کور / اسلامي / د لواطت په اړه معلومات

د لواطت په اړه معلومات

د لواطت په اړه معلومات

لكه څنګه چي انساني او بشري ټولنه ډېر داسې شيان لري، چي په هغو کي د ژوندانه لپاره ډېر ګټور سالم او رغنده ګټې موجودې وي همدارنګه ډېر داسې شيان هم شته چي د جامعې لپاره ډېر مضر، تاواني او حتى کيداى سي كله_كله ټوله جامعه د هلاكت او تباهۍ لور ته بوځي او د انسان معنويت په بشپړه توګه له منځه يوسي. د دې مهلكاتو په ډله کي يو هم د لواطت ناوړه او ناروا عمل دى، چي الله (ج) د هغه د ارتكاب له كبله د حضرت لوط عليه السلام قوم د هلاكت او تباهۍ كندې ته غورځولى و، او بيان يې په قرآنكريم کي په بشپړ تفصيل سره ذكر سوى دى.

څرنګه چي ليدل کيږي دا عمل اوس په مسلمه امت کي په زياتېدونکي توګه مخ پر خپرېدو دى، غواړم د خپلې ايماني او وجداني وجه له مخي ددې بد او شرموونكي عادت د مخنيوي په لړ کي د ستر ديني عالم او قوي استاد السيخ محمد بن سليمان الفيظ له رسالې څخه، چي له مستندو او قوي كتابونو څخه د خداى تعالي (ج) د كلام قرآن عظيم او نبوي احاديثو په رڼا کي تهيه او ترتيب كړي دي، يو څه ستاسو مخې ته كښېږدم.

له لواطت څخه د رسول اكرم (ص) وېرېدل

د اسلام ګران پيغمبر رسول اكرم (ص) فرمايي: ( ان اخوف ما اخاف علي امتي عمل قوم لوط)

ژباړه: بېشكه زه پر خپل امت باندې له لواطت څخه تر هر څه وېرېږم.

يعنې رسول (ص) فرمايي چي تر هر څه زه په دې ډېر ډارېږم، چي زما امت خداى مه كړه په لواطت يعنې د لوط عليه السلام د قوم په عمل اخته نه سي.

همدارنګه په بل ځاى کي له حضرت ابن عباس (رض) څخه روايت دى، چي حضرت رسول الله (ص) وفرمايل: (امن وجد تموه يعمل عمل قوم لوط فاقتلو الفاعل والمفعول)

ژباړه: يعنې که تاسې څوك په داسې حال کي پيدا كړئ، چي د لوط عليه السلام د قوم عمل (لواطت) كوئ نو تاسې دوى دواړه ووژنئ او قتل يې كړئ.

دا حديث امام احمد ترمذي او ابن قيم روايت كړى دى همدارنګه امام ترمذي له رسول ص څخه د حضرت ابو هريره په راويت سره ليكي، چي څوك لواطت كوي، نو تاسو برسېره او ترې لاندې كس دواړه په تيږو باندې ووژنئ! او همدارنګه امام طبراني رحمت الله په خپل

كتاب معجم الطبراني کي ليكي: درې كسان دي، چي د هغوى د شهادت كلمه هم نه قبلېږي او په دوى کي دوه هغه كسان هم ذكر سوي، چي دوى په خپل منځ کي لواطت سره كوي.
همدارنګه په دې هكله له حضرت ابي سلمه څخه روايت دى، چي ليكي:

ژباړه: رسول الله منع فرمايلې ده له دې څخه چي يو سړى غوړ هلك ته نظر كوي او هغه ته ګوري، او فرمايي چي د داود عليه السلام په قوم کي هلكانو ته كتل د دوى ستره ګناه ګڼل کيده.

په شريعت کي د لواطت كوونكو نومونه

په اسلامي شريعت کي لواطت كارانو ته د سړيو نكاح كوونكي، جاهلان، سركښان، له حد او اندازې څخه تېري كوونكي، مفسدينو، ظالمانو، خبيثو، مجرمينو، د بې لارو خلکو خطاب كړى دى، چي دا ټوله په قرآني ايتونو کي ثبوت نومونه دي او په شريعت کي دا نهه نومونه ټول شرموونكي نومونه دي. والعياذ باالله.

