرو ځيني سياسي- عسکري مشران لکه د بياروزني د پروگرام مشر- بريد جنرال ډېوّيډ هوک(Major General David Hook) د خپلو لښکرو پر تور او کرغېړن ريکارډ سربېره د مخالفو وسله والو ډلو د بشري ضد او جنگي مجرمينو د محاکمې خبري کيي.۸۱ د مخالفينو د محاکمې ادعا خو بايد هغه مظلوم او غملړلي افغانان وکړي، چي بې گونا او تعدا يې له هره لوري په سر، مال او ناموس بازۍ سوي؛ او لا تر اوسه کيږي، نه هغه يرغلگر پوځونه، چي په افغانستان او درسته سيمه کي د خونړييو حالاتو او وحشتناکو جنايتو علت العلل گڼل کيږي.
______

لمنليکونه

72 United Nations, The Universal Declaration of Human Rights , adopted on 10 December, 1948: http://www.un.org/en/documents/udhr/

73 Office of the United Nations High Commissioner for Human Rights, International Covenant on Civil and Political Rights, adopted on 16 December 1966, effective from 23 March 1976: http://www2.ohchr.org/english/law/ccpr.htm

74 ICRC, Convention (IV) relative to the Protection of Civilian Persons in Time of War, Geneva, 12 August 1949: http://www.icrc.org/ihl.nsf/full/380

75 Daniel Bates and Lee Moran, ‘Disgusting’ video is ‘recruitment tool for the Taliban’: Outrage across the world after footage emerges showing U.S. troops ‘urinating on dead Afghan bodies’, Mail Online, 12 January 2012: /
http://www.dailymail.co.uk/news/article-2085378/US-troops-urinating-dead-Afghan-bodies-video-used-Taliban-recruitment-tool.html; Daniel Bates and Mark Duell, ‘Death Squad’: Full horror emerges of how rogue U.S. brigade murdered and mutilated innocent Afghan civilians – and kept their body parts as trophies, Mail Online, 23 September 2011: http://www.dailymail.co.uk/news/article-1370758/Shocking-video-shows-U-S-troops-cheering-airstrike-blows-Afghan-civilians.html#ixzz24YwMFRtG; ــــــــ, Report: “UK soldiers rape Afghan kids”, Press Tv, Jan 18, 2012: http://edition.presstv.ir/detail/221763.html; ــــــــ, “British soldiers in Afghanistan have raped two children aged ten”, You Tube, Uploaded on 19 Jan, 2012: http://www.youtube.com/watch?v=3o8JEERaGuY; ــــــــ, “US forces raped two women in Kandahar carnage”, Raped by Soldiers, 17th March 2012: http://couchtripper.com/rapedbysoldiers/?cat=4

76 ــــــــ,”US troops escape criminal charges for incidents that outraged Afghanistan”, The Guardian, Tuesday, 28 August 2012: http://www.guardian.co.uk/world/2012/aug/28/us-troops-burning-qurans-urinating-on-corpses
77 Bill Van Auken, “US Justice Department closes CIA probe with no charges in torture, murder of detainees”, WSWS.Org, 1 September 2012: http://www.wsws.org/articles/2012/sep2012/gwot-s01.shtml; RT, “US Acquits CIA of Killing and Torturing of Prisoners”, Information Clearing House, August 31, 2012: http://www.informationclearinghouse.info/article32322.htm

78 Lady Sale, A Journal of the Disasters in Afghanistan, 1841-2 )London: John Murray, 1843) 404 – 05.

79 ــــــــ, Yvonne Ridley, From Wikipedia, the free encyclopedia. http://en.wikipedia.org/wiki/Yvonne_Ridley; Hannah Bayman, “Yvonne Ridley: From captive to convert “, BBC News Channel, Tuesday, 21 September, 2004: http://news.bbc.co.uk/1/hi/england/3673730.st

80 ــــــــ, ‘US has never been straight with its people about its foreign policy aims’, RT, 14 September, 2012: http://rt.com/news/taliban-jere-van-dyk-captive-policy-interview-154/

81 David Loyn, ‘Progress’ with Taliban in Afghanistan, BBC News Channel, 31 August, 2012: http://www.bbc.co.uk/news/world-middle-east-19432593

پاته په راتلونکې برخه کي