کور / اسلامي / يوه ځوان د زنا کولو اجازه غوښتل

يوه ځوان د زنا کولو اجازه غوښتل

له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه د يوه ځوان له خوا د زنا کولو د اجازې غوښتنه

سراج الامت حضرت امام احمد بن حنبل رح پخپل مسند کې يو روايت، چې له حضرت ابوامامة رض څخه روايت شوی، رانقل کړی دی. دی مبارک فرمايي: يو وخت يو ځوان رسول الله ص ته راغی او غوښتنه يې ځنې وکړه، چې يارسول الله! ما ته د زنا کولو اجازه راکړه.

صحابه کرام د دغه ځوان پر دغه راز بېځايه غوښتنه ډېر په قهر شول، مګر رسول الله ص په ډېرې مهربانۍ سره هغه ته وفرمايل: ګرانه ملګرې! دلته نږدې راشه، زه له تا څخه لومړی يو څو پوښتنې کوم، بيا به ستا د دغې خبرې ځواب درکړم، اې ځوانه! آيا ته مور لرې؟

ځوان ورته وويل: بلې هو، مور لرم. رسول الله ص بيا ترې وپوښتل: آيا د خپلې مور لپاره هم دا خوښوې چې يو څوک بدلمني ورسره وکړي؟ ځوان ورته وويل: نه، يا رسول الله! د خپلې مور لپاره به څنګه بدلمني خوښه کړم.

رسول الله ص ورته وفرمايل: زما ګرانه وروره! نور خلک هم ستا په شان دي، هغوی هم د خپلې مور لپاره بدلمني نه خوښوي، تر دې خبرې وروسته ده مبارک بيا ترې وپوښتل: ای ځوانه! د خپلو خوېندو لپاره خو به زنا خوښوې؟ هغه ورته وويل: نه يا رسول الله!

ده مبارک ورته وويل: آيا د دې تحمل لرې، چې دغه کار ستا لوڼې وکړي؟ ځوان ورته وويل: نه يا رسول الله! د دې تحمل څوک لري!… وروسته ده مبارک عمه او خاله هم ور وښودل، خو د هغه له خوا بس همدا يو ځواب و چې د هغوی لپاره زنا او بدلمني نه خوښوم.

په آخره کې رسول الله ص ورته وفرمايل: چې داسې ده نو نور خلک هم ستا په څېر دي. هغوی هم د خپلې مور، خور، لور، خاله او عمه لپاره دغه راز کار نه خوښوي. اې ځوانه! آيا ته کولای شې يوه داسې ښځه پيدا کړې او بدلمني ورسره وکړې چې نه دي د چا خور، نه د چا مور، نه د چا لور، نه د چا عمه او خاله وي؟

تر دې خبرې وروسته ده مبارک خپل لاس د دغه ځوان پر شا ورکښېښوده او داسې دعا يې وکړه: اَللّهُمَّ اغْفِرْ ذَنْبَهُ وَطَهِّرْ قَلْبَهُ وَ اَحْصِنْ فَرْجَهُ.

(تفسير ابن کثير درېيم جلد نهه دېرشمه صفحه)

ژباړه: اې الله! د دغـــه ځوان ګناهونه وروبخښه، د ده زړه (له هر قسم بدو خيالاتو او غلطو فکرونو څخه) ور پاک کړه او (له بدو او ناوړو کارونو څخه) د ده د شرمګاه حفاظت وکړه.

د حديث راوي فرمايي: د رسول الله ص د دعا په برکت تر دې وروسته دغه ځوان بيا هېڅکله دغسې غلط فکر ونه واهه.