کور / تازه خبرونه / د افغان او امریکایی لوري له اړخه به امنیتي تړون ژر لاسلیک شي .

د افغان او امریکایی لوري له اړخه به امنیتي تړون ژر لاسلیک شي .

دامريکا متحده آيالاتودافغانستان سره د امنيتي تړون دلاس ليکيدو لپاره دافغان اولسمشرشرطونه منلي دي .
په کابل کي دامريکا مرستيال سفير (مک کينلي ) دسي شنبي په ورځ په هرات ولايت كې د هرات والي ښاغلي فضل الله وحیدي سره د خبرو پر مهال وويل ، امريكا د افغان ولسمشر شرطونه منلي دي او په راتلونكو څو اونيو كې به د دواړو هېوادونو تر منځ امنيتي تړون لاسليك شي . هرات ولايت ته په خپل يوه ناڅاپي سفرکي ښاغلي مرستیال سفیر ويلي دي چي امريکا دافغان ولس مشر شرطونه منلي اوپه پام کي ده چي ددواړوهيوادونوترمنځ امنيتي تړون په راتلونکوڅواونيوکي لاسلیک شي . د افغان اولسمشر په ظاهر کي درې شرطونه وه چي اومړی یی د افغانانو د کورونو پر خپل سر تلاښی کیدل ، دوهم د سولي د پروسې په عملي ډول شروع کیدل او دریم شرط یی د رڼو او شفافو انتخاباتو سر ته رسیدل او د نړیوالو د نه لاس وهني غوښتنه وه .