د لواطت په اړه د صحابه كرامو قول:

له حضرت عبدالله بن عباس څخه روايت دى، چي وايي كله چي لواطت كوونكى سړى مړ سي او په قبر کي کيښودل سي نو بدن يې مسخه سي او خنځير ترې جوړ سي. همدارنګه له حضرت ابوهريره څخه روايت دى، چي وايي څوك چي هلك استعمال كړي، نو په تحقيق سره دا سړى كافر سو. او حضرت ابن عباس فرمايي، چي د لواطت كوونكي لس خويونه دي، چي له هغوى څخه درې شهود دا دي: لومړى دا چي دى به په نشه يي توکو لكه چرس، سګريټ، هيروئين، آپين، ترياك، شراب او داسې نورو اخته وي. دويم دا چي دى به په مجلس کي د خپلو ګوتو ټكونه باسي او درېيم دا چي د ده پايڅې به له بيجلكو څخه كښته څکيږي.

د لواطت كوونكي عذاب
د لواطت كوونكي لپاره دوه ډوله عذابونه دي، چي يو يې دنيوي عذاب او بل يې اخروي يعنې د آخرت عذاب دى.

علامه ابن حجر (رح) فرمايي، چي خداى (ج) په قرآن كريم کي د لواطت كوونكي په اړه فرمايلي دي، چي موږ د لوط عليه السلام قوم د همدې ګناه په سبب پړمخي نسكور كړ او هغه ځمكه مو هم ورسره نسكوره كړه، چي دوى پکي اوسېدل. پر دوى باندې خداى د پخو كاڼو باران واوراوه. داسې كاڼي چي پر دوى باندې په پرله پسې توګه اورېدل او په هر كاڼي به د هر يوه لواطت كوونكي نوم ليکلى و، چي هغوى پر سر به لګېدل. يعنې علماوو ليكلي دي، چي كه چا لواطت وكړ نو تاسې دوى ونيسئ او يوه لوړ ځاى ته يې وخېژوئ او لاندې يې راوغورځوئ، چي مړ سي. ځينو نورو بيا ليكلي دي، چي په اور کي يې وسوځوئ، ځكه لواطت تر زنا هم لويه ګناه ده.

حضرت منذر رحمة الله عليه ليكلي دي، چي لواطت كوونكي به څلور خليفه ګانو په اور کي سوځول او همدغه يې سزا وه. يو حضرت ابوبكر صديق (رض)، دويم حضرت علي (رض)، درېيم حضرت عبدالله بن زبير (رض) او څلورم حضرت هشام بن عبدالملك (رض) او د صحابه وو پر دي باندي اجماع ده، چي په اور کي دې وسوځول سي. حضرت علامه ابن قيم په كتاب المحبته کي فرمايي، چي حضرت ابراهيم النخعي به فرمايل كه چيرې په اسلام کي دوه ځله د رجم سزا واى نو لواطت كوونكي ته به وركول کيده.

د لواطت كوونكي د آخرت عذاب

حضرت رسول اكرم (ص) فرمايي: څوك چي زما په امت کي مړ سي او دى د لوط عليه السلام د قوم عمل كوي، نو دى به خداى (ج) دوى ته ورنقل كړي او په آخرت کي به هم د لوط عليه السلام په قوم کي راپورته کيږي.

حضرت مجاهد (رح) فرمايي: تر ټولو ناپاك هغه سړى دى، چي هغه بچه باز وي او فرمايي كه چيرې هغه سړى، چي د لوط عليه السلام د قوم عمل كوي، د دنيا په ټولو اوبو يعنې په هر هغه څاڅكي چي په اسمان كي دي او په هر هغه څاڅكي چي په ځمكه کي دي، غسل وكړي نو د ده نجاست به ختم نه سي او دى به لا هم نجس ناست وي.

همدارنګه حضرت ابوهريره (رض) له حضرت ابن عباس څخه نقل كوي، چي حضرت محمد (ص) فرمايي: چا چي له ښځي سره دشا له خوا جماع وكړه او يا يې له هلك او يا سړي سره لواطت وكړه نو دى به د قيامت په ورځ بدبويه ځاى ته دننه سي